دکتور احمد موفق زیدان، لیکوال او د الجزیرې خبریال، چې درې لسیزې يې د افغانستان وضعیت له نږدې څارلی

په افغانستان او شام کې د امپراتوریو د ماتې کیسه

لیکوال: دکتور احمد موفق زیدان
ژباړه: نن ټکی اسیا

نه پوهیږم چې ماسکو، قرداحې [د بشار الاسد پلرني کلي] او تهران به په افغانستان کې د امریکايي قومندان (جان نیکلسن) هغه وروستي اظهارات څرنګه ارزولي وي چې وايي، په افغانستان کې يې ځواکونه محاصره دي او د طالبانو د بریدونو له امله په سړکونو نه شي ګرځیدی او د هوا له لارې په چورلکو کې تګ راتګ کوي. د نیکلسن څرګندونې، د ویتنام په جګړه کې د امریکايي ځواکونو تحرکات رایادوي، چې هلته هم امریکايي ځواکونه بالآخره د چورلکو په مټ د خپلو میشت ځایونو له بامونو څخه د هوا له لارې ووتل.

د امریکايي تلویزون په همدغه پروګرام کې د افغان ولسمشر اشرف غني مرکه هم خپره شوه او د روان وضعیت تیارې څنډې یې نورې هم روښانه کړې. نوموړي د اظهاراتو دومره قوي چاودنه وکړه، چې نه یوازې د امریکايي پرېکړو پلازمینې ته یې چرې ورسېدې، بلکې ماسکو، تهران او قرداحه هم ترې بچ نه دي پاتې، هغه وویل چې که له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه ووځي، د ده ځواکونه شپږ میاشتې هم مقاومت نه شي کولی.

زه په باور سره ویلی شم چې ماسکو، تهران او قرداحې به په دغو څرګندونو ښه ډیر سوچ کړی وي، او د افغانستان او سوریې د وضعیتونو په مقایسې به یې لاس پورې کړی وي. که په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ۱۷ کلن اشغال وروسته، چې ۳۸ هیوادونو یې ملتیا کوله او د نړیوالې اجازې او اخلاقي مبرراتو سره سره، چې ځیني خلک فکر کوي چې طالبان د القاعده مشر او د نیویارک او واشنګټن د بریدونو مسئول اسامه بن لادن ته د پنا له وجې له واکه ګوښه شول، وضعیت دغه ډول وي، نو که په سوریه کې د ایران او روسيې اشغال پای ومومي او یا راکم شي، هلته به لا څه ډول وضعیت رامینځته شي؟!

همدا اوس مونږ وینو چې په ایران کې د سوریې د اشغال په خلاف مظاهرې روانې دي ځکه چې دغه جګړې د ایران اقتصاد ته دروند زیان اړولی. د ورته مظاهرو اټکل په ماسکو کې هم شونی دی، ښايي لامل یې په روسيې باندې د امریکا اقتصادي بندویزونه وي چې د روسيې د اقتصادي نخبه ګانو د راپارېدو لامل ګرځیدلی، او یا ممکن بل څه یې سبب وګرځي.

د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا څرګندونې په ښکاره د دې غمازي کوي چې واشنګټن په افغانستان کې له سخت مشکل سره لاس او ګریوان دی او له یو حقیقي ناورین څخه کړیږي. له همدې کبله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف له موقع څخه په استفادې له واشنګټن څخه غواړي چې باید په افغانستان کې په خپلې ناکامۍ اعتراف وکړي. په عین حال کې خپله هغه پخوانۍ تېروتنه هم جبیره کوي چې د پاکستانیانو په باور، دوی په افغانستان کې تنها په پوځي برخه کې شریکان پاتې شوي، او له سیاسي برخې لرې پاتې شوي. کله چې واشنګټن د دغې تشې د ډکولو لپاره نوي ډهلي ته مراجعه وکړه هیڅ په لاس ورنغلل، ځکه چې په طالباني فشار سربېره، پاکستان نور ګڼ فشارونه په لاس کې لري، کوم چې واشنګټن مجبوروي چې له ناچارې ورځې ورسره تعامل وکړي.

د لویدیځوالو معلومات ښيي چې واشنګټن د افغانستان په جګړه کې، چې اوس یې اولسم کال روان دی، له ۲۰۰۱ څخه تر اوسه پورې ۲۴۰۰ عسکر او ضابطان تلفات ورکړي، او دا د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده. هغه درانه مالي لګښتونه خو یوې خوا ته پریږده چې له ۲۰۰۲ کال څخه تر اوسه یې یو تریلیون ډالر مصرف کړي. له دې جملې څخه ۱۲۱ ملیار ډالر په رغنیزو چارو او ۶۰٪ د هغو افغان ځواکونو په روزلو مصرف شوي، چې د اشرف غني په وینا، که بهرني ځواکونه ووځي، شپږ میاشتې هم مقاومت نه شي کولی.

د شوروي اشغال پر مهال د (۱۹۷۹- ۱۹۸۹) کلونو ترمینځ په افغانستان کې جګړه وه او د امریکايي اشغال پر مهال له ۲۰۰۱ څخه تر اوسه پورې جګړه روانه ده. زه په باور سره ویلی شم چې په دې خاوره کې جګړه، پرته له دې چې د امپراتوریو هډوکي پاتې شي، بله هیڅ نتیجه نه لري. د افغانستان خاوره د مغولو، انګریزانو او اوس د امریکایانو له وخته په شجاعت، میړانه او سختو جګړو شهرت لري. خو دلته هیڅ وروستي یرغلګر له پخواني څخه عبرت نه دی اخیستی.

