ورزش

کرېکټ: پاکستان د نیوزېلنډ په وړاندې لومړۍ بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پاکستان او نیوزېلنډ ترمنځ په دوهمه شل اوریزو سیالۍ کې پاکستان د ۴۸ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

پاکستان نیوزېلنډ کې د ۵ یو ورځنیو او ۱ شل اوریزې سیالۍ له بایللو وروسته لومړی بریا خپله کړه.

لومړی توپوهنه پاکستان ترسره کړه چې له پېله یې ښه لوبه وکړه او د ۲۰ اورونو په لوبولو سره یې د ۴ لوبغاړو په سوځیدلو ۲۰۱ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا فخر زمان چټکې ۵۰ منډې ترسره کړې، احمد شهزاد ۴۴، بابر اعظم ۵۰ او سرفراز احمد ۴۱ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د پاکستان توپوهونکي هم ښه وځلیدل، او د نیوزېلنډ ټوله لوبډله یې په ۱۸ اورونو کې په ۱۵۳ منډو وسوځوله.

د یادونې وړ ده چې پاکستان د نیوزېلنډ په کوربه توب له شپږو سیالیو وروسته لومړۍ بریا خپله کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x