fbpx

د بریالیتوب لپاره څومره وخت لرو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ژوند لنډ دی، له دې کلیشه ای جملې څخه کرکه لرم، چې ځینې خلک یې کله وخت وایي، ګمان کووم، چې پرون ورځ مې ډېره ژر تېره شوه او هېڅ کار مې پکې ترسره نه کړ، ښایي سبا ورځ مې همداسې ژر تېره شي، ورځې د سترګو په رپ سره تېرېږي.

ځینې خلک داسې ګمان کوي، چې د کال وروستۍ درې میاشتې یې ډېرې ژر تېرېږي، په دې تمه کېني، چې هرڅه به سبا پیل کړي او همداسې کال پرې تېر شي.

سبا، سبا، سبا … له دې سباوو څخه پناه غواړم، چې هیڅکله نه راځي، خو د دې ژوند څو لسیزې تېرې شوې، نو ما ولې له ځان څخه دا پوښتنه ونه کړه، چې دا سبا به څه وخت را رسېږي؟ سره له دې چې پوهېږم، کوم کار ترسره کړم، ولې یې نه ترسره کووم؟ ډېره عجیبه نه ده؟ له ما څخه پوښتنه کوي: څه دې کړي دي، چې بریا ته رسېدلی یې؟ کله چې د خپلې بریا لارې چارې ور په ګوته کووم، نو هغه کارونه نه ترسره کوي، نه پوهېږم، چې په دې وضعیت کې وخاندم او که وژاړم؟

له ځانه وپوښته، زه چې پوهېږم د دې کار ترسره کول زما له پاره ښه دي، نو ولې یې نه ترسره کووم؟ ښایي ښکلی ذهن به دې خپل راز درته ووایي.

لټي څه ته وایي؟ ولې لټوب کوو؟

لټي د هغه کار نه ترسره کولو ته وایي، چې پوهېږو ترسره کول یې زموږ په ګټه دي.

خبره په دې ځای کې ده، هر کار چې موږ ترسره کوو یا له یوه کړاوو څخه د تېښتې له پاره دی او یا هم یوه خوند ته د رسېدو له پاره.

سره له دې چې پوهېږې اقدام دې په ګټه دی او نه یې کوې، نو زه یې دا ډول تعبیروم، چې ستا له پاره د کار د ترسره کول زحمت او د اوسني وضعیت بدلون دې، له پایلې سره د مینې  لرلو په پرتله زیات دی.

د انتوني رابینز په خبره انسانان لټان نه دي، هغوی یوازې هغه ډول موخې لري، چې په هغوی کې لېوالتیا نه را منځته کوي!

څومره وخت کېږي، چې غواړې خپل ورځنی پروګرام ولیکې؟ څومره وخت کېږي، چې غواړې خپل کار و بار په لاره واچوې؟ څومره وخت کېږي، چې غواړې ورزشي لوبغالي ته د ورزش له پاره لاړ شې؟ څومره وخت کېږي، چې غواړې د ګټور کتابونو مطالعه پیل کړې؟

کال پایته ورسېده، لاس وښوروه! تصمیم ستا په لاس کې دی، که چېرې کوم کار ترسره نه کړې، نو سبز کال به هم د تېرو کلونو په څېر بریا له آسمان څخه را ونه غورځېږي، نړۍ هغه چاته مکافات ورکوي، چې هڅه کوي او له هڅې او کوښښونو څخه لاس نه اخلي.

که چېرې هماغه کارونه ترسره کړې، چې تل دې ترسره کول، نو هماغه پایلې به تر لاسه کړې، کومې چې تل دې ترلاسه کولې.

ښایي د ډېرو کلونو تېرېدو ته اړتیا وي، چې ترڅو بریالی شې، لکه توماس اډیسن، چې له زرګونو ماتو څخه وروسته بریالی شو، بالاخره هماغه شپه وتوانېده، چې هغه کار ترسره کړي. ساده ګانو ویل، چې هغه چانس راوړ او په یو مخیزه توګه بریالی شو، خو په دې نه پوهېدل، چې ډېرې شپې تېرې شوې، ترڅو په بشپړه توګه بریالی شي.

هره ورځ چې تېره شي، یانې د هر کار د ترسره کولو له پاره یوه ورځ کم فرصت لرو. د عمر هره شېبه، چې په هغې کې ګټور کار ترسره نه کړو، له مرګ سره توپیر نه لري. داسې فکر مه کوئ مرګ یوازې د عمر پای ته رسېدل دي، د وخت وژل یانې موقتي مرګ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د