نظــر

د طالبانو او مخالفې ټلوالې د جګړې توپېر

سید شریف

دزیاترو بهرنیو او کورنیو رسنیو له لوري د طالبانو پالیسي غندل کیږي،دهمدې رسنیو له لارې کار پوهان دطالبانو په اړه خورا منفي نظرونه تبادله کوي،دوی وایې طالبان ښوونځي سوځوي، پلونه ویجاړوي، روغتونونه تخریبوي، ډاکټر، انجنیر، معلم او محصل وژني، انتهاپسندي خپروي او….. او دطالبانو مخالفه ټلواله( امریکا+ ناټو+ ګډ حکومت) سوله ساتي، بیارغونکي، بشر دوست، مهذب او له هر کمي او زیاتوب څخه پاک دانسانیت خیر خواهان معرفي کوي.

پر دې واقعیت به اوس بحث نه کوو چې طالبانو دخپلې واکمنۍ په مهال په ډیری ولایتونو کې ویجاړ اوتړل شوي تعلیمي مرکزونه فعال او له سره ورغول. کنډو کپر سړکونه یې ترمیم کړل. هوایې ‌ډګرونه یې فعال کړل. اوس هم دطالبانو ترواک لاندي سیمو کې دبیارغونې چارې روانې دي. په سلګونو لېسې او زرګونو ښوونځي فعال دي،نه یوازي داچې طالبان د مکاتبو خلاف نه دي، بلکې دکانکور په ازمیښتې ازموینو کې یې دهیواد په مختلفو برخو کې تشویقي غونډې، دزده کونکو تر منځ تقریري سیالۍ او بیلابیل پروګرامونه هم ترسره کړي دي.په خواله رسینو کې ددې غونډو او له عصري علومو سره دطالبانو دمیني او دلچسپۍ ګڼ انځورونه او راپورونه شته.

راځئ دطالبانو اومخالفې ټلوالې عمل وګورو، کوم لوری مهذب او کوم جهت وحشت خپروي، لیري نه ځو، له ډیرو خبرو او بېلګو ډډه کوو، یوازي په روانه اونۍ کې دطالبانو او مخالفې ټلوالې دجګړې دوې بېلګې رااخلو،قضاوت یې پر لوستونکو چې کوم جهت ته مهذب او کوم طرفته غیر مهذب وایې، کوم طرف دخلګو دسر اومال ساتنې ته پاملرنه کوي او کوم اړخ دخلګو په ټولنیزو حقونو لوبې کوي.

دیکشبنې په شپه طالبانو کابل کې پر انټر کانټیننټل هوټل برید وکړ، دبرید په مهال هوتل کې د ګڼ شمېر خارجیانو تر څنګ افغانان هم موجود وو. هوټل کې میشتو ډیرو افغانانو له رسنیو سره خبرو کې وویل چې: طالبانو دخارجیانو پوښتنې کولې،بهرنیان یې په نښه کول، خو افغانان یې پرېښودل.چې کوم کس به وویل افغان دی،هغه ته به یې ضرر نه رساوه،دجګړې په اوج کې چې پر طالبانو دهر لوری ډزې شروع وې، چې چا به وویل افغان یم افغان یم طالبانو به دټوپک شپلۍ ترې واړوله او خوشي به یې کړ. پر یادشوي هوټل دطالبانو برید کې دامریکایانو په ګډون ګڼ شمېر بهرني اتباع ووژل شول.

پر کانټیننټل دطالبانو د برید په ورځ رسنیو کندز کې دیرغلګرو او ګډ حکومت په عملیاتو کې دولسي وکړو دپراخې مرګ ژوبلې او لویې ویجاړۍ رپوټونو خپاره کړل. ۶ ورځې وړاندي ګډو ځواکونو دچهاردرې ولسوالۍ کې دطالبانو پر ضد عملیات پیل کړي وو،دوی دطالبانو له کلک مقاومت سره مخامخ شول، ۶ تنه امریکایي او په لسګونو افغان عسکر دطالبانو په متقابلو ډزوکې ووژل شول. دعیني شاهدانو له قوله چې یرغلګرو به دهستوګني پر سیموهوایې بریدونه کول او داخلي عسکرو به د لویو وسلو پیرونه پرې کول.

په ترسره شوو علمیاتو کې دچهار درې ولسوالۍد خرکارو، میاګانو، سجاني، زاخیلو او د قریه یتیم د کچه کړۍ کلي په شمول ۴۶ کليو باندي بمبار او توپچي ډزي شوي چې له امله یې لسګونه هیوادوال شهیدان شوي، په سلګونو کورونه ویجاړ شوي،دخلګو شتمنۍ دعسکرو له لوري چور شوي، مسجدونه زیانمن شوي او خلګو ته ډیر زیات مالي زیان اوښتی دی.

زموږ موخه دطالبانو پر منفي کړنو سترګې پټول نه دي، طالبان هم پرشتې نه دي، خطاوې یې کړې،خو زیاتره رسنۍ چې دطالبانو کوم انځور وړاندي کوي، طالبان دهغه برعکس دي. طالبان تر خپلو مخالفینو په مراتبو ډیر هیوادپال او ولس پال دي،دخلګو حقونو ته ژمن دي، ملي منافعو ته وفادار دي او په اسلام پالنه کې خو یې دښمن هم شک نه کوي.

دطالبانو او مخالفینو دکړنو ترمنځ توپېر په پورته ذکر شوو دوو بېلګو کې دموشت نمونه ای خروار په توګه ښه معلومیږي. طالبان روانه جګړه دالله تعالی په لار کې جهاد ګڼې، جهاد په اسلامي نصوصو کې خپل تعریف او مشخصات لري،دجنګیالیو خواهیشاتو ته پکې ځای نشته. بله داچې طالبان دخپلو نظامي او ملکي چارو دانسجام لپاره لایحې لري، په ځانګړې توګه د پوځي چارو لایحه یې ډیره مشهوره او په نیټه کې هم لاس رسی ورته شته.

همدې مشخصاتو دطالبانو جګړه له انار شۍ ژغورلې او تر ډیره یې طالب جنګیالي له هغو ناروا کړنو راګرځولي چې دښمن یې تکراروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

سید شریف صاحب الله ج دی اجرونه درکړی ښکلی او په حقایقو متکی لیکنه دی کړی ، هو بلکل همداسی ده ، لکه چه ویل کیږی د وسلو ، دلرو او وسیلو له مخی طالبان د کابل د وحشی غلامانو او بادارانو سره د مقایسی وړ نه دی په همدی ډول د طالبانو سپیڅلتیا او د طالبانو که د کابل د غلامانو او بادارانو له خاطره ورته جهادی کړنو په ځای جنګی کړنی ووایو د طالبانو جنګی کړنی هم د انسانیت ته په درنشت د کابل د وحشی غلامانو او بادارانو سره هم د مقایسی وړ نه دی ، طالبانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x