fbpx
bokharam

((بوکو حرام)) او د مسلمانانو ټولوژنه

د حق او باطل معرکه د حق او باطل د وجود تر نيټې لرغونتوب لري ، له هغه وخته چې باطل منځته راغلې د دې دواړو پديدو تر منځ هم جګړه پيل شوې ، د خداى ځينيو بندګانو د يو لورې نيولې او ځينيو د بل پلو خو د مسلمانانو په توګه عقيده لرو چې برې د تل لپاره د حق په برخه دى .

د حق پلويان د الله تعالى د اوامرو منونکي او د ځمکې پر سر د هغه ستر ذات د احکامو پلي کوونکي دي ، د حق د پلويانو څخه تر ټولو غوره ډله هغه ده چې له فرايضو وروسته يې د اسلام تر ټولو لوړ ځاى ته ځان رسولې او د بشريت د ستر لارښود صلي الله عليه وسلم پدې حديث مبارک

يې عمل کړى چې فرمايي (رآس الامر الاسلام و عموده الصلات و ذروة سنامه الجهاد) او کما قال عليه السلم.

د الله تعالى د ريښتيني بندګانو دغه ډله د حق او باطل په صراع کې تر ټولو وړاندې ده ، همدوى دي چې د حق په لاره کې د خپل سر ، مال او اولاد د قربانۍ څخه دريغ نه کوي ، دوى دي چې د مسلمانانو د سرلوړۍ او سيادت لپاره هاند وهي ، همدغه ټولى دى چې دغه سپيڅلې امانت يې په خورا ديانتدارۍ او امانتدارۍ سره د خپلو وينو په قربانۍ د يو نسل څخه بل نسل ته انتقال کړى او د مسلمانانو د برم ، وقار او عظمت بيرغ يې رپاند ساتلې.
د پيړيو په اوږدو کې پر اسلامي امت د کفارو د تسلط ، پر اسلام د هغوى بريدونه او د هغوى لخوا وخت په وخت پر مسلمانانو ظلمونه يواځې او يواځې د دې نتيجه بريښي چې مسلمانان د خپل دين څخه ليرې شوي ، الهي احکام يې شاته غورځولي ، د خپل پيغمبر په راوړي شريعت يې عمل پرې ايښې ، پدې لار کې خو يې يا د ستړتيا او کسالت احساس کړى ، يا يې د غلامۍ جغ په څټ ايښې ، يا يې دنيوي ژوند او مادي مفاد ته پر اخروي حيات او د دار عقبى په ګټو لمړيتوب ورکړى دى .

اسلامي امت په پنځلسمه هجري پيړۍ کې له غمجنو حالاتو تيريږي ، د نړۍ په هر ګوټ کې ځورول کيږي ، د شيطان لښکرې په بشپړ وقاحت سره د مسلمانانو پر ځمکنيو حريمونو بريدونه کوي ، د مسلمانانو ديني حقوق تر پښو لاندې کيږي ، حتى د انساني حقوقو څخه محروم ساتل کيږي ، د اسلامي امت پر اعراضو او نواميسو تيري روان دي ، د اسلامي شعايرو او مقدساتو سپکاوى کيږي ، په ډله ايزه توګه د حضرت محمد د امت وينې تويږي ، د اسلامي احکامو د نفاذ مخه نيول کيږي ، د اسلام سيادت ته خنډونه او بندونه اچول کيږي ، کفر د نړۍ په ګوټ ګوټ د واکدارۍ کوښښ کوي او نه پريږدي چې د حقې لارې لارويان د برياليتوب مراحل طي او تر خپل هدف ورسيږي.

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي (لا تزال طائفة من أمتي يقاتلون على الحق ظاهرين على من ناوأهم حتى يقاتل آخرهم المسيح الدجال “رواه أبو داود” ) د الصادق المصدوق عليه السلام د دې ريښتينې وينا په مصدام نن هم د کفر پر ضد جهاد ادامه لري ، اوس هم د اسلامي امت په منځ کې هغه ((طائفة)) شته چې ځانونه يې د اسلام تر ټولو لوړې مرتبې ته رسولي دي ، د اسلامي امت ابرو يې خوندې کړې ، د خپلو خوږو ځانونو بدله کې خپل دين ګټي او د حقې لارې لاروي دي.

