افغانستان

معروف: پاکستاني پوځيانو پر افغان عسکرو برید کړی

نن ټکی آسیا: له کندهار څخه تازه تر لاسه شوی خبر وايي،چې د دغه ولایت په سرحدي ولسوالۍ معروف کې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې،چې اوس هم روانه ده.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند هم پېښه تایید کړې او زیاتوي، چې جګړه لومړی پاکستاني لوري پیل کړې.

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې وروسته له هغې دا نښته نښتې، چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې پاکستاني پوځيانو د افغانستان څلور کیلومتره خاوره لاندې کړې او په افغان خاوره کې د خپلو تاسیساتو په جوړولو بوخت دي.

د لومړنیو راپورونو په اساس، تر اوسه په دې نښته کې یو افغان عسکر وژل شوی؛ د نورو تلفاتو په اړه تر دې مهاله څه نه دي ویل شوي.

هېره دې نه وي، چې تېرکال د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې هم پاکستاني پوځیانو د افغانستان پر حریم یرغل کړی و او خاوره یې لاندې کړې وه، خو وروسته افغان حکومت ادعا وکړه، چې د پاکستاني پوځیانو هغه پوسته چې د افغانستان په خاوره کې یې جوړه کړې وه بېرته ونړوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x