افغانستان

بلخ: لا هم د ګوښه شوي والي لاسليک د اعتبار وړ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بلخ سيمه ييز خبريالان وايي، چې لا هم په دغه ولايت کې د ګوښه شوي والي عطامحمد نور لاسليک د اعتبار وړ دی او هره ورځ په لسګونو عريضې لاسليکوي.

د بلخ د والي مرستيال ظاهر وحدت د طلوع نيوز خبريال ته ويلي، هره ورځ په بېلابېلو برخو کې د خلکو د ستونزو نږدې سل دولتي عريضې- سندونه راځي او دی يې د (ګوښه شوي والي عطامحمدنور) له لوري احکام اخلي “لاسليکوي” او خلکو ته يې سپاري.

ظاهر وحدت وايي، د بلخ ټول دولتي اداري کارونه د عطامحمد نور پر لاسليکولو پر مخ ځي او دولتي ارګانونه اړ دي چې د هغه امرونه عملي کړي.

په عين حال کې د دغې ولايت د پوهنې رياست سرپرست محمد همايون نبي زاده هم مني، چې د ټولو دولتي ادارو عريضې او سندونه د عطامحمدنور په لاسليک چلېږي، زياتوي چې د ارګ او نور تر منځ ستونزې په خپل ځای خو “موږ د بلخ ولايت مقام تر واک لاندې يو او خپل ټول اجرات د بلخ د والي ښاغلي نور د لارښوونې سره سم ترسره کوو”.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ويلي و، چې له دې وروسته په دولتي بنسټونو کې د عطامحمد نور لاسليک د اعتبار وړ نه دی، خو د يادې ادارې په غبرګون کې نوموړي ګواښ وکړ چې د ولايت ټولو دولتي مامورينو ته به د حيرتان بندر له عوايدو معاشونه ورکړي.

نږدې دوه مياشتې وړاندې ارګ د عطامحمد نور له ګوښه کولو وروسته انجينير داود د بلخ والي وټاکه، خو نوموړی تر دې دمه نه دی توانېدلی چې په رسمي ډول د والي په توګه بلخ ته سفر وکړي او خپله دنده پيل کړي.

عطانور د ولسمشر پريکړه نه مني او وايي، چې هغه مهال به خپله دنده پريږدي چې د جمعيت ګوند غوښتنې ومنل شي.

يوه اوونۍ مخکې د جمعيت ګوند مشرتابه او د ولسي جرګې لسګونه غړي د عطامحمد نور او ارګ تر منځ د مذاکراتو تر منځ ناسته وکړه، چې ويل کېږي د دغې ګوند له دولسو غوښتنو يې اته منل شوي خو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم سره د هېواد د وروستيو مسايلو په اړه خبرې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x