افغانستان

کرزي یو ځل بیا امريکايان پر ولسي وژنې او زنداني کولو ملامت کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ملکي وژنو، ملکي وګړو زنداني کولو او مخدره توکو د ډېرښت عوامل پخپله امریکایان وبلل.

هغه چې د هند په جیپور کې یوې فرهنګي غونډې ته خبرې کولې وویل، امریکایان په افغانستان کې ملکي وګړي وژني او بې ګناه خلک زنداني کوي.

حامد کرزي وویل، هغه ولایتونه چې اوس د مخدره توکو تولیدونکي بلل کېږي، د امریکایانو تر ورتګ وړاندې دغسې نه و، د هغه په خبره امریکایانو او نړیوالو مافیايي کړیو خلک کوکنارو ته وهڅول.

نوموړي هملند د نمونې په توګه یاد کړ، چې په وينا يې امریکايي او برتانوي ځواکونو په لوی لاس د کوکنارو کښت ته زمینه برابره کړه.

حامد کرزی په داسې حال کې امریکا د ټولو «بدبختيو» جرړه بولي، چې پخپله د امریکايي ځانګړو ځواکونو تر ټوپکو لاندې ارګ ته ننووت.

حامد کرزی د امریکايي یرغل په پیل او د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې امریکا د افغان ولس ملاتړی هېواد بللی او پرلپسې کور ودانی يې ورته ویلی دی.

هغه وايي وروسته له هغه چې شپنیو عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ – ژوبله ډېره شوه، د امریکا ضد څرګندونو موقف يې خپل کړ.

که څه هم پخوانی ولسمشر پر ملکي مرګ – ژوبلې خواشيني ښکاره کوي، خو د ډونالډ ټرمپ د ستراتېژۍ په لومړیو کې د ملکي تلفاتو کچه ۵۲ سلنه لوړه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

دا ټوله يوه سیاسي فاحشه ګیري ده ! کرزي هغه وخت خپله خوله خلاصه کړه چې نور یې کار ختم وو او امریکیانو نور کرزی نه غوښت ! درسته دي، کومې خبرې چې کرزی کوي او حقیقت دي خو دا داولس ، خدای او اسلام لپاره ندي بلکې دخپل مقام او شهرت لپاره ! زه به اوس په کلیواله ژبه درته ولیکم خرزیه: نو چې داسې ده ،د غوا زویه خو ورشه خپل پوپلزی قام دې د اشغالګرو قاطلانو په مخ راپورته کړه چې وروسته دراني ، خلجي او کریا ڼي قامونه ټول په يوو الله اکبر نارې سره دصلیبیانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x