سپینه ماڼۍ

سپينې ماڼۍ د پنټاګون خلاف له «تروریزم» سره پر مبارزې ټینګار وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): سپينه ماڼۍ وايي، «تروریستانو» ته به بیا «اجازه» ورنه کړي چې په افغانستان کې پل کېږدي.

د امریکا دفاع وزارت پخپله ستراتېژي کې ویلي و، چې له «تروریزم» سره د مبارزې پر ځای به يې تمرکز له سترو ځواکونو سره پر سیالۍ وي، خو ډونالډ ټرمپ وايي چې دوی به افغانستان کې «تروریستان» پرې نه ږدي.

هغه چې د سویس په داووس ښار کې یوې نړیوالې اقتصادي غونډې ته خبرې کولې وویل، افغانستان به هیڅکله د «تروریستانو» ځای نه شي.

دا په داسې حال کې دی چې تازه نیویارک ټایمز ويلي، امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې او د جګړې د بریا تمه يې نه کېږي.

دې ورځپاڼې د مشهور امریکايي ژورنالیست سټیوکول په حواله ویلي، چې افغانستان کې جنګېدونکي امریکايي عسکر له یوې نیمې لسیزې وروسته هم پر دې نه دي خبر چې دلته ولې جنګېږي.

د هغه په خبره د امریکا لپاره د جګړې په وسیله د جګړې ګټل امکان نه لري، ښه به وي چې د سیمې د هېوادونو په اجماع د یو تفاهم له لارې جګړه پای ته ورسوي.

سټیو کول ويلي هر امریکايي جنرال پر دې پوهېږي چې دا جګړه ناکامه ده، خو د دوی ټولو پر خلاف امریکايي چارواکي د جګړې پر دوام او زور ټینګار کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتېژۍ له اعلان وروسته سلګونه هوايي بريدونه شوي چې ډېر تلفات يې ملکي وګړو ته اړولي دي.

له دې سره هم مهاله په هند کې یوې ناستې ته پخواني ولسمشر حامد کرزي امریکا پر دې ملامته کړې چې ولسي وګړي وژني او بې ګناه خلک يې زندانونو ته اچولي دي.

حامد کرزي ویلي، د ملکي تلفاتو زیاتوالی هغه څه دی چې نوموړی امریکا ضد څرګندونو ته اړ کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د