نيویارک ټایمز: امريکا افغانستان کې جګړه نه شي ګټلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): نیویارک ټایمز د مشهور امریکايي ژورنالیست سټیو کول په حواله وايي، امریکا په افغانستان کې روانه جګړه نه شي ګټلی.

د هغه په خبره امریکایان د یوې نیمې لسیزې په تېرېدو لا هم پر دې نه پوهېږي چې په افغانستان کې ولې جنګېږي.

که څه هم امریکايي چارواکي پر جګړه ټينګار کوي او تازه په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ویاند هم طالبانو ته ګواښ کړی چې یا باید سوله وکړي، یا هم له منځه وړل کېږي، خو سټیوکول وايي، روانې اوږدې جګړې دا ثابته کړه چې طالبان د جګړې له لارې نه شي ماتېدلی.

د هغه په وینا هر امریکايي جنرال پر دې پوهېږي چې روانه جګړه د سیاسي تفاهم له مخې هم ختمېدلی شي، خو د خپلو جنرالانو پر خلاف امریکا بیا هم پر جګړه ټینګار کوي.

ورځپاڼه ټینګار کوي چې امریکا ته د جګړې له لارې د جګړې ګټل امکان نه لري، ځکه خو باید د سیمې د هېوادونو د اجماع په وسیله جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

وړاندې تر دې هم په امریکا کې یو څېړنیز بنسټ پر امریکا غږ وکړ، چې د ځواکونو د ویستلو لپاره همدا مناسب فرصت دی او امریکا دې د بریا فکر له ذهنه وباسي.

دا په داسې حال کې دی چې تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، «تروریستانو» ته به اجازه ورنه کړي چې بیا په افغانستان کې پښه کېږدي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند بیا پر طالبانو غږ کړی چې یا سوله وکړي یا هم د وژلو په تمه واوسي.

په ورته وخت کې طالبانو پخپل غبرګون کې د امریکا او ناټو چارواکو دا ګواښونه تکراري بللي او په ډاګه کړې يې ده، چې دوی هر څه تجربه کړي او پر «بمبار د وېرولو وخت تېر شو.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د