
کابل کې چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): نن یوه نیمه بجه د کابل ښار په صدارت څلور لارې کې چاودنه شوې؛ خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې د امنیتي ادارو ویاندویانو څه نه دي ویلي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، چاودنه د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ودانۍ په دروازه کې شوې ده.
د ده خبره، د کورنیو چارو وزارت په پخوانۍ ودانۍ کې اوس د پېژنون برخه فعاله وه.
ځايي خلکو رسنیو ته ویلي، چې سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده او د رسنیو کارکوونکي هم سیمې ته نه پرېښودل کېږي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، په نننۍ چاودنه کې ۳۱ ټپیان د ایمرجنسي او ۴۰۰ بستریز روغتونونو ته لېږدول شوي؛ خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.
یاده دې وي، نننۍ چاودنې سیمې ته د کابل امنیه قومنداني او د سولې عالي شورا دفتر هم نږدې موقیعت لري.
د تېرې یکشنبې په شپه طالبانو پر انټرکانټنینټل هوټل برید کړی و، چې د څلورو امریکایانو په ګډون یې ډېر بهرنیان وژلي وو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نننۍ چاودنې مسوولیت منلی دی.
«نن غرمه کابل کې د پخواني وزارت داخله په نظام قراول کې په هغو پولیسو د موټر په وسیله فدایي وشو چې په یاد ځای کې راټول شوي او انتظار وو.»
طالبان په ننني برید کې ۸۰ پولیسو د مرګ ژوبلې خبره کوي.
فدایی بریدونه چه څومره زیات شی ثمره یی زیاته ده باید نورهم زیات شی ترڅوپوری معلوم شی چه چاپه وهل کامیاب دی اوکه فدایی کامیابی موزمونژه هیله اوآرزو ثاقب
د قاتلو طالبانو منطق عین همهغه د یهودو منطق دی او بس.