fbpx

د نفاق یوه نښه خیانت

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : په تېرو برخو کې مو د نفاق د تعریف او قسمونو په اړه خبرې وکولې دمنافقینو لپاره څه نښې او علامې دي د تېرې برخې په تعقیب …

د نفاق علامې

د نفاق علامې د منافقینو هغه صفات دي چې په مختلفو ځایونو کې په قرآن کریم کې بیان شوي دي او یا یې رسول الله علیه وسلم څه صفتونه ددې لپاره امت ته ښودلي دي ترڅو په امت کې څوک ورباندې دوکه نشي او هغوی و پېژني نو په لاندې څو کرښو کې د منافقینو لویو نښو او مشهورو صفتونو ته د خپل لوستونکی توجه را جلب کوم و بالله التوفیق و به نستعین .

غدر او خیانت

د منافق یوه لویه نښه داده چې هغه غدر کوي ، خیانت کوي ، نه د هغه په دوستي اعتبار وي ، نه یې په خپلولي او رشته اعتبار وي کله یې چې د خپلو شخصی ګټو وخت شي بیا به خیانت کوي نه د تعهد پابند وي او نه ورته تړون څه قدر لری رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې چې د منافقینو علامې بیانوي دا هم فرمایی چې یوه نښه یې داده چې وَإِذا عاهَدَ غَدَرَ (کله چې له چا سره تعهد وکوي په هغې کې خیانت کوي) .

خیانت کول یوه داسې د بې غیرتي نه ډکه ګناه ده چې په هېڅ دین او هېڅ مذهب کې یې د روا والی شبه نشته او په هر مذهب ، هر قانون کې حرام ګڼل شوی دي د غیرت نه لرې خبره ده حتی چې مخکې له اسلامه کفارو هم یو له بل سره خیانت او غدر نه کولو صرف ددې امله چې دا یو بې غیرته کار دی .

نو په اسلام کې هم د تعهد او تړون د ساتلو امر شوی دی او تر خپل عهد تېرېدل د منافقینو له نښو څخه ګڼل شوی دی (الله تعالی د مونږ ورڅخه وساتي) .

یو وخت چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیک نجاشی (د حبشې بادشاه) ته ورسېدو هغه غوښتل چې معلوم کړي چې دا محمد (صلی الله علیه وسلم) چې د پیغمبري دعوه کړېده دا څنګه کس دی نو یې لټون وکولو چې د مکې څوک پیدا کړي پدې وخت کې ابو سفیان په تجارتی سفر باندې حبشې ته تللی وو او په اسلام هم لا مشرف شوی نه وو دا یې پیدا کړو او له ده نه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه څه پوښتنې وکولې چې یوه پوښتنه یې ورڅخه دا و کوله : فَهَلْ يَغْدِرُ؟ (آیا محمد صلی الله علیه وسلم له چا سره غدر کوي؟) کله چې ابو سفیان ورته وویل : نه نو نجاشي ورته وویل : وَكَذَلِكَ الرُّسُلُ لَا تَغْدِرُ ( او همدارنګه رسولان وي هغوی غدر نه کوي) .

رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله هم کومه ډله مجاهدین چېرته په کوم کار پسې لېږل نو نصیحت به یې ورته کاوه او دا یې هم یو نصیحت وو چې ورته ویل به یې : وَلاَ تَغْدِرُوا (غدر به نه کوئ) .

مسلمانانو امیرانو هر وخت بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبر منلې وه کله هم داسې نه وو شوي چې د مسلمانانو امیر به له چا سره غدر کړی وو ، یا تر خپل تړن تېر شوی وي په سنن ابی داود کې یوه واقعه ده چې یو وخت حضرت معاویة رضی الله عنه غوښتل چې د رومیانو سره جنګ وکوي او خپلې لښکرې یې ور مخې ته کړې لکن پدې وخت کې د حضرت معاویة رضی الله تعالی عنه او د رومیانو په مینځ کې یو تړن شوی وو چې په هغه تړون کې لا تر اوسه یوه میاشت پاتې وه نو حضرت عمرو بن عنبسة رضی الله عنه حضرت معاویة رضی الله تعالی عنه ته وویل : ستا او د رومیانو په مینځ کې تړن دی ترڅو چې ددې تړون وخت پوره شوی نه وي ته باید جنګ ورسره ونه کوې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه آورېدلي دي چې فرمایل یې : د چا چې له کوم قوم سره تړون وي نو ده ته روا نه دي چې له هغوی سره غوټه خلاصه کړي (جنګ ورسره وکوي) ترڅو چې د تړون وخت پوره شوی نه وي او یا دواړو په شریکه هغه تړون سره مات کړی نه وي . حضرت معاویه رضی الله عنه چې جنګ ته مکمله تیاري کړې وه او لښکرې یې ور مخې ته کړې وې بېرته ورڅخه شا ته شو او خپلو لښکرو ته یې د وروسته کېدو امر وکولو .

