نظــر

تر څو به دا جنګ وي؟

جاوید علي خیل

په افغانستان کې جنګ دی، په عراق او سوریه کې جنګ دی. فلسطین، لیبیا او نور ډیر هیوادونه هم د جګړې ترخه څکي. جګړه له اور سره تشبیه شوې او د اور مزاج دا دی چې د سوځولو په وخت له سوځیدونکي دا پوښتنه نه کوي چې ته څوک، د کوم دین او کوم وطن یې، بلکې هر څوک بلاتوپیره سوځوي.

اساسي پوښتنه دا ده چې په اسلامي هیوادونو کې د جګړې لګیدلی اور به تر څو بلیږي او ترڅو به انسانیت کبابوي؟؟ دا هغه اساسي پوښتنه ده چې د ځواب لپاره یې هر څوک د خپلې ګټې له زاویې ځواب راباسي او تر ټولو ډیر تکراریدونکی ځواب دغه دی چې تر څو په اسلامي نړۍ کې د جهاد او مقاومت فکر( په اوسنۍ اصطلاح سخت دریځي) موجوده وي تر هغو په اسلامي هیوادونو د ارام خوب هم حرام دی.

خو که ژور او دقیق نظر وکړو او تاریخي لاسوندونو ته مراجعه وکړو، نو پوه به شو چې په اسلامي هیوادونو کې د روانو جګړو علت د اسلامي هیوادونو دننه نه ، بلکې بهرنی دی. چې هغه بهرنی اشغال او یا هم د کفري نړۍ لخوا په اسلامي هیوادونو تپل شوي نظامونه دي.

د مسلمانانو شاوخوا یو نیم زر کلن تاریخ موږ ته راښيي چې اسلامي ټولنو کله هم د نااسلامي ځواکونو اشغال، برلاسي او د هغوی په لاس محکومیت نه دی