افغانستان

د کندهار ښاریانو په نوم د طالبانو لیک

نن ټکی آسیا: د نن ټکي آسیا په لاس د طالبانو داسي سند ورغلی، چې په هغه کې د کندهار ښار لپاره د طالبانو د چریکي ګروپ مشر ټولو کندهاریانو ته ډاډ ورکړی، چې دوی هېڅوک بې موجبه نه ګواښي او نه یې ځوروي.

سپين طالب چې د کندهار ښار د چریکي عملیاتو مشر بلل کېږي، د یوه لیک له لارې د کندهار له ښاریانو څخه غوښتنه کړې، چې هر هغه څوک چې دوی ته بې ځایه ګواښونه کوي، که دوی ته مراجعه وکوي؛ هرومرو به یې پوښتنه کوي.

طالبانو په دې لیک کې لیکلي:

د کندهار ښار درنو اوسېدونکو! تاسو پوهیږی چي د اسلامي امارت له سپېڅلي جهاد او مبارزې څخه لوی اهداف له خپل وطن څخه د صلیبي اشغالګرو شړل، د خلکو د مال، ناموس او عزت ساتنه او په ګران هيواد کي د اسلامي نظام حاکمیت دی چي پدې لاره کي یې زیاتي قربانۍ هم ورکړیدي او ان شاء الله دا لړۍ تر هغو روانه وي ترڅو دغه سپېڅلي اهداف ترلاسه کړو، د سپېڅلي جهادي مبارزې په بهیر کي یو شمېر وجدانه او ضمیر پلورونکي اشخاص هم سته چي د مجاهدینو له نامه څخه به ناوړه استفادې زموږ مظلوم اولس ته ازار او اذیت ورکوي او په مختلفو بهانو خلکو ته په ګواښونو او اخطارونه ورکولو سره له هغوی پیسې غواړي او یا نوري غوښتني ور څخه کوي.

د کندهار متدین اوسېدونکي دي خبر وي چي د اخطار ورکولو، را غوښتلو او یا بلې خبري لپاره د لاندي مذکورو دریو موبایل شمېرو پرته بله هېڅ شېره د اسلامي امارت اړونده شمېره نه ده او نه هم د اعتناء او اعتبار وړ ده. والسلام

د شکایاتو شمرې: ۰۷۰۷۷۲۶۵۴۵ / ۰۷۰۳۹۲۹۸۸۲

د ګواښ شمېره: ۰۷۰۷۰۹۵۶۹۷

د کندهار ښار د چریکي عملیاتو عمومي مسئول

سپین طالب
لاسلیک او ټاپه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x