ټولنیزه برخه

څیړنه: دوهم واده د سړي عمر زیاتوي

نن ټکی آسیا: په دوهم واده سره د سړي ژوند نیکمرغه او عمر ئې زیاتیږي.

دا هغه څه دي چې د برتانیې د شیفلیډ پوهنتون څیړونکو د دوهم واده د ګټو په اړه تر یوې څیړنې وروسته اعلان کړي دي.

دغه څیړنه د روغتیا د نړیوالې ټولنې لخوا د چمتو شوې یوې احصائیې پر بنسټ ترسره شوې. نوموړې ټولنې دا احصائیه په هغو هیوادونو کې چمتو کړې چې ګڼ ودونه په کې مجاز دي.

د روغتیا د نړیوالې ټولنې په راپور کې د ګڼو ودونو د مثبتو پایلو یادونه شوې او ویل شوي چې د دوه ښځو د خاوند د نورو سړیانو په پرتله د ۱۲٪ په اندازه زیات عمر لري.

ډیلي میل ورځپاڼه د یادې څیړنې په استناد لیکي چې کوم سړي څو ودونه کړي وي د سپین ږیرتوب پر مهال ئې ښه پالنه کیږي او د ډیرې مودې لپاره ژوندی وي.

دغه راز د برتانیې په بت سپا پوهنتون کې د ارواپوهنې مختصص (لینس ورکمن) وايي:

“که ته څو ښځې ولرې نو ښه به پالل کیږې، او تر ډیره به ژوندی وې”.

نوموړی د څو ودونو د فایدو په لړ کې زیاتوي:

“مونږ ته دا ثابته شوې چې آن که چیرې یو مجرد سړی له یو داسې چا سره مقایسه کړو چې یو واده ولري، د یو واده د خاوند عمر لا د مجرد په پرتله زیات وي”.

د یادونې وړ ده چې دا څیړنه په مجموعي توګه د استناد وړ بلل شوې، او ممکن په استتثائي حالاتو کې د مقایسې نتیجه بل ډول وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x