
بیګ بیش لیګ: راشد خان مهمې ویکټې ترلاسه کړې خو بریا یې خپله نکړه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالۍ کې د راشد خان لوبډلې په ۴ ویکټو ماتې وخوړه.
راشد خان د مخالف لوبډلې ۳ مهم لوبغاړي وسوځول او یوازې ۲۰ منډې یې ورکړې، خو لوبډلې یې په پای اور کې لوبه له لاسه ورکړه.
د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې ښه توپوهنه ترسره نکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۳۷ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې مخالف لوبډله د راشد خان په ځلیدنې توپ اچونې له سخت فشار سره مخ کړه خو قسمت یې لوبډلې ته بریا ورنکړه او د ۴ لوبغاړو په توپیر یې لوبه وبایلله.
د یادونې وړ ده چې راشد خان په یادو سیالیو کې ۱۷ ویکټې ترلاسه کړي چې په لومړیو غوره توپ اچونکو کې شمېرل کیږي.