افغانستان

جمعيت: زلمي خلیلزاد ته چا د ارګ او نور د منځګړیتوب دنده نه ده سپارلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د عطامحمد نور په ملاتړ د جمعیت ګوند وايي، زلمي خلیلزاد ته چا دا دنده نه ده سپارلې چې د نور او ارګ تر منځ منځګړيتوب وکړي.

د جمعیت ګوند ویاند دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې عطامحمد نور ته ګواښ وکړ.

خلیلزاد وویل افغان حکومت او نړیوال شریکان يې، نور د عطامحمد نور پر وړاندې حوصله نه لري.

د جمعیت ګوند وياند ذبیح الله فطرت وايي دا د زلمي خلیلزاد خپل شخصي نظر دی او په وينا يې دی چا د منځګړیتوب لپاره نه دی ګمارلی.

فطرت وایي، خلیلزاد نه کومه رسمي دنده لري او نه کوم ماوریت، هغه یو عادي کس دی او خپل نظر يې ویلی دی.

د عطامحمد نور او ارګ تر منځ لانجه تر یوې میاشتې واوښته، خو د ناندرۍ د هواري لپاره يې کوم ګام نه دی اخیستل شوی.

دوه ورځې وړاندې ځينو سرچينو د ارګ په حواله وویل چې له جمعیت نه يې غوښتي چې د ارګ له لوري ټاکل شوي والي ته د يوې اوونۍ لپاره د کار اجازه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x