په همدې مواصفاتو د انتلانتيک بحر په غاړو د غينيا د خليج په ساحل پراته هيواد نايجيريا کې د محمدي امت يوه وړه خو پياوړې ډله وجود لري چې په تيرو څو کلونو کې يې د اسلامي شريعت د پلې کيدو په لار کې په زرګونو تنه شهيدان ورکړل ، وينې يې وبهولې او د کفر پر ضد يې اواز اوچت کړ ، دغې کوچنۍ خو په ايماني وسله سنبالې ډلې د افريقايي ټلوالې د صليبي مشرانو په ماڼيو کې انګازې وکړې ، د افريقا د لويې وچې هرې برخې ته يې خپله چيغه ورسوله آن تر دې چې د عقيدې د قوت زور يې تر واشنګټن او لندن پورې هم ورسيد.

نايجيريا د افريقا د لويې وچې په لويديځ کې د نفوس له پلوه تر ټولو ستر افريقايي هيواد دى چې لويديځ لور ته يې بنين ، ختيځ ته يې چاد او کامرون ، شمال ته يې نيجر او په جنوب کې يې د غينيا خليج موقيت لري ، مرکز يې د ابوجا ښار دى.

په تاريخي لحاظ په نوموړې سيمه کې د انساني ژوند نښې نهه سوه کاله قبل الميلاد ته رسيږي ، د افريقا د نورو سيمو په څير په نايجيريا کې هم قبيلوي حکومتونه ، د ژبې پر اساس جګړې ، د نژاد او توکم پر بنياد اتفاقونه او اختلافونه رامنځته شوې او دې هيواد هم ښې او بدې ورځې ليدلي دي.

دا چې اسلام دښمنه تاريخ ليکونکي کوښښ کوي په هره برخه کې اسلام او د دې دين پيروانو ته زيان ورسوي نو دا موقع يې هم له لاسه نده ورکړې چې ليکي نايجيريا ته اسلام په ديارلسمه ميلادي پيړۍ کې رسيدلى ، حال دا چې د نايجيريا په خاوره کې د لمړۍ هجري پيړۍ راهيسې د اسلام ډيوه د مسلمانو سوداګرو په لاس بله شوې او په نوموړې سيمه کې د اسلام د سپيڅلي دين د شغلو خپريدل پيل شوي وه.

همدا راز دغه بې پايلې هلې ځلې کوونکي د منسوخ دين پيروان د نايجيريا يو سل او شپيته ميليونه نفوس د مذهب له پلوه د اسلام او مسيحيت تر منځ په برابره توګه ويشي خو حقيقت دا دى چې په نايجيريا کې د مسلمانانو سلنه تر اويا هم لوړه ده او پاتې نور د نصرانيت په ګډون د نورو اديانو پيروان دي.

نايجيريا وخت په وخت د غاصبينو او اشغالګرو تر بريدونو لاندې راغلى هيواد دى ، کله خو پرې پرتګاليانو بريد کړى ، کله هسپانويانو تر خپلې ولکې لاندې راوستى او کله بيا المانيانو اشغال کړى دى ، کله په غير مستقيمه توګه پر دغه هيواد حکومتونه شوي او کله يې اوسيدونکي د غلامانو په توګه نويو کشف شويو لويو وچو امريکا او استراليا ته په زور بيول شوي دي.

د نايجيريا په وروستي تاريخ کې د (عثمان دان فوديو) لخوا په اتلسمه ميلادي پيړۍ کې د کفر پر ضد د مسلسل جهاد په پايله کې رامنځته شوې اسلامي امپراتورۍ چې د (فولاني امپراتورۍ) په نوم ياديږي ديادونې وړ ده ، دغه خلافت چې “سوکوتو” خلافت يې هم بولي د ١٨٠٤ ميلادي کال څخه تر ١٩٠٣ ميلادي کال پورې قايم ؤ چې په بشپړه توګه اسلامي او د امام مالک په مذهب يې پرېکړې کولې ، د هيواد د مسلمانانو قبيلې يې سره متحدې کړي او اسلامي احکام يې نافذ کړي وه تر دې چې د شلمې ميلادي پيړۍ په سر کې انګريزانو نايجيريا اشغال او د سوکوتو خلافت يې پاى ته ورساوه.

