نظــر

په کندهار کې د پولیسو د جبر چاړه هډوکي ته رسیږي

شل کاله وړاندې په ۱۹۹۲- ۱۹۹۳ م کلونو کې کندهار دخپل تاریخ ترټولو بدمرغه شیبې تیرولې، په دې ښار دامیرلالي،استاذ عبدالعلیم،منصور او نورو ټوپکمارو غوندې سړيخواره مسلط وو، چې نه یوازې  یي وطن کباړ او خرڅ کړ بلکې دولس په وړاندې یي هم هغه جنایات سرته ورسول چې شاید ددې ښار تاریخ نه وي لیدلي.

دهماغې تورې دورې څخه دوه لسیزې وروسته دغه ښار یوځل بیا دهماغسې وحشیانو په منګولو کې ښکیل دی، چې کړنې ، جرمونه او جنایات یي کټ مټ هغه دي، یوازې یي عاملین بدل دي.

له پرون راهیسې دکندهار دامنیه قومندانۍ مخې ته یو سپین ږیری پلار او یوتنکی ځوان د یوه  غرغره شوي ځوان له جسد سره ولاړ دي او دعدالت چیغې وهي،دکندهار ښار دکارته معلمین اوسیدونکی عبدالغني وایي چې ۲۶ کلن زوی  یي حضرت علي له پولیسو سره تر لفظي شخړې وروسته نیول شوی پولیسو په پوسته کې سخت شکنجه کړی او وروسته یي په غاړه کې پړی وراچولی او تر هغو یي راځوړند کړی چې ساه یي ختلې ده.

د کندهار اوسیدونکي چې د وژنې دې وروستۍ پیښې سخت غوسه کړي دي، وایي چې دا یوازینۍ پیښه نه ده بلکې په کندهار کې په وروستیو څو کلونو کې په مسلسل شکل دا ډول پیښې رامنځته شوي دي، دوی دکندهار پولیس، ملي امنیت او سرحدي عسکر دهیواد په سطحه وحشي ترین وسلوال بولي، چې په منظمه توګه عام خلک د مخالفینو په نامه  نیسي ،شکنجه کوي او وژني.

دکندهار ښاریان وایي چې ددې ښار پولیس ځانګړی ظالمانه قانون لري او هغه داچې د جرم په شک نیول شوی  کس قضایي اورګانو ته نه لیږل کیږي،بلکې دامنیه قومندان جنرال رازق په امر په پټه وژل کیږي، چې تراوسه په داسې ډول سلګونه بې ګناه انسانان وژل شوي چې رسنیو هم پرې خوله پټه ساتلې، دکندهار ښاریان وایي که په کوم کور باندې د پولیسو شک شي چې له  طالبانو سره همکاري لري، پولیس ورځي پرته له تفتیش څخه  دکور سامان ته اور اچوي ،کور په بمونو الوزوي او اوسیدونکي یي زندان ته اچوي.

د کندهار سراېله  پولیس نه یوازې  دخلکو په ژوند او ملکیتونو بریدونه کوي بلکې دخلکو عزت او ناموس هم ترې په امن نه دی، ددې ښار داتمې حوزې قومندان  چې  په جاجو شهرت لري یوه میاشت وړاندې د اپریل میاشتې په اتمه نیټه دشپې په دوولس نیمې بجې  دیوې پښتنې شاعرې مینه انتظار په کور ورواوښت، په داسې حال کې چې په کور کې نارینه نه وو، هڅه یي وکړه چې ددې کور ښځې خپلې پوستې ته بوزي، مګر کله چې دښځو لخوا ورسره مقاومت وشو نو یو طلایي امیل او ۲۲ زره افغانۍ یې غلا کړې او بیرته دپوستې په خوا لاړ.

خالد افغان زوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x