fbpx

سعودي حکومت لسګونه شهزادګان د مالي جريمې په بدل کې خوشې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): رویټرز خبري اژانس د سعوي د يوه لوړپوړي چارواکي له خولې د نوم نه څرګندولو په شرط ليکلي، د فساد په تور نيول شوي سوداګر او د شاهي کورنۍ ګڼ شمېر غړي له سعودي چارواکو سره د روغې جوړې له مخې د مالي جريمې په بدل کې خوشې شوي دي.

سرچينې ويلي، چې په دغو کسانو کې د ايم بي سي ټلويزون څښتن وليد الابراهيم، د سعودي وتلی سوداګر فواز الحَکیر، د شاهي ديوان پخوانی مشر خالد التويجري، د چاپېریال ساتنې پخوانی مشر ترکي بن ناصر او يو شمېر شهزادګان له حکومت سره د مالي جوړجاړي له لارې له بنده خوشې شوي دي.

اې ايف پي خبري اژانس هم ليکلي، چې د تېر کال نومبر کې د مالي فساد په تور نيول شوو کسانو څخه يې ګڼ شمېر خوشې شوي دي.

غربي مطبوعات وايي، چې سعودي حکومت ټولو بنديانو ته شرط لګولی، چې بايد سل ميليارده ډالر حکومت ته وسپاري.

د ايم بي سي ټلويزيون چارواکو ويلي، د دغه ټلويزويون مشر وليد ابراهيم، چې د پخواني پاچا فهد بن عبدالعزيز اوښی هم دی، د رياض له ریټز کارلټن هوټل څخه خوشې شوی او له خپلې کورنۍ سره يو ځای شوی دی.

د ايم بي سي ټلويزيون مسؤولينو اې ايف پي خبري اژانس ته ويلي، چې دوی وليد ابراهيم ته له زندانه د خلاصېدو مبارکي ورکړې او د خپلې کورنۍ له غړو سره يې ګډ انځور هم اخيستی دی.

خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې وليد ابراهيم هم د نورو بنديانو په څېر د پيسو په مقابل کې خوشې شوی او که د بلې سياسي هوکړې له مخې.

فاينانشل ټايمز امریکايي ورځپاڼې ليکلي، چې سعودي چارواکو له وليد ابراهيم غوښتي، چې يوازې په دې شرط له زندانه خلاصېدای شي، چې د ايم بي سي ټلويزيون له ملکيته لاس واخلي.

د يادونې وړ ده، چې د تېر ۲۰۱۷ کال د نومبر مياشتې په څلورمه نېټه لسګونو شهزادګان او لوړپوړي چارواکي د مالي فساد په تور نيول شوي وو او د رياض په ريټز کارلټن هوټل کې وو.

سعودي سرچينې وايي، چې دغه کسان د ولي عهد محمد بن سلمان په امر نيول شوي وو او د هغه په فعاليتونو د مالي جوړجاړي په بدل کې يې بېرته د خوشې کېدو امر شوی دی.

تر دې وړاندې د پخواني پاچا عبدالله زوی او د ملي ځواکونو پخوانی مشر متعب عبدالله هم د يو ميليارد ډالرو په مقابل کې خوشې شوی دی، خو د جهاني پيژندل شوي ميلياردر او سوداګر وليد بن طلال په ګډون د يو شمېر سوداګرو او شهزادګانو مسير لا هم نه دی معلوم.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د