fbpx

د ټرمپ ګواښونه او د افغانستان خونړی امنیتي وضعیت !

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : تیره ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د داووس په اقصادي غونډه کې یوځل بیا ګواښ وکړ چې اجازه به ورنکړي افغانستان یوځل بیا په اصطلاح د تروریستانو په ځاله بدل شي.

سره له دې چې د داووس غونډه یوه اقتصادې ناسته وه مګر ټرمپ له یادې غونډې څخه هم په استفادې سره هلته د افغانستان په شمول د سیمې د ځینو هیوادونو د امنیت موضوع یاده او د غونډې له ګډون کوونکو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې د امنیت د ټینګولو او امنیتي ګواښونو په له منځه وړلو کې دي له امریکا سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ټرمپ په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې اړونده ځواکونو یې په تیر۲۰۱۷ کال کې پر بیوزله افغانانو باندې ۴۰۰۰ بمونو غورځولي دي.

امریکايي ځواکونه وايي چې په راتلونکي کال کې به تر دې لا زیات بمونه وغورځوي او پر هغه سربیره به ولسمشر ټرمب افغانستان ته نور اضافي سرتیري ، جنګي الوتکې او پوځي امکانات هم را ولیږي.

ټرمپ افغانستان ته د اضافي سرتیرو او جنګي تجهیزاتو د رالیږلو لامل دلته د په اصطلاح ۲۱ تروریستي ډلو شتون پلمه کوي کومې چې ځیني یې د امریکايي اشغال تر سیورې لاندې رابوټیدلي، تجهیز شوې او د افغان ولس په ضد کارول شوې دي.

که څه هم چې ټرمپ غواړي له پوځي لارې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو خلاف مقاومت تضعیف کړي خو د افغانستان موجود عیني واقعیتونه پر دې دلالت کوي چې د ټرمپ هره پوځي هڅه په دې هیواد کې د جګړې د تشدید او امنیتي وضعیت د لا خرابوالي لامل ګرځي ، چې د کابل وروستۍ خونړۍ پیښې یې ژوندۍ بیلګې دي.

ګډ حکومت چې امریکايي بمبارۍ او امریکايي اشغال یې د بقا او تداوم یواځینۍ وسیله ده په افغانستان کې د امریکايي بمباریو تشدید او دوی ته د امریکايي الوتکو او پوځي تجهیزاتو سپارل د ځان بریالیتوب بولي او هرکلی یې کوي.

خو د هیواد نا ارامه امنیتي وضعیت او د کابل وروستۍ خونړي پیښې د دې شاهدي ورکوي چې له ګډ حکومت سره د ټرمپ هر ډول مرسته افغانانو ته د یوه خونړي راتلونکي تریخ پیغام له ځانه سره لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د