افغانستان

د ناامنیو له امله ۱۰ خیریه ټولنو خپل فعالیتونه وځنډول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ساتنې پر دفتر له برید وروسته په افغانستان کې لس خیریه بنسټونو خپل فعالیتونه د ناامنیو او امنیتي ګواښونو له امله تړلي دي.

د غیر دولتي موسسو د همغږۍ مشر احمد ریاض صدیقي وايي، د ماشومانو ساتنې د موسسې سربېره نن لسو نوروبنسټونو هم خپل فعالیتونه درولي دي؛ خو د نورو بنسټونو نومونه یې یاد کړي نه دي.

د صدیقي په خبره، د مرستندویانو د فعالیتونو درېدو اندېښمن کړي او که چېرته امنیتي ځواکونه د خیریه موسسو د امنیت ساتلو ډاډ ورنه کړي؛ نو کېدای شي نورې موسسې هم په ورته کړنه لاس پورې کړي او په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي.

خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي بیا خیریه موسسو ته ډاډ ورکوي، چې کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو ته به د ښه کاري چاپېریال او د امنیت ساتلو لپاره یاد وزارت پوره هڅه وکړي؛ څو یې کارکوونکي خوندي وي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانې ساتنې موسسې په ۱۹۷۸ز کال په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړی و، چې اوسمهال یې  په ۱۶ ولایتونو کې نږدې ۷ سوه زره ماشومانو ته روغتیايي او ښوونیز خدمتونه وړاندې کول.

د دې موسسې عملیاتي رییس کارلوس کارازانا په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو پر بندېدو خواشیني ښوولې او له امنیتي ادارو یې غوښتي، چې د خیریه موسسو امنیت ته پام وکړي.

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې څه باندې ۲ زره مرستندویه ادارې فعاله دي.

د ماشومانو ساتنې موسسې« Save The Children» پر دفتر تېره ورځ د داعش وسله والو حمله کړې وه، چې د شپږو کسانو د وژنې سربېره یې ۲۵ تنه نور ټپیان کړي وو.

طالبانو په د ماشومانو ساتنې د موسسې برید کې خپل لاس لرل رد کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x