لدې وړاندې په اتلس سوه او شپيتمو کلونو کې انګريزان نايجيريا ته داخل شوي او هلته يې د تنصير هلې ځلې پيل کړې وى، د مسيحيت مبلغين به نايجيريا ته د سوداګرو په توګه ورتلل او هلته به يې خپل منسوخ دين ته بلنه کوله ، انګريزانو د نايجيريا جنوبي سيمې تر پام لاندې ونيولې چېرته چې غير مسلم اوسيدل ، په همدې سيمو کې يې پرمختيايي کارونو ته دوام ورکړ ، اقتصاد يې پياوړې کړ او د تعليم نظام ته يې تغيير ورکړ ، همدا د تعليم لاره ؤ چې انګريزانو به ورڅخه د مسيحيت د تبليغ په لړ کې کار اخيست، مسلم ميشته شمالي سيمې يې له پامه وغورځولې چې له همدې کبله د مسيحي دين پيروان پر مخ ولاړل او مسلمانان په فقر ، بې چارګۍ ، بې تعليمۍ او دنيوي لحاظه وروسته پاتې شول.

هغه مهال چې انګريزي ښکيلاک حس کړه د نايجيريا څخه يې وتل حتمي دي د تنصير او تبشير هلې ځلې يې نورې هم ګړندۍ کړې ، په نايجيريا کې يې د مسيحي مذهب د پيروانو له جملې د يو داسې نسل پر روزلو کار پيل کړ چې په بشپړه توګه انګريزانو ته وفادار وي ، د همدې روزل شويو خلکو څخه يې سياسي ډلې رامنځته کړې او غوښتل يې چې د دې هيواد څخه تر وتلو وروسته د نايجيريا واک همدوى ته وسپاري.

هماغه ؤ چې يو تن عيسايي (تاندي ازيکوى) د انګريزانو په خوښه د ازادۍ چيغه پورته کړه خو په شمال کې ميشتو مسلمانانو لا له پخوا څخه د ازادۍ د تر لاسه کولو مبارزه پيل کړې وه ، د سياسي ګوندونو تر منځ انتخابات وشول او په پايله کې فدرالي حکومت رامنځته شو ، انګريزان په خپل پروګرام کې بريالي شول ، نايجيريا يې په اوه ديرش ايالتونو وويشله او خپله يې پښې سپکې کړې ، نايجيريايان يې په خپلو کې سره په جګړه اخته کړل ، ديني ، قبايلي او سمتي کشمکش زور واخيست ، د مسلمانانو په وړاندې يې مسيحيان راپاڅول او نايجيريا يې د اور په لمبو کې پريښودله.

نايجيريا چې د خامو نفطو او ګازو له پلوه د نړۍ په کچه يو غني هيواد دى د همدې طبيعي زيرمو د تر لاسه کولو په موخه د تل لپاره د غربي ښکيلاک د پټو او بربنډو بريدونو هدف ګرځيدلى ، همدا اوس د دې هيواد د نفطو په چينو او ذخيرو بهرني او په ځانګړي توګه امريکايي او اروپايي شرکتونه قابض دي چې پدې برخه کې تر ټولو زيات تيل امريکا ته ليږدول کيږي.

دا چې د يو بشپړ پروګرام له مخې انګريزانو په نايجيريا کې د اختلافونو اور بل کړې ؤ ، عيسويانو ته يې واک ورکړې او د مسلمانو پر ضد يې د تشدد څخه کار اخيستلو ته هڅولي وه نو تر استقلال وروسته هم وخت په وخت همدې واکدارانو د مسلمانانو پر ضد د وحشت او بربريت څخه کار اخيستې ، لسګونه زره نايجيريايي مسلمانان يې په شهادت رسولي او له خپلو سيمو يې هجرت ته اړ کړي دي.

لکه چې دمخه مو يادونه وکړه د انګريزانو لخوا د نايجيريا د اشغال په لمړيو کې (فولاني خلافت) راپرزولى او تعليمي نظام بدل کړې ؤ ، د تعليم له لارې به يې نصرانيت ته ترويج ورکولو چې مسلمانان له هغه وخته د غربي تعليم د ترويج په مقصد پوه او د دې تعليم مخالفت يې پيل کړ چې اوس هم دوام لري.
د تيرې ميلادي لسيزې په وروستيو کې په نايجيريا کې د (بوکو حرام) تر نامه لاندې يو ځل بيا سلګونه تنه مسلمانان په شهادت ورسيدل ، سلګونه بنديان او زرګونه نور بې ځايه شول چې په نوموړي هيواد کې د مسلمانانو پر ضد د روان ظلم د يوې نوې خپې د پيل څرګندونه کوي.

