fbpx

طالبان: په بمباریو د وېرولو وخت تېر شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۰۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، هغه وخت تېر شوی چې امریکایانو به خلک په بمبارونو وېرول.

نوموړي دا څرګندونې په افغانستان کې د ناټو هوايي ځواکونو قومندان (جنرال جیمز هیکر) د ګواښ په غبرګون کې کړي.

یاد جنرال وړمه ورځ ګواښ کړی و چې طالبانو ته به خپل پوره زور وروښيي او بمباري به دومره پراخه کړي چې د طالبانو سترګې به اسمان ته نیولي وي.

خو طالب ویاند پرته له دې چې د یاد امریکايي جنرال نوم واخلي، په یو لنډ مطبوعاتي پیغام کې یې ټول امریکایي جنرالان د «پروپاګند» پریښودو ته رابللي او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې د «اشغال» د ختمولو په اړه فکر وکړي.

ښاغلی مجاهد وايي، په بمبارونو د ویرولو وخت تېر دی او دوی ټول څه تجربه کړي. د نوموړي په وینا، اوس د دې وخت دی چې «امریکا د پروپاګند پرځای د قضيې عمق ته متوجه شي او د اشغال د پای ته رسیدو په اړه سالم فکر وکړي».

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې «ازادي» ورته له هر څه مهمه ده او د خدای په لار کې شهادت خپل افتخار ګڼي.

وړمه ورځ امریکایانو افغانستان ته څو نوې الوتکې راوړې او دولتي عسکرو ته ورکړې وې او بیا یې د کندهار په هوايي ډګر کې طالبانو ته ګواښونه کړي وو چې اوس به نو بمباري نوره هم سخته کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د