
روزګان: زورواکانو د امنيې قوماندانۍ درېيم کنډک نيولی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د مشرانو جرګې غړی محمد حنيف حنفي وايي، په مرکز ترينکوټ کې د امنيې قوماندانۍ درېيم کنډک ته يوه ډله زورواکان له وسلو سره داخل شوي د کنډک قوماندان يې وهلی او خپله يې پر کنډک ولکه کړې ده.
د نوموړي په وينا، د شاه محمد په نوم يوه زورواکي د درېيم کنډک قوماندان لومړی وهلی، له دندې يې شړلی او وروسته يې پر څوکۍ دی ناست دی.
حنيف وايي، د ټول روزګان امنيتي وضعيت اندېښمن دی، د ولايتي ادارې مديريت کمزوری دی، د دغو زورواکانو له مرکز څخه ملاتړ کېږي او غوښتنه يې وکړه چې بايد په دې اړه جدي اقدام وشي.
ويل کېږي، شاه محمد له دې وړاندې د درېيم کنډک قوماندان پاتې شوی خو څو مياشتې کېږي چې له دندې ليرې کړای شوی دی.
په دې اړه د روزګان ولايتي چارواکو له څرګندونو ډډه کړې او د کورنيو چارو د وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي د يادې موضوع په اړه بې خبري ښيي وايي که داسې پېښه شوي وي نو دغې ولايت ته به د څېړنو لپاره يو پلاوی واستوي او له عاملينو سره به قانوني چلند کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې هم د روزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې د دوو قوماندانانو تر منځ د امنيې قوماندانۍ پر سر نښتې وشوې، چې په ترڅ کې يې پوليسو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.