افغانستان

کانټنینټل هوټل کې د وژل شويو اوکراينيانو جسدونه خپل هېواد ته ولېږل شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پر انټر کانټینینټل هوټل په بريد کې په وژل شويو بهرنیانو کې د کام ایر هوايي شرکت اوه تنه اوکرايني کارکوونکي هم شامل و.

د بهرنيو چارو وزارت مسوولین وايي، د دې هېواد د وژل شويو جسدونه يې پرون اوکراین ته ولېږل.

د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مشر په کابل هوايي ډګر کې خواشيني ښکاره کړه او له اوکراینانو سره يې په دې غم کې ځان شریک وباله.

میرویس صمدي وویل، دا یوه «تروریستي» پېښه وه، چې له امله يې د بهرنیو قربانیانو له کورنيو او هېوادونو سره خواخوږي ښکاه کوو.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ وویل، د دوی اوه تنه هېوادوال په کانټنینټل هوټل کې وژل شوي او امکان لري چې شمېره يې ډېره شي.

تېره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د ځينو جسدونو په پېژندنه کې مرستې ته اړتیا لري.

دغه بريد چې د روانې اوونۍ په پیل کې وشو، د ټرمپ د کمپاین د غړي په ګډون پکې څلور تنه امریکايان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د طالبانو د پنځو تنو بریدګرو له لوري دې بريد پر افغان چارواکو شکونه پياوړي کړي او د حکومت په دننه کې ځينې کړۍ ځينې نور له طالبانو سره په اړیکو تورنوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x