د «ګلېن سېلیګ» وژنه ټرمپ ته د طالبانو خونړی پیغام

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د طالبانو لخوا پر انټرکانيننټل هوټل باندې د برید په ترڅ کې د وژل شویو بهرنیانو شمیر مخ په لوړیدو دی.

تر اوسه پوري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «هدرناوئرټ» په یاد برید کې د څلورو تنو امریکايي اتباعو وژنه او دوو تنو نورو ټپي کیدل تائيد کړي.

نن چې له یاد خونړي برید څخه ۵ ورځې تیریږي لا هم په هغه کې د وژل شویو بهرنیانو کره شمیره له رسنیو سره نه ده شریکه شوې او نه هم رسنیو ته د برید د تلفاتو په اړه تفصیلي جزئیات ورکړل شوي.

د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو د څانګې مشر «وحید مجروح» نن له رسنیو سره په خپلو خبرو کې وویل چې په برید کې د وژل شویو په اړه ثابت ارقام نه دي اعلان شوي، په لومړي پړاو کې د وژل شویو شمیر۲۲ کسان وو ، خو وروسته د دریو نورو مړیو په پیدا کیدو سره د وژل شويو شمېره ۲۵ ته لوړه شوه .

د امریکايي رسنیو په حواله په وژل شویو څلورو امریکایانو کې یو هم د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز ټیم د مشاور ویاند ګلین سیلیګ ( Glenn Selig) دی.

د امریکايي ورځپاڼي tampabay د راپور له مخې ګلین سیلیګ (Glenn Selig) افغانستان ته د دې لپاره راغلی و چې په اصطلاح له تروریزم سره د مبارزې په اړه راپور ترتیب کړي او اشرف غني ته کمپاین وکړي ، نوموړی ۵۰ کلن او په امریکا کې د یهودي ټولنې د اړیکو یو مشهور او پیژندل شوی شخصیت و.

همدا راز وژل شوي ګلین سیلیګ د ټرمپ د انتخاباتي ټیم له مهمو یهودي غړیو څخه ګڼل کیدو.

د انټرکانټیننټل په برید کې د ګلین سیلیګ وژل کیدل ولسمشر ټرمپ ته د طالبانو هغه ښکاره پیغام دی چې افغانستان ته د ده لخوا رالیږونکي ټول امریکایان به د ګلین سیلیګ له برخلیک سره مخ کیږي او بیروحه جسدونه به یې امریکا ته لیږل کیږي.

د تیر اګست په میاشت کې د افغانستان لپاره د ټرمپ جنګي ستراتیژۍ چې په سختو هوايي بریدونو پیل او تر اوسه دوام لري، طالبانو وکړای شول د هغې له تلفاتو څخه په ځان ساتلو سره په افغانستان کې له میشتو امریکايي ځواکونو سره د مقابلې لپاره بدیل تکتیکونه په کار واچوي چې په نتیجه کې یې د افغانستان په بیلا بیلو یرخو کې امریکایانو ته ملا ماتوونکي ګوزارونه ورکړل.

د دې ګوزارونو په جمله کې یوهم پر انټرکانټیننټل هوټل وروستی خونړی برید دی چې د ګلین سیلیګ په شمول نور امریکایان او د امریکا په جنګي ایتلاف کې د شاملو هیوادونو اتباع ورکې ووژل شول.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Naser
میلمه
Naser

بس دومره پوهيږو چي د الله تعالی مرسته او مدد ده چې مسلمانانو سره يي کوي الله ج دي دا غداران دا ځناور هميشه تباه برباد او په هر ميدان کي ذليله او رسوا لري دوی بل هيڅ مقصد نه لري نه مرستي ته راغلي او خدای ج مه کړه نه زمونږ د مور ځامن دي دوی د اسلام د ځپلو غلا دوکي او چپاولو نه بغير هيڅ بل مقصد او هدف نه لري ان شاءالله چې همیشه به سرټيټي وي او له ګران افغانستان نه به ټول کفار ناکامه او ذليله بيرته وځي ان شاءالله

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما په باور او زما په اند او زما د هیواد ، سیمی او نړی د حالاتو څخه د ارزونو دمعلومات له مخی : لکه هر ذیروح چه د مرګ څکونکی دی بلکه ټول مادیات له منځه تلونکی او حتی د غه د ژوندو ستوری او مجموعی ژوند اخری ځنکدن او مرګ لری یواځی څوک چه تل به وی او مرګ نه لری هغه د ددی ټولو شیانو خالق لایزال ذات دی ، نو زمونږ او ستاسی د دغه مجموعی ژوند او د ژوندو ستوری ( زمکی ) د بډایی او ځنکدی شیبی دی دجال راوتی او د الله ج… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

کوم اخلاق چې مسلمانان یې لري دا فاسدین یې نلري اونه یې غواړي ، ترمپ يو لوچک انسان دی خو په غرب کې هر څوک چې پيسې لري زور هم لري ! اخلاق کومه مانا نلرې، شرا ئط او قانون کار کوي حتی په نظر کې ده چې ورور له خور سره هم واده کولی شي که یې وغواړي ! د فاسدین په خپله ورکيږي او د حیوانیت حد ته رسیدلي دي !!