افغانستان

د ناټو عمومي منشي: له افغانستانه وتل به دلته تر پاتې کېدو هم زیانمن تمام شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ناټو عمومي منشي په تازه څرګندونو کې ویلي، له افغانستانه وتل به دلته تر پاتې کېدو لا ډېر تاواني تمام شي.

سپوتنیک اژانس د تسنیم په حواله وايي، ینس سټولنټبرګ ويلي، چې په افغانستان کې به د جګړې د دوام لپاره ۳ زره نور عسکر دې هېواد ته ولېږي.

د سرچينې په قول سټولټنبرګ ويلي، د قاطع ماموریت ملاتړي هېوادونه به دې ته چمتو کړي چې شاوخوا ۳ زره عسکر افغانستان ته ولېږي.

هغه د عسکرو د لېږونکو هېوادونو نومونه نه دي ياد کړي، خو ویل کېږي چې په دې ۳ زره عسکرو به هغه زر امریکايي عسکر نه دي شامل چې ویل کېږي تر راتلونکي پسرلي پورې به افغانستان ته ولېږل شي.

د ناټو عمومي منشي په داسې حال کې د جګړې له پایه تاواني کېدونکې وېره ښوودلې، چې نیویارک ټایمز په تازه ګڼه کې په دې جګړه کې د امریکا د ناکامۍ خبر ورکړی دی.

نیویارک ټایمز د سټیو کول له خولې ویلي، چې امریکا د افغانستان په اوږده جګړه کې ناکامه ده، د ټرمپ دا ستراتېژي چې د جګړې له لارې به جګړه وګټي امکان نه لري.

وړاندې تر دې هم یو څیړنیز بنسټ پر امریکايي چارواکو غږ کړی و، چې د ځواکونو د ویستلو لپاره ښه فرصت برابر دی او هڅه دې وشي چې دا جګړه د تفاهم له لارې پای ته ورسېږي.

که څه هم ناټو او امریکايي چارواکي پر جګړه ټينګار کوي، افغان حکومت هم د خپلو ملاتړو سره موافقې څرګندونې کوي.

موده وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار وکړ، چې د جګړې له لارې به سوله راولي، «حتی که نسلونه نسلونه جګړه اوږده هم شي.»

طالبانو هم پر خپله تګلاره ټينګار کړی او په ډاګه کړې يې ده، چې د امریکا له لوري هر ډول وسلې پر دوی ازمویل شوې دي، ځکه خو د دوی د جنګي ستراتېژۍ پروا نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

که دغه خبیثان په دی پوه شوی چه له افغانستان څخه وتل به تر پاتی کیدو ډیر زیانمن وی . دا معنی لری چه په دواړو حالتو کی دوی د وتلو او هم د پاتی کیدلو د خطرناکو اضرارو ، تلفاتو او زیانونو سره مل دی هم به افغانان ، هم به اروپایان او هم به امریکایان مړی او هیوادونه به یی د مالی او نظامی ستونزو سره مخ کیږی او افغانستان به په کنډواله بدلیږی. که امریکایان اوس وځی د دغه تیر او اوس وخت تاوان به تادیه کوی د شوروی اتحاد له برخه لیک سره به مخ کیږی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x