
په ترکيه کې د يوې مېږې له خېټې انساني څېرې ته ورته وری ويستل شوی
انقره: د ترکيې پلازمينې انقرې ته څېرمه ښارګوټي شهرازمير کې د يوې مېږې له خېټې انساني څېرې ته ورته وری د اپرېشن له لارې ويستل شوی دی، د رسنيو د راپورونو له مخې زياتره دغسې عجيبه پېښې خلګو ته ډېرې جالبې او زړه راښکوونکي وي، دغه پېښه او دې ته ورته پېښې خلک د قيامت له نښو او کله يې هم د الله جل جلاله غضب ګڼي.
تېره ورځ په ترکيه کې د دې پېښې په ليدلو سره خلک هک حيران او وډار شول، د وري څېره انسان ته ډېره ورته ده، په ټولنيزو رسنيو کې د دغې پېښې له خپور شوي انځور او وېډيو کې څخه ښکارېږي، چې خوله، پوزه او ځنه يې د انسان د څېرې په ډول ده، ځايي خلکو د پېښې له ليدلو وروسته سمدستي له وري انځورونه واخيستل او ټولنيزو رسنیو کې يې خپاره کړل.
تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل نه دی څرګند شوې؛ خو د وري له بدن څخه داسې څرګندېږي چې ويټامين اې (A) په کې له بريده زيات دي.
د لا زيات تفصيل لپاره لاندې وېډيو وګورئ.
جمعه خان نائل
{dailymotion}x1uuzqp_video-sheep-gives-birth-to-lamb-with-a-human-face-nunn-asia_news{/dailymotion}