افغانستان

هرات: د پښتون زرغون امنيه قوماندان ټپي شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): تېره شپه د طالبانو په بريد کې د هرات ولايت د پښتون زرغون ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالقيوم بشري ټپي شوی دی.

د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده رسنيو ته وويل: چې د نوموړي د ټپي کېدو سربيره يو تن پوليس وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د پښتون زرغون ولسوال نثار احمد پوپل وايي، چې تېره شپه وسله والو د دغې ولسوالۍ پر ودانۍ بريدونه وکړل، چې په ترڅ کې يې امنيې قومندان سخت ټپي او يو بل پوليس ووژل شو.

طالبانو تر اوسه د دغې برید په تړاو څه نه دي ويلي خو تېره ورځ يې د غوريان ولسوالۍ په امنيه قومندانۍ د بريد خبر ورکړی و.

طالبانو ويلي، چې د غوريان په بريد کې يې عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x