دیني، سیرت او تاریخ

فکری جګړه/ څلورمه برخه

مخکې یادونه وشوه چې روان جنګ چې فکري جنګ دی  د نړیوال صهونیزم او د اسلام تر منځ جګړه ده، دا نه د نړیوال امنیت د تامین لپاره ، نه د نړۍ د ښیرازولو لپاره او نه هم د بشري حقوقو دفاع لپاره ده بلکي په حقیقت کي فکري جګړه ده چې د اسلام او د کفر په منځ کي ده .

مخکې تیر شوي آیتونه د قرآن عظیم الشان دري خبري واضحه کوي اول داچې دا جنګ کله کیږي دویمه دا چې څه وخت دریږي دریمه دا چې د دغي فکري جګړو وروسته د مسلمانانو او د اسلامي ټولنو و ضعیت څرنګه وي دغه دري خبري مونږ ته تیرشوو آیتونو واضح کړي.

اول الله ﷻ  فرمايي: ” ولا يزالون يقاتلونكم  الآيه”

 ترجمه: اوهمیشه به وي کفار چې ستاسومسلمانانو سره جګړه کوي او تاسو به وژني.

د بلاغت د لحاظ د دي آیة کریم دا معلومیږي چې علی الدوام اوعلی الاستمرار به ستاسو سره جګړه کوي او وژني به مو او انقطاع به پکې نه راخي، لکن د جنګ شکلونه به نوي وي،عنوان به یي بل وي ،وسایل به نوي وي ،قیادتونه به يي نوي وي مګر هدف يي یو وي مخکې وینا د ولایزالون د جملي څخه معلومیږي ځکه د بلاغت د لحاظه دغه جمله «ولایزالون» د تجدد استمراري لپاره دی،کله به جګړه د ګمراه عقائدو فرقو  تر منځ روانه  وي،کله به دا د سیاسی قدرت د لاسته راوړلو په بهانه چې د مختلفو سیاسی خوزښتونو دنظریو لکه کمونیزم،لبرالیزم او ډیموکراسۍ  په شکل کې روانه وي  او کله به د یو بل فکر په شکل کې روانه وي او کله به د دي قیادتونه د یو بل زبرځواک حکومت په لاس کې وي چې د بیلا بیلو شکلونوپه لرولوسره یعني د فرهنګي تبادلي،د اقتصادي همکاريو او د تعلیم د پیاوړتیا په نومونو مسلسله  به روانه وي.او یو بل آیة د قرآنکریم کې الله ﷻ فر مايي :

” ولن ترضى عنك اليهود ولا النصارى حتى تتبع ملتهم الآيه”

ترجمه:هیڅ کله به راضي نشي له تا نه اي پیغمبر صلی الله علیه وسلم  او د ستا امت نه یهود او نصارا.

د یهودو په باره کې باید مونږ دا نظریه و نلرو چې دا یو څو کوره وه او په مدینه منوره چې بنونضیر او بنوقریظه وه اوسیدل او بیا مسلمانانو او صحابوؤ د هغوي خیانتونو په نتیجه کي چې هغوي د مسلمانانو او پیغمبرصلی الله علیه وسلم  سره وکړه وشړل او ختم شول ځکه نن په ټوله نړۍ کې یوه قوي او ځواکمنه ډله ده چي د نړیوال صهیونیزم په نوم یادیږي چې د امریکا غوندي حکومتونه دهغوي لاس لاندي دي او د دنیا لوی لوی حکومتونه  د دوي د لاس آلې دي  او د دوي د فشار وسائل دي.

هر چا سره چې وغواړي جګړه وکړي نو هم دوي پري ورخوشی کوي او د دنیا ټول اقتصادي چاري د همدوي په لاس کې دي ، د نړۍ اکثره لویي مشهوري رسنۍ د دوي په کنټرول کې دي ،دنیاوالو ته د فکر معرفي کولو او یا د فکر د منځه وړلو وسائل د دوي سره دي او هم دوي دي چې د چا په خلاف راي عامه تشکیلوي او یا يي د چا په تعریف او تمجید او یا يي د چا په خلاف.

دا خبره د دینه ډیره واضحه کیږي که متوجه شو ديته چې که دنیا کې یوه ډیره کوچنۍ خبره وي اصلاً د توجه وړ نوي هغه دوي دومره لویه کړي  چې یو اوونۍ یا دوه اوونۍ به راډیوګانې ،تلویزونونه ،ورځپاڼۍ او نور مطبوعاتي وسائل دا ټول ورباندي خبري کوي اوغږیږي به ورباندي او دوي دومره ورپسي شي چې د هغي نه نړیواله مسئله جوړه کړي او دا څوک کولي شي ؟

مونږ که یو دوکان خلاص کړو نو د خپل کلي خلک نشو خبرولي دا لا څه کوي چې په کم وخت کې د کوڅي خلک هم نشوخبرولي او شته څیز نه به په دوکان کې څوک خبر نه وي دا ولي ځکه چې چا ورته ویلې نه دي چې دلته شته  او دوي د خپل هدف قضایاؤ باندي نړۍ په یو آن خبره کړي او د خپل ځان په فايده د نړۍ د خلکو نظریات تبدیل کړي او یا د خپل د دښمن په خلاف باندي د خلکو نظریات او فکر بدل کړي نو یهود نن یو لوی قوت دی په دنیا کې.

بیرته د آیة شریف شرحې او تفسیر ته راګرځو چې” ولن ترضى عنك اليهود ولا النصارى حتى تتبع ملتهم”

د “لن” کلمي په باره کي علماء فرمائي چې د دری معانیو افاده کوي  اول نفي دویم تأکید دریم تابید ، د نفي معنی دا ده چې”نه” یعنی نه به راضی کیږي ستانه یهود او نصارا او د تأکید معنی دا ده چې کله به هم راضی نشي یعنی هرګز به راضی نشي له تانه یهود او نصارا ای پیغمبره (صلی الله علیه و سلام) او تابید معنی دا ده چې په ابدي شکل یعني تر ابده به راضی نشي له تا نه ای پیغمبره (صلی الله علیه و سلام) یهود او نصارا.

