ورزش

کرېکټ: هندوستان ۱۹ کلنو بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه او نیمه پای لوبې ته ووت

نن ټکی اسیا (جمعه، ۰۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل):  د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې هندوستان بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته ووت.

د نننۍ لوبې پچه هندوستان وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې د ۴۹.۲ اورنو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۶۵ منډې وکړې او بنګله دېش ته یې د ۲۶۶ منډو هدف کېښود.

په هندي لوبغاړو کې پي پي شاو ۴۰، شوبمن ګیل ۸۶ او ابیشک شرما ۵۰ منډې وکړې او د بنګله دېش پر وړاندې یې د هندوستان هدف لوړ کړ.

په بنګله دېشي توپ اچوونکو کې نعیم حسن ۲، سیف حسن ۲ او قاضي اونیک ۳ لوبغاړي وسوځول.

په بنګله دېشي توپوهونکو کې یوازې پینک کوش ۴۳ منډې وکړې او نور ټول لوبغاړي تر شلو منډو جوړولو پورې هم ونه توانېدل او د ۴۲.۱ اورونو کې یې یوازې ۱۳۴ منډې وکړې او د ۱۳۱ منډو په لوی توپیر یې لوبه وبایلله.

هندوستان بنګله دېش ته ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته ووت او راتلونکې لوبه به یې له پاکستان سره وي.

د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې افغانستان، اسټرالیا، پاکستان او هندوستان نیمه پای لوبې ته وتلي، چې افغانستان به له اسټرالیا او هندوستان به له پاکستان سره مخامخ کېږي.

بنګله دېش په روان جام کې څلور لوبې کړې وې، چې دوه یې ګټلې وې او دوه یې وبایللې؛ خو هندوستان تراوسه لوبه نه ده بایللې.

د ۱۹ کلنو سږنی نړیوال جام په نیوزیلنډ کې ترسره کېږي، چې د فبروري میاشتې په درېیمه به یې پای لوبه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x