(بوکو حرام) د سيمه ايزې ژبې هوسا Hausa لفظ دى چې معنى يې (غربي زده کړې حرامې دي) ، اصلاً د (بوکو حرام) په نوم په نايجيريا کې هيڅ ډله وجود نه لري او نه هم پدې نامه د کوم ګوند تاسيس شوې دې بلکه د نايجيريا په ځمکه د (جماعة اهل السنة للدعوة و الجهاد) لخوا جهاد پر مخ وړل کيږي خو لدې امله چې د تنصيري موخو درلودونکي غربي تعليم سره موافقه نه لري نو په (بوکو حرام) شهرت لري.

د دغه اسلامي تنظيم د بنسټ ډبره په ٢٠٠١ميلادي کال کې د يو تن محمد يوسف نومي لخوا د نايجيريا د (Borno) د ولايت په مرکز (Maiduguri) ښار کې کيښودل شوې ، نوموړي په همدې سيمه کې يوه مدرسه جوړه کړه چيرته به چې د نايجيريا پر نورو سيمو سربيره د ګاونډيو هيوادونو لکه چاد او نيجر څخه هم زده کوونکي او مجاهدين راټوليدل او خپلې زده کړې به يې پر مخ وړلې .

په ٢٠٠٤ميلادي کال کې دغه مدرسه د نيجر هيواد پر پوله د نايجيريا په سرحدي ولايت (Yobe) کې د محمد يوسف پلرني کلي (Kanamma) ته منقل کړاى شوه ، هلته يې سوله ايز فعاليتونه پيل او دغه اسلامي تنظيم د خپلې زيږيدنې لمړني اوه اته کلونه په خورا ارامه سره تير کړل.
په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې د نايجيريا حکومت پدې دليل د دې ګوند پر ضد فعاليتونه پيل کړل چې ګوندې دغه تنظيم خپل غړي وسله وال کوي او غواړي چې وسله واله مبارزه پيل کړي .

د دې تنظيم لسګونه غړي يې ونيول او ووژل له همدې امله دې خوځښت هم پر دولت بريدونو ته لاس واچاوه او د دواړو خواوو تر منځ د خونړيو جګړو لړۍ پيل شوه چې يوه خوا يې د حق په شمار پلويان او بل پلو يې د نړۍ د ملاتړ څخه برخه من مجهز فوځ او حکومت دى.

په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې تر ټولو دمخه د شمالي نايجيريا د (Bauchi) په ايالت کې د (بوکو حرام) د غړيو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې پيښې شوې او په ترڅ کې يې د دواړو خواوو څخه لږ تر لږه اوه سوه تنه ووژل شول چې ډيرې يې هغه عام وولسي مسلمانان وه چې د بوکو حرام سره يې اړيکې نه درلودلې بلکه د امنيتي ځواکونو لخوا په لارو کوڅو او محضر عام کې د مرميو تر باران لاندې ونيول شول ، په همدې جګړو کې د بوکو حرام مشر او مؤسس محمد يوسف او د هغه خسر د نايجيريا د امنيتي ځواکونو لخوا تر ژوندي نيول کيدو روسته په بند کې ووژل شو او د ګوند مشري يو ناڅرګند چاپه لاس کې واخيسته.

{dailymotion}x1uvlj6_nigerian-christian-government-killing-muslims-caught-live-on-tape-nunn-asia_news{/dailymotion}

د زعيم تر مرګ وروسته د بوکو حرام فعاليتونه ټکني او يا په ټوله کې په ټپه ودريدل خو په ٢٠١٠ميلادي کال کې دې جهادي ډلې خپل ځان چمتو او لمړي بريدونه يې د (Borno) په ولايت کې وکړل چې د همدې تازه بريدونو څخه وروسته يو ځل بيا د (جماعة اهل السنة للدعوة و الجهاد) ناڅاپي او غلچکي بريدونو او د دولت پراخو عملياتو زور واخيست .
په دوه زره لس ، يوولس او دولس کلونو کې بوکو حرام د نايجيريا په بيلا بيلو ولايتونو کې پر دولتي تاسيساتو ، امنيتي مرکزونو ، زندانونو او په دولتي چوکيو کار کوونکو اشخاصو سربيره پر هغه مسيحيانو هم بې شميره بريدونه وکړل چې وخت په وخت يې په هيواد کې مسلمانان ځورولي او د مذهبي تعصب په بنياد يې په ډله ايزه توګه مسلمانان وژلي وه.
اوسمهال د بوکو حرام فعاليتونه په شمالي او شرقي سيمو هر يو برنو ، يوبي ، بوثي ، غمبي ، ادماوا او هم شمالي غربي سيمو لکه کانو ، جيغا ، وکتسينا ، سوکوتو او کبي کې خورا زيات دي ، هم د ګاونډيو هيوادونو الجزاير او چاد د ازادي غوښتونکو او جهادي ډلو سره اړيکې لري او داسې بريښي چې دغه خوځښت د پياوړي کيدو په حال کى دى.

