افغانستان

هلمند کې د پوليسو پر يوه مرکز موټربم سرتيری بريد شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د پوليسو په يوه مرکز سرتیر بريد شوی.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، په بريد کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر دې دمه يې د کره شمېرو په اړه څه نه دي ويلي.

دغه موټربم بريد د يادې ولسوالۍ مربوط د قاري پوستې د پوليسو په يوه مرکز ترسره شوی دی.

د بريد مسئوليت طالبانو منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي نن ټکی اسيا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې بريد د دوی يو تن سرتيري بريد له لوري شوی او په وينا يې نوموړي بريدګر په ټانګ په زياته اندازه چاودېدونکي توکي ځآی پرځآی کړي و پر ياده پوسته سرتيری بريد ترسره شو.

هغه وايي، په بريد کې د پوستې زياته برخه ويجاړه شوې او پکې ګڼ پوځي موټر له کاره لوېدلي او لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان له دولت نه په نيول شويو ټانګونو کې د هغوی پر پوستو له موټربم سرتيرو بريدونو کار اخلي، بلکې تر دې مخکې هم ډیری ځل دغه ډول پېښې رامنځته شوي چې طالبانو له دولتي پوځي ټانګونو او رينجرو څخه په خپلو بريدونو کې استفاده کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x