افغانستان

د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

نن ټکی آسیا : د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن له غرمې مخکې د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

په دې پایلو کې عبدالله عبدالله لومړی او اشرف غني احمدزي دوهم مقام خپل کړی دی.

د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني په يوه خبري کنفرانس کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېده، وويل د ولسمشرۍ د اتو نوماندانو له ډلې هېڅ نوماند نه دی توانېدلی ۵۰+۱ رايې خپلې کړي ؛نو په دې سره ټاکنې دويم پړاو ته وغځېدې.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د دغو پايلو له مخې عبدالله عبدالله د ټولو کارول شويو رايو ۴۵سلنه چې مخکې يې ۴۴،۹ سلنه رايې وړې وې او اشرف غني احمدزي ۳۱،۶ سلنه چې مخکې يې ۳۱،۵ سلنه رايې وې، خپلې کړې دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو دويم پړاو به د دوو مخکښو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د غبرګولي پر ۲۴مه چې د جون ۱۴مه کېږي ترسره شي.

د ټاکنو له مهالویش سره سم، ټاکل شوې وه د ټاکنو دويم پړاو د لومړي پړاو د وروستيو پايلو له اعلان نه دوه اوونۍ وروسته ترسره شي، خو د ټاکنو کمېسيون يې د ځنډ لامل د طالبانو په يوه بريد کې د دويم پړاو د ځينو مهمو توکو ويجاړېدل په ګوته کوي.

د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني وويل د دويم پړاو ټاکنو ابتدايي پايلې به د چنګاښ پر ۱۱مه او وروستۍ پايلې به يې دوه اوونۍ وورسته د همدې مياشتې په ۲۵مه نېټه اعلان شي.

کاندید                                                            رایې                                               سلنه    

عبدالله عبدالله                                            ۲۹۷۲۱۴۱                                               ۴۵

ډاکتر اشرف غني احمدزی                       ۲۰۸۴۵۴۷                                            ۳۱،۶

زلمی رسول                                               ۷۵۰۹۹۷                                                  ۱۱،۴

استاد سیاف                                              ۴۶۰۵۲۷                                                  ۷،۴

قطب الدین هلال                                      ۱۸۱۸۲۷                                                   ۲،۸

ګل اغا شیرزی                                         ۱۰۳۶۳۶                                                   ۱،۶

داود سلطانزوی                                       ۳۰۶۸۵                                                      ۰،۵

هدایت امین ارسلا                                 ۱۵۵۰۶                                                       ۰،۲

د نورستاني په وینا، که دوه مخکښ نوماندان د دويم پړاو ټاکنو په اړه شکايتونه ولري کولای شي، خپل شکايتونه له ټاکنو يوه ورځ وروسته د چنګاښ پر ۱۲ او ۱۳مه نېټه وکړي.

که څه هم دوهم پړاو ته د ټاکنو له تګ وړاندې ځينې کمزوري کاندیدان په  دوو مخکښو کاندیدانو کې څوک یوه او څوک بل ته تېر شول او ملاتړ یې ورسره دی، خو له دې پرته ځینې نورې ننګونې لا په مخکې پرتې دي، چې ډول ډول اندیښنې را ولاړولای شي.

په دې ستونزو کې تر ټولو ستره هغه ، د امنیت ده. د لومړي ټاکنو پر مهال که څه هم د دولت امنیتي ارګانونو د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب ټټر وهلی و؛خو بیا هم په ګڼو ولایتونو کې درنې او خونړۍ نښتې، چاودنې او بریدونه رامنځته شول.

د طالبانو  په ویب پاڼه کې پر دې ورځ د خپاره شوي مستند راپور پر بنسټ د دې ورځې په اوږدو کې له زرو زیاتې حملې او نښتې شوي وې.

شنونکي انديښنه لري، چې د دوهم پړاو ټاکنو بهیر به د لومړي هغه په پرتله خورا ستونزمن او له خونړیو پېښو ډک وي. دوی تر ټولو زیاته اندېښنه د طالبانو له لورې د خیبر په نامه له اعلان شویو عملیاتو څخه لري، چې یوازې د درو ورځو په تېریدو سره یې بېساري ډله یېز بریدونه پکې ترسره کړې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x