له حضرت خبیب بن عدی رضی الله عنه سره یوې ډلې کفارو غدر وکولو او ده ته یې وویل مونږ ته ځان حواله کړه ته په امن کې یې ده او ورسره څو کسانو صحابه کرامو ځپل ځانونه دوی ته حواله کړل لکن دوی هغه ونیول او بندیان یې کړل او په حضرت خبیب بن عدي رضی الله عنه باندې یې د اعدام فیصله وکوله او ترڅو یې چې د اعدام وخت کېدو نو په یوه کور کې د بندې په شکل اوسېدو په هغه کې یې د یوې مېرمنې (د حارث د لور) نه تېره چاړه (پاکي) وغوښته ورته ضرورت یې وو دا ښځه خپله کیسه کوي چې زما فکر نه وو زما ماشوم زوی ورغلی وو ما چې ورته وکتل هغه چاړه د خبیب بن عدي په لاس کې وه او زما ماشوم زوی یې په زنګون کېنولی وو زه سمه وډاره شوم چې دا کس خو هسې هم مرګ ته انتظار کوي ، دی ښه په یقین سره خبر دی چې ژوندی نه پاتې کیږي ، او اوس د خپل دښمن په کور کې دی او د دښمن ماشوم په لاس ورغلی دی او چاړه یې هم په لاس کې ده هسې نه چې دا ماشوم راته…

حضرت خبیب بن عدی رضی الله چې ماته وکتل زما په مخ کې یې وېره ولېده راته یې وویل : ته پدې ډاریږي چې زه به دا قتل کړم؟ نه .. نه زه کله هم دا کار نه کوم .

یعنی سره ددې چې کفارو لما سره خیانت وکولو او زه یې د خیانت په نتیجه کې نیولی یم او ما اعدام کوي ددې سره سره خیانت د مؤمن د شان سره نه ښايي نو زه ورسره دا خیانت نه کوم چې ماشوم زوی ته یې ضرر ورسوم.

د یو کس غیرت مې ډېر خوښ دی

کله چې الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر کړو چې د مکې کفار دده په مقابل کې را ټول شوي دي او پرېکړه یې کړې ده چې دی قتل کړي او مدینې منورې ته یې د هجرت امر ورته وکولو رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه پدې خبره خبر کړو او دواړو د لارې د یوه ماهر کس عبد الله بن أريقط سره خبره وکوله چې د مدینې منورې په لور به د دوی پداسې لاره راه بلدي وکوي چې د مکې د کفارو له فکر څخه لرې وي او دوی ګیر نشي .

ابو بکر صدیق رضی الله عنه دوه سپرلۍ تیارې کړې او هغه یې عبد الله بن أريقط ته وسپارلې او ورته یې وویل : ته به په مونږ پسې دری ورځې وروسته راشي له غار حراء نه به مونږ درسره ملګري شو بیا به سفر شروع کړو ، پدې وخت کې د مکې مشرکانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د حضرت ابی بکر صدیق رضی الله عنه لټون شروع کړو لکن ونه توانېدل چې دوی دواړه پیدا کړي او الله تعالی د دوی له مکر څخه وساتل نو یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سر قیمت سل اوښان اعلان کړل او ویې ویل که چا مونږ ته هغه ژوندی را وښود یا یې راته قتل کړو نو دا سل اوښان به مونږ هغه ته ورکوو .

ډېرو ځوانانو کوښښ وکولو چې دا لوی انعام ترلاسه کړي ځکه له یوې خوا ډېر لوی انعام وو ، ډېر لوی مال وو او له بلې خوا خو عرب هسې هم د اوښانو ډېر شوقیان وو نو که چېرته عبد الله بن أريقط غوښتی وای دا انعام یې ډېر په اسانه سره لاس ته راوړلی شوی او عبد الله بن أريقط کافر هم وو په ایمان هم مشرف شوی نه وو چې له ا یمان نه مجبور وای او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ساتنې فکر یې کړی وای بلکه صرف د خپل غیرت نه مجبور شو او د قریشو لدې لوی انعام نه تېر شو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه یې هېچا ته څه ونه ویل تردې چې هغه معلوم وخت پوره شو دواړه سپرلۍ یې له ځان سره واخیستلې او په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې ورغلو هغوی یې له ځان سره ملګري کړل او د خپلې کمې مزدورې په بدل کې چې له ده سره یې خبره شوې وه دوی په محفوظه او مامونه لاره مدینې منورې ته ورسول او د قریشو د لوی انعام په بدل کې یې له دوی سره غدر او خیانت ونه کولو . ….نور بیا ان شاء الله

زما د بحث مراجع:

قرآن کریم

صحاح الستة

مسند الامام احمد بن حنبل رحمه الله

کابلی تفسیر (د آیتونو ټولې ترجمې له همدې څخه دي) .

فتح الباري

طریق الهجرتین

مدارج السالکین

الوابل الطیب

جامع العلوم و الحکم

احیاء علوم الدین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د