افغانستان

د کابل په ننني برید کې د مرګ ژوبلې شمېره تر ۲۶۰ پورې ورسېده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وايي، د کورنیو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ په دروازه کې د ننني موټر بم برید له امله ۶۰ تنه وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

دی وايي، په ننني برید کې د ملکي وګړو په ګډون پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، بریدګر له امبولانس موټر نه په ګټه اخیستنې برید کړی او ځان یې د پولیسو دویم قرول ته رسولی دی.

د رحیمي په خبره، د کورنیو چارو وزارت په پخوانۍ ودانۍ کې اوس یوازې د پولیسو د پېژنتون برخه فعاله وه.

نن یوه نیمه بجه د صدارت څلور لاره کې د کورنیو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ په دروازه کې د موټر بم برید وشو، چې لسګونه کسان پکې مړه او ټپیان شول.

برید د کابل امنیه قومندانۍ او د سولې عالي شورا دفتر سره نږدې شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ننني برید مسوولیت منلی دی.

کابل برید: ۴۰ تنه وژل شوي او تر۱۴۰ ډېر ټپیان شوي

د ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ننني برید کې تر ۲۴۶ پولیس، افسران او د کورنیو چارو وزارت کارکوونکي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ نننی برید غندلی او دا یې د طالبانو کمزورې ښوولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Muneeb

ستاسو د ډیرو کارونو ملاتړ پاتې شوې یم؛ خو دې برید ته اوس بیا کوم پرتوګ جوړوې؟ الله مو رسوا کړه ظالمانو

اجمل

منیب جان منافقین همدا ستا په شان خبری کوی ، خیری یی هم د جرسیانو او اربکیانو په شان وی لکه ته چه وایی [[ ډير کلونه ستاسی ملاتړی پاتی شوی یم ]] درواغ وایاست چه یوه ورځ څوک د ایمان دایری ته ننوځی د دجالانو وسه ورباندی ناشونی ده ، ته پخوا هم د دجالاانو کالی څټی او اوس هم بی دلیله دچرسیانو ،شرابیانو او یا د نشه توکو روږد شوو په شان ګډی وډی وایی (( دی برید ته څه پرتوګ جوړوی الله مو رسوا کړه ظالمانو )) هغه کسان د دجال پسی منډی وهی چه د حق… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x