
آی پي ایل: راشدخان په ۹۰۰لکه هندۍ کلدارې وپېرل شو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وتلی ورو توپ اچونکی د ۲۰۱۸ز کال د هند په غوره لیګ سیالیو کې په ۹۰۰لکه هندۍ کلدارو وپېرل شو.
د راشد خان پر سر د ډهلی ډیرډیویلز، رویل چیلنجرز بنګلور او پنجاب ایلیون لوبډلې بولي وکړه.
پنجاب لوبډلې یې د اخیستو لپاره له نورو ټولو لوبډلو سره تر پایه بولي وکړه او د راشدخان د اخیستلو لپاره تر ۹۰۰لکه هندۍ کلدارو تیر شول.
خو د right to match یا د لوبې حق د اصل له لارې سنرایزر حیدراباد راشدخان په همدغه نرخ بیرته له پنجاب واخیست.
راشدخان تیر کال په ۴۰۰لکه هندۍ کلدارو اخیستل شوی و.