سوریایان هم د فارسي یرغل پخوانۍ تجربه لري، د کلیو او کورونو په سوځیدو یې په صبر [چې لیکوال یې جنرال صبر بولي] سره مقاومت وکړ او په خپلې خاورې ټینګ ولاړ ولس دی. دغه راز سوریایان د مغولو، صلیبیانو او فرانسوي اشغال د بریدونو تجربه هم لري، شام او غوطه یې په اور کې لولپه شول، خو د سوریې خلکو له هماغه وخته تر اوسه پورې صبر له لاسه نه دی ورکړی. اشغالګرو د شام د انقلاب پر ضد هر ډول نړیوالې تحریم شوې وسلې وازمویلې، خو هیڅ ګټه یې ونه کړه. ښايي مورخین په لومړي ځل په تاریخ کې ولیکي چې د بالستیکي توغندیو، کیمیاوي او زهرجنو ټولوژونکي اسلحو په استعمال، او د روسي، ایراني، امریکايي، برتانوي او ګڼو اشغالګرو باوجود د شام ولس د اشغال او ظلم جغ ته سر ټیټ نه کړ، حال دا چې په تاریخي لحاظ مونږ لیدلي چې دښمن هغه مهال د تسلیمۍ سر ټیټوي چې کله یې په مقابل کې ټولوژونکې وسلې استعمال شي.

څه موده مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي و چې که د دوی ځواکونه له سوریې څخه ووځي د دې هیواد واکمن نظام به په دوه اونیو کې رانسکور شي. د سوریې د انقلابي ګارډ قومندان حسین همداني، چې څو کاله مخکې د انقلابیانو په لاس ووژل شو، هم په خپلو یادښتونو کې همدا خبره لیکلي، چې که ایران مداخله نه وای کړی د سوریې نظام په ۲۰۱۳ کال کې د رانسکورېدو په ګړنګ ولاړ و. هغه وخت ما الجزیرې تلویزون ته له دمشق څخه د شام د انقلاب په اړه راپور ورکاوه او د انقلابیانو ستر پرمختګونه او د قومي ملیشو عقب نشیني مې په خپلو سترګو لیده.

نن وي که سبا وي، ماسکو او تهران به دا حقیقت درک کوي چې په سوریه کې یو خطرناک ډنډ ته لویدلي دي، داسې ډنډ چې ځاني او مالي قوتونه یې دواړه زبیښي. که په ظاهري او پوځي لحاظ بریالي هم شي خو ترڅنګ یې د سوریايي ولس تاریخي دښمني هم ګټي، هغه ولس چې د ظلم او د ظلم ساتونکو او پالونکو اشغالګرو د بیخکنۍ هوډ یې کړی او له دې عزم څخه نه په شا کیږي.

شاید ۱۲ میلیونه سوریايي ولس د همدغه ظالم واکمن او د هغه د پالونکو پر ضد رایه ورکړي وي، په سوریه کې د روسانو د پوځي اډې ویب پاڼې له خپلو لوستونکو څخه یوه لوده ټولپوښتنه مطرح کړه، چې سوريايي ولس په خپل هیواد کې روسي اشغال ته په کومه سترګه ګوري. د ټولپوښتنې نتیجه هیښوونکې وه، تر ۷۰٪ زیاتو ګډونوالو روسان دښمنان بللي وو. دې نتیجې ویب پاڼه اړ کړه چې ولیکي، له دې ټولپوښتنې څخه جوتیږي چې باید روسان په سوریه کې د ترهګرۍ، توندلارۍ او تکفیریت پر ضد د مبارزې لپاره پاتې شي.

د سوریې توکمپاله مجرم نظام لا پخوا راپرځیدلی دی، تر ټولو د شرم خبره دا ده چې مونږ له اشغالګرو څخه اورو چې خپلو ګوډاګیانو او مزدورانو ته په اصلي نظر ګوري. روسي اشغالګرو د سوریې واکمن نظام او ولسمشر د «سپي لکۍ» وبلله، بیا امریکايي ولسمشر ورته د «حیوان» خطاب وکړ، او څو ورځې مخکې ایراني اشغالګرو د دمشق همدغه ظالم واکمن د «نرښځی» په نامه یاد کړ. زه نه پوهیږم، هغه څوک چې دغه صفات لري، د هغه همکار، مرستندوی او ساتونکی باید په کوم نوم یاد شي؟!

خندوونکې خبرې دي، نو بیا ولې رای ګیري کوئ؟ ایا هغه څوک چې تاسو ته د دښمنانو او اشغالګرو په سترګه ګوري تکفیري او ترهګر دی؟ او څوک چې برعکس خبره کوي، نه دی؟ دا که لا څوک ستاسو په خلاف وسلې ته لاس کړي هغوی ته به څه وایاست؟.. دا شیان په پیسو نه اخیستل کیږي، د اشغال شړل او د ازادۍ تلوسه د شامي ولس په خټه کې اغږل شوي ارزښتونه دي چې په وینو او سرښندنو یې ساتلي دي.. خو تاسو داسې قام یاست چې عقل مو پرې نه رسیږي. ممکن تاسو یوه، دوه یا درې جنګونه وګټئ، خو ترڅو چې د شامي ولس په رګو کې د غاصبو اشغالګرو پر خلاف د مقاومت جذبه څپڅپانده وي، هیڅکله به په دې جګړه کې بریالي نه شئ.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

الجزیره او قطر خپله د یهودو په پنجو کی راګیر یوه مجموعه ده.