
ولې ايران او يوشمېر نور هيوادونه د ډاکټرعبد الله برياليتوب د ځان په ګټه بولي؟
ويل کيږي چې ځينې هيوادونه نه دايمي دوست لري نه دايمي دښمن ، تل دنورو هيوادونو او ډلو سره د خپلو ملي ګټو پربنسټ دوستي او دښمني کوي .ملي کټې ثابت ماهيت نه لري بلکې کله نه کله دوخت په تيريدو ، دشرايطو او حالاتو په بد ليدو سره بدلون مومي .
داچې ديو هيواد د بهرني سياست اصلي موخه او دنده د ملي ګتو خونديتوب او لاسته راوړل دي نو کله چې ملي ګټې بدلون ومومي هيوادونه هم خپلو بهرنيو سياستونو ته د خپلو ملي ګټوته په کتو بدلون ورکوي .
ديوشمېرګاونډ يو او نورو هيوادو په څېر ايران هم له اوږدې مودې پدې هڅه کې دى چې د ګاونډي هيواد افغانستان وضعيت د خپلو ګټو په مخور را وڅرخوي همدا لامل دى چې د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو د ډاکټرعبدالله ترمشرې لاندې ټيم څخه پلوي کوي ځکه چې
ايران دپخوانى شمالي په ځانګړي ډول دجمعيت ګوند او وحدت ګوند سره ژورې اړيکې لري ، ايران کالونه کالونه له سياسي او اقتصادي پلوه ديادې ډلې څخه ملاتړ کړى او کوي. د ايران دولت دنوموړي ډلې په ځانګړي ډول د وحدت ګوند ته دسياسي قدرت دلاس ته راوړلو موخه پوره امکانات په واک کې ورکړيدي.
په همدې اساس هغه ايراني رسنۍ چې د ايران په داخل يا د ايران څخه بهر دي د ډاکټرعبدالله په پلوى پدې دليل تبلغات کوي ترڅو په ګاونډي هيواد افغانستان کې دايران ګټو او سياستونو ته د جمعيت ګوند ( ډاکټرعبدالله ) او وحدت ګوند ( محقق ) په څېر دوه نهايت ژمن ګوندونه او کسان ددولت ترټولو لوړ مقام يانې د دولت رياست او مرستيالى چوکيو ته ورسيږي همدا لامل دى چې ايرانى رسنى ډاکټرعبدالله « چراغ سبز عبدالله عبدالله به ایران» بولي ځکه که ډاکټر صيب عبدالله بريالى شي نو :
الف : ډير پلا نونه او تصميمونه به د کابل پرځاى په تهران نيول کيږي او په افغانستان کې به پلي کيږي او د ولسمشر کرزي د دورې په څېربه د يوشمېر موضوعاتو او مسايلو د سر او وروستى پريکړه د ارګ پرځاى په کابل کې د امريکا د سفارت ترڅنګ د ايران په سفارت کې هم نيول کيږي او د ارګ له دروازې به راوځي .
ب : ايران به خپل کلتوري ښکيلاک او يرغل لا پسې چټک او ګړندي کړي دهيواد ملي ترمنالوژي ډيره برخه به خپلې ايراني ژبې ته واړوي . که څه هم د ا لړى له پخوا څخه پيل شوي اوس هم د ځينو کسانو، رسنيو، … له خولې څخه دملي ترمنالوژي پرځاى ايراني اصطلاحات راوځي ؛ خو که خداى مه کړه ډاکټر عبدالله بريالى شي نو په قوانينو، اداري چارو کې به د داسې اصطلاحاتو او لغاتو سره مخ شو چې هره ورځ به اړ وو قاموسونه پاڼه په پاڼه ورپسې ولټوو. اويا کيداى شي چې د نوي ايراني ترمنالوژى د زده کړې لپاره د لڼد مهاله او اوږد مهال کورسونو او پروګرامونو تعقيب ته اړشوهمدرانګه د يو شمېر رسنيو( چاپي ،غږيزو، انځوريزو انټرنيټي … ) ژبه به نوره هم ګونګه شي…..
ج: ايران به دخپلو اوږدو مهاله او لنډ مهاله موخو لپاره په ملي امنيتي ځواکونو او نورو مهمو دولتى ادارو کې ځينې ايران پلوه کسان په دندو وګماري ترڅو د اړتيا پرمهال يې په درد وخوري. که څه هم ايران اوسمهال په پارلمان ، حکومت، نورو دولتي ادارو ، سياسي ګوندونو او مدني ټولنو کې کې د پام وړ نفوذ او ښه دوستان لري خو په پښتوکې متل دى وايي ښوروا ته چې څومره غوړي ور ډيريږي خوند يې زياتيږي . او داسې نور..
شايد امريکا هم د پردې ترشا د خپل استعمار او ښکيلاک ددوام لپاره د ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ کوي او امريکايانو ته دقدرت په مقابل کې دډاکټرعبدالله ايمان ډيرښه مالوم دى ځکه هغه تړون چې امريکايانو ته يې د افغانانو دوژلو، ځورولو، نيولو د شپې له خوا په کورونو د چپو اچولو ، دکورنو، وادونو، کليو د بمبار په مقابل کې قضايي مصونيت ورکړيدى ډاکټرصيب عبدالله امضا کړى دى . دملت پالنې او وطن دوستى د روحيې هغه نښه يې هم په ياد ده چې نوموړي ډلې له امريکايانو څخه په افغانانو باندې دغټو غټو بمونو دغورځولو غوښتنه کوله .
.دانګلستان او د ناټو دنورو هيوادو يادونه ځکه اړينه نه بولم چې هغوي هسې هم دامريکا په لمن پورې تړلي دي چيرته چې امريکا ځي هغوي په پټو سترګو ورپسې روان وي .
روسيه او هندوستان هم دافغانستان په ټاکڼو کې بې توپيره نه دي دواړه هيوادونه ، د پخوانى شمالي ټلوالې دنوموړيو دوو ډلو اوګوندونو سره نږدې اړيکې لري او د ډاکټرعبدالله برياليتوب د خپلو ګټو دخونديتوب لپاره ګټور او مناسب بولي .
داچې سعودي عربستان تريوه بريده د افغانستان په مسايلوکې ښکيل دى نو شايد يوازينى هيواد وي چې د اصلاحاتو او هم پالنې ټيم دبرياليتوب پلوي نه وي .ځکه چې په نوموړي ټيم دايران قوي نفوذ او آغيزله امله ددوي حاکميت دسعودى عربستان چارواکو ته د منلو وړ نه دى او پخوا هم سعودی عربستان د افغانستان په سياسي نظام کې دايران پلوه ډلو دنفوذ له امله خوابدى وو.
پايله : داچې هر هيواد او ملت ته خپلې ګټې ارزښت لري او د هغې دلاس ته راوړلو لپاره هڅه کوي نو مونږ هم بايد د نورو ملتونو او هيوادونو په څېر دخپلو ملي ګتو د خونديتوب او لاس ته راوړلو لپاره مبارزه وکړو او نورو هيوادونو ته ددې اجازه ور نه کړو چې د ډاکټرعبدالله په برياليتوب سره خپلې شومې موخې په اسانى سره ترلاسه کړي .هيواد دپرمختګ پرځاى شاته تګ، دافغانانو ترمنځ دملي يووالى د منځته راتګ پرځاى نفاق، دتعصب دې له منځه وړلو پرځاى دتعصب عزول شوي مزي نور هم پياوړي شي .
رباني وحدت
دخوست شيخ زايد پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو پوهنځى استاد
هندوستان _ ډيلى