د بوکو حرام بريدونه په نوره نړۍ کې د اسلامي خوځښتونو حملو ته ورته دي ، هغوى نه يواځې دا چې وسله والې حملې کوي ، بلکه بمي چاودنې ، استشهادي بريدونه ، د خرپ او ترپ غلچکي بريدونه او فدايي حملې هم تر سره کوي حتى د نايجيريا د امنيتي ځواکونو يو لوړ رتبه جنرال په يوه تلويزيوني مرکه کې وايي د هغوى د بريدونو مخه ځکه نشي نيولاى چې هغوى مرګ ته چمتو دي ، هغوى د بريد پر مهال د بيرته تګ نيت نه لري نو څه ډول به يې څوک مخنيوې وکړي.

تر دوه زره او دولس ميلادي کال پورې د دې ډلې مشر او مسئول ناڅرګند ؤ خو همدا کال يو تن (امام ابو محمد ابو بکر بن محمد عبد الله شيکو) څوک چې د ګوند د مؤسس (محمد يوسف) مرستيال ؤ په يوه ويډيو کې راڅرګند او د بوکو حرام د مشرۍ اعلان يې وکړ ، د نايجيريا حکومت يې وګواښلو او په خپله لاره تګ ژمنه يې وکړه ، عبد الله شيکو هغه څوک دى چې د نايجيريا حکومت د ٢٠٠٩ په جګړو کې مړ شميرلې ؤ خو نوموړي په خپله ويډيو کې وويل هغه مهال يواځې ټپي شوې ؤ.

د وخت فرعون امريکا دغه خوځښت د خپل ځان لپاره خورا خطرناک بولي او وايي چې بوکو حرام په المغرب الاسلامي کې د القاعده او په صوماليا کې د الشباب الاسلامي د اسلامي حرکتونو سره اړيکې لري او د هغوى په څير ګواښوونکى ګوند دى ، همدا علت دى چې د دې ګوند غړيو ته نايجيريايي طالبان وايي او نه يواځې د نايجيريا حکومت بلکه افريقايي اتحاديه او امريکا هم د دې خوځښت د منځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي لکه څرنګه چې په صوماليا کې د الشباب الاسلامي د اسلامي تنظيم پر ضد وسله وال عمليات تر سره کوي.

د امريکا استخباراتي اداره (CIA) د نايجيريايي مجاهدينو د منځه وړلو لپاره په نايجيريا کې خورا پراخه فعاليتونه کوي او يو زيات شمير کار کوونکي يې په نوموړې هيواد کې په دنده ګمارلي دي ګوندې (CIA) په نايجيريا کې په همدې موخه يو ځانګړې يونټ رامنځته کړې دى او بالفعل د مسلمانانو مبارزينو پر ضد فوځي عملياتو کې برخه اخلي.

د وروستيو شلو کلونو راهيسې د نړيوالو مسيحي کليساؤ او پاپانو په مرسته د نايجيريايي مسلمانانو پر ضد جرايم تر سره کيږي ، مسلمانانو ته په حکومت کې د پام وړ ځاى نه ورکول کيږي ، فوځ او پوليس چې د يو هيواد واک يې په لاس کې وي د عيسايانو تر ولکې لاندې دي ، تجارتي او د طبيعي زيرمو څخه ډکې سيمې د غرب پلوه نصرانيانو په واک کې دي ، له بلې خوا مسلمانان په وروسته پاتې ويجاړو سيمو کې ژوند کوي ، د تعليم څخه ليرې دي ، بې وزلي پکې زياته ده او سربيره پر دې دا چې نايجيريا د افريقا په لويه وچه کې د تنصير او تبشير تر ټولو ستر مرکز دى د مسلمانانو پر سيمه د بهرنيانو لخوا مذهبي بريدونه هم تر سره کيږي.

