افغانستان

کورنیو چارو وزارت د لغمان او فراه لپاره نوي امنیه قومندانان ټاکلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۰۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د لغمان او فراه ولایتونو لپاره یې نوي امنیه قومندانان ټاکلي دي.

د رحیمي په خبره، د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ په منظورۍ مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د فراه لپاره او پاسوال نبي جان ملاخېل د لغمان د نوي امنیه قومندان په توګه ټاکل شوي دي.

د فراه او لغمان ولایتونو لپاره نوي امنیه قومندانان داسې مهال ټاکل کېږي، چې په دې وروستیو کې په فراه کې امنیتي وضعیت خورا خراب شوی دی.

تېره ورځ د دغه ولایت والي عارف شاه جهان  استعفا ورکړه او تېره اوونۍ د فراه د امنیت امر ګلبهار مجاهد هم د طالبانو په برید کې وژل شوی و.

فضل احمد شېرزاد له دې وړاندې د لغمان، هلمند، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو د امنیه قومندان په توګه دندې ترسره کړي دي، چې په ټولو ولایتونو کې په بې کفایتۍ تورن شوی و؛ خو د نبي جان ملاخېل د پخوانیو دندو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x