مخکې آیة الله  ﷻ  فرمائي چې دوي به ستاسو په خلاف جنګیږي او پدي آیة کې الله  ﷻ  فرمائي چې دوي به کله هم ستاسونه راضی نشي  نو چې نه راضی کیږي نو دوي به له تاسو سره  جنګیږي دلته الله  ﷻ  د دوی هدف په صریح ډول واضح کړي داټولي جګړي د مسلمانانو او نړیوال صهیونیزم ترمنځ فکري جګړه ده خو جګړه به ګرچه عسکري وي لکن هدف به یي فکري جګړه وي او کلمي د (حتی) نه روسته هدف راځي یعنی هغه (حتی) چې په مخکې آیة کې تیرشو د هغي روسته هدف دا دی چې هرګز به راضي نشي له تا نه ای پیغمبره (صلی الله علیه و سلام) یهود او نصارا حتی تتبع ملتهم ترڅو چې د دوي د دین پیروی ونکړي ترهغي پوري به جګړه دوام لري ترڅو چې يي د خپل دین او عقاید نه وي تحمیل کړي او همدارنګه الله ﷻ  فرمايي:

 ” ولا يزالون يقاتلونكم حتى يردوكم عن دينكم إن استطاعوا “

ترهغي به په مسلسل ډول په جګړه له تاسو سره اخته وي دوي ترڅو چې تاسو له خپله دينه واړوي او ترڅو چې تاسو يي له دینه مرتد کړي نه وي که چیرته دا کار دوي وکولي شي.

دوه خبري د دي نه معلومي شوي:

۱- دوي به همیشه په مسلسل ډول زمونږسره جنګ کي اخته وي

۲- دا چې دغه جګړه به نه دریږي نو دا به هغه وخت وي چې العیاذ باالله چې مونږ مرتد کړي او له دین نه مو واړوي او خداي مکړه که مو  د دوي ومنله بیا مونږد دوي دوستان یو بیا مونږسره جنګ نکوي.

دلته قرآنکریم مونږ ته یو زرکاڼی راښي هغه دا چې هر هغه ټولنه ،تنظیم،شخصیت ،معیار، فکراو نظریه چي یهود او نور يي چې د خپل کنټرول لاندي ساحه کي اجازه ورکوي هغه تري نه راضي وي که راضي ترينه نه وي بیا دغه ټولني چې د اسلام په نامه لګیا دي او کار ورسره کوي په رضاکارانه ډول نه په زور دومره زور لري چې راډیوګانې ،تلویزونونه او اخبارونه دوی تمویلوي نه پوهیږم چې سره د دي چي زور نه لري او خالي لاس دي بیا يي هم په خپل زور مساجد،مدارس،مکاتب اشغال کړي دي د دي  نه دا جوته کیږي چې زور وسره نشته نو دوي ته ولي یهود او صهیونیزم د کار او فعالیت اجازه ورکوي او هغه څوک چې د دوي نظري په خلاف وي هغوي باندي بیا انفرادي او اجتماعي فعالیتونو بندیزونه لګوي راز ټول په کلمه د حتی کې دی چې هرڅوک چې د حتی نه مخکې دي هغوي سره به جګړه  یهود او نصارا په مسلسل او دوامدار ډول روانه او جاري وي او د هغوي په هرقسم فعالیتونو به بندیږ لګوي او هر هغه څوک چې د حتی کلمي وروسته وي د هغوي نه به یهود راضي وي او د اسلامي فکر نه به يي خالي کړي وي او د خپل فکر به يي ورباندي تحمیل کړي وي او یا به يي د دوي د فکر مطابقو فعالیتونو ته اجازه ورکړي وي.

دا بیله مسئله ده چې بعضي اشخاص او ټولني چې په حقیقت کي  د فکري جګړي ښکارشوي او ظاهراً د ټولنیز حیثت د تامین او اعادي لپاره د دي په خاطر چې خلکو او ملت کې حیثت د لاسه ورنه کړي د یهودو خلاف کوي داسي نه چې هغوي په رښتني ډول د هغوي  خلاف وي بلکي د شخصی منافعو او د دنیاوي ګټو لپاره،او دا د قرآن عظیم الشان فیصله ده چې د یهودو او نصاراؤ دوستۍ او همکارۍ هغه څوک کوي چې د هغوي نه دوي راضي وي یا داچي یهود او نصارا هغه وخت د مسلمان نه راضي کیږي چي خداي مکړه مسلمان مرتد کړي او د اسلام نه يي واړوي نو د یهودو اودنړیوال صهیونیزم جګړه به هغلته او هغه وخت د مسلمانانو سره بندیږي چې مسلمانان د دین نه مرتد کړي او چاسره چې دوي جنګ بند کړي نو په حقیقت کې هغوي د دوي فکر منلي دی ځکه د الله  ﷻ  په کلام  کې شک نشته ” ومن أصدق من الله قيلا “

 ترجمه: د الله نه هیڅوک په وینا کې رښتیني نشته.

نور بیا….

د اسلامی نظام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورشاه نورانی

مونږ ستاسو کتابونه لوستلي دي،ستاسو مونږو غواړو چي په اینداکي داسی کتابونه ولیکئ،او ټولنه ته وړاندی کړي ترڅو ستاسو علمی وړتیا تر نور ورسیږئ،زه بیا غواړم چي ستاسو کتابونه نور مطالعه کړم.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x