fbpx

کابل برید: ۴۰ تنه وژل شوي او تر۱۴۰ ډېر ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د کابل په ننني برید کې ۴۰ تنه وژل شوي او له ۱۴۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د رحیمي په خبره، بریدګر له امبولانس نه په ګټه اخیستنې د صدارت څلور لارې ته ځان رسولی او له لومړۍ تلاشۍ په دې پلمه تېر شوی، چې ګوندې په امبولانس کې ناروغ دی.

دی وايي، بریدګر په دویم قرول کې چاودنه کړې او تر ۱۸۰ ډېرو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، تراوسه ۷۰ تنه ټپیان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او د پاتې ټپیانو لېږد هم روان دی.

کابل کې چاودنه شوې

برید د صدارت څلور لارې ته نږدې شوی، چې د کابل امنیه قومنداني، جمهوریت روغتون او د سولې عالي شورا دفتر هم ورته نږدې موقیعت لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ننني برید مسوولیت منلی دی او په ننني برید کې یې د ۸۰ پولیسو د وژل کېدو ویلي دي.

نننی برید نن یوه نیمه بجه وشو او اوس سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د