د ٢٠١٠ ميلادي کال کې د نايجيريا د (Jos) په ايالت کې مذهبي تاو تريخوالى رامنځته شو چې د عيسايانو لخوا پر مسلمانانو بريدونه وشول او نژدې زر تنه مسلمانان په شهادت ورسيدل ، دولت پدې لړ کې هيڅ ډول اقدام ونه کړ ځکه خو د (جماعة اهل السنة للدعوة و الجهاد) اوسنى مشر شيکو وايي لدې امله د عيسايانو په مذهبي ورځو لکه (کريسميس) ، کليساؤ او نورو مرکزونو بريدونه کوي چې هغوى د مسلمانانو پر ضد اعمال تر سره کوي ، زرګونه تنه يې وژلي ، هغوى يې له خپلو کورونو بې کوره کړي دي ، د مسلمانانو سره له منافقت څخه کار اخلي او د مسلمانانو د نابودۍ لپاره هاند وهي.

د الجزيره عربي خبري کانال د ٢٠١٠ ميلادي کال د فبرورۍ د مياشتې په نهمه نيټه د نايجيريايي فوځ او پوليسو لخوا په ډله ايزه توګه ، په لارو او کوڅو او عام محضر کې د بوکو حرام د غړيو د وژل کيدو ويډيو نشر کړه چې په نايجيريا کې يې د مسلمانانو پر ضد د وخت د حکومت وحشت او ظلم څرګند کړ.
دغې جهادي ګوند په نايجيريا کې په ډير لنډ وخت کې خورا نفوذ وکړ او د نايجيريا غرب پلوه حکومت يې ولړولو ، په نايجيريا کې د مسلمانانو د شمير زياتوالى ، د دې ګوند سره په عمومي توګه د مسلمانانو همدردي او ملاتړ ، په لوړو دولتي چوکيو او پوسټونو مسلمانانو ته دندې نه ورکول او په دولت کې د دې ګوند د ملاتړو شتون د همدې پرمختګ د مهمو علتونو په توګه پيژندلاى شو.

د بوکو حرام له زيږيدو او پاڅون څخه وروسته د نايجيريا مسلمانانو ته د اميد څرک پيدا شو او ډيرو د هغوى ملاتړ اعلان کړ آن تر دې چې پدې وروستيو کې د هيواد جمهور رئيس اعلان وکړ چې د دې خوځښت په غړيو کې دولتي کسان هم شتون لري.

د حکومت لخوا دى خوځښت ته د خبرو دعوت او په ورته وخت کې د ګوند د غړيو نيول او وژل د دې ثبوت دى چې د نايجيريا حکومت په خپل هيواد کې مسلمانانو ته په حقوقو قايل ندى .

نه يواځې دا چې دغه ګوند په نايجيريا کې د خپلو حقوقو د اعادې غوښتنه کوي بلکه په ګرد هيواد کې د اسلام د حاکميت لپاره مبارزه کوي او په ډاګه وايي چې په نايجيريا کې د غربي هيوادونو لاسوهنه ناسم کار دى چې بايد مخه يې ونيول شي ځکه خو هغوى په نايجيريا کې د ملګرو ملتونو په مرکزونو هم ګڼ بريدونه تر سره کړي دي.

د ګوند مشر ابو بکر شيکو په يوه ويډيو کې وايي( د دنيا مسلمانان بايد وپوهيږي چې مونږ يواځې او يواځې د خپل دين اسلام څخه دفاع کوو ، د خپل پيغمبر حضرت محمد د وقار څخه دفاع کوو ، هيڅوک هم مونږ او زمونږ دين دومره نه زوروي لکه حکومت يې چې کوي).

که د نايجيريا روان حالات په هر اړخيزه توګه مطالعه کړو نو دې پايلې ته رسيږو چې د غربي او مسيحي هيوادونو په ملاتړ پدې هيواد کې د مسلمانانو پر ضد د يو ځانګړي پروګرام لاندې فعاليت کيږي او د مسلمانانو د مخنيوي هر ممکن کوښښ روان دى .

هغه څه ناسم دي چې د رسنيو له لارې نړيوالو ته اعلاميږي چې په نوموړي هيواد کې خپل منځي نښتې روانې دي ، مسلمانان د مذهب او دين په نوم د تشدد او تروريزم څخه کار اخلي او عام خلک وژني بلکه حقيقت دا دى چې د (بوکو حرام) په نوم د نصراني حکومت لخوا د مسلمانانو ټولوژنه روانه ده ، د اسلامي شريعت د نفاذ غوښتونکي په نښه کيږي ، وژل کيږي ، بنديانيږي او د خپلو کورونو څخه شړل کيږي، خو د دې ټولو ناخوالو او ظلمونو سره بيا هم د دې توروستو په منځ کې هماغه ((طائفه)) وجود لري چې رسول الله يې وينا کړې.

پاى

لیکوال: عاصم څارګر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د