افغانستان

ارګ جمعیت ګوند ته: انجینر داود ته د یوې اوونۍ لپاره د کارکولو موکه ورکړئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور په سر لانجه له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې روانه ده او د ارګ او جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ اته ځلې خبرې شوې؛ خو ټولې ناستې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

د ارګ او جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ په وروستۍ ناسته کې ارګ د دغه ګوند له غړیو غوښتي، چې انجینر داود ته دې په بلخ کې د یوې اوونۍ لپاره د کار کولو موکه ورکړي.

ولسمشر غني د جمعیت ګوند استازو ته ویلي، انجینر داود دې د یوې اوونۍ لپاره د بلخ د والي په توګه وټاکل شي او وروسته چې د جمعیت ګوند هره غوښتنه وي دی به یې ومني.

د ارګ په استازیتوب عبدالسلام رحیمي په شوې ناسته کې ویلي، «موږ راتلونکی لرو، په سیاست کې هېڅ وخت دښمني او دوستي دایمي نه وي، غني د افغانستان ولسمشر دی، که انجینر داود ته د یوې اوونۍ لپاره د بلخ د والي په توګه اجازه ورنه کړئ، نو د سپین ږیري ولسمشر بې عزتي کېږي.»

جمعیت اسلامي ګوند ارګ ته اووه ماده ییزه طرحه وړاندې کړې، چې ارګ د دغه ګوند غوښتنې نه دي منلي او د عطاء محمد نور په پاتې کېدو یې ټینګار کړی دی.

د بلخ ګوښه شوي والي د سرتاسري پاڅون، د غني او عبدالله عبدالله د استعفاوو، له نظامي لارې د بلخ د والي په توګه د پاتې کېدو او نور ګواښونه هم کړي؛ خو ارګ یې پر وړاندې تل له چوپتیا کار اخیستی دی.

د کورنیو چارو وزیر ویس برمک، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د ولسي جرګې ځینې غړي او یو شمېر نور لوړ پوړي کسان عطاء محمد نور ته په ننواتو ورغلي وو؛ خو نور د ټولو غوښتنه نه ده منلې او د بلخ د والي په توګه یې د پاتې کېدو ویلي دي.

تېره ورځ اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي وو، که ارګ د عطاء محمد نور پر وړاندې له نظامي ځواکه کار واخلي، دی به د ارګ پر وړاندې ورته اقدام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x