افغانستان

فاریاب: طالبانو یوه پوسته نیولې، اووه پولیس یې وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، طالبانو په پښتونکوټ ولسوالۍ کې څلور پولیس وژلي او یوه پوسته یې نیولې ده.

د فاریاب د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد نعیم اندرابي وايي، تېره شپه طالبانو په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته برید کړی، څلور پولیس یې وژلي او پوسته یې په بشپړ ډول نیولې ده.

د اندرابي په خبره، طالبانو له پوستې ټوله سپکه او درنه وسله هم له ځانونو سره وړې ده.

خو د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه یې د پښتونکوټ ولسوالۍ د بولک عرب په سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید کړی، پنځه پولیس یې وژلي او یوه پیکا، یو راکټ او ۳ کلاشینکوفونه یې تري وړي دي.

د تېرې شپې په برید کې د دې پوستې قوماندان امان الله هم وژل شوی دی.

طالبانو خپل لوري ته د یو تن د وژل کېدو ویلي دي.

له بل لوري د فاریاب په شېرین تګاب ولسوالۍ کې هم طالبانو دوه اربکیان وژلي او د پښتونکوټ ولسوالۍ په سر حوض سیمه کې یو اربکی وژلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x