افغانستان

پروان: زورواکي د برېښنا ریاست ۱۷۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پروان د برېښنا حوزوي ریاست مسوولین وايي، په دې ولایت کې ګڼ زور واکي د مصرف شوې برېښنا ۱۷۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.

د دې ریاست رییس ناصر احمدي وايي، که دغه قرض پیسې يې ګوتو ته ورشي کولی شي چې د پروان ګڼو سیمو ته برېښنا پرې ورسول شي.

احمدي وايي له حکومته يې څو ځلې غوښتنه کړې چې په دې برخه کې همکاري وکړي، خو تر اوسه يې درک نه لګېږي.

د هغه په وینا خلک باید له دوی سره همکار شي چې د زورواکو له منګولو د خلکو حق واخیستل شي.

د پروان د برېښنا ریاست چارواکي په داسې حال کې خپله اندېښنه شريکوي، چې پلازمېنه کابل کې هم ګڼ زورواکي او دولتي ادارې د برېښنا د لګښت له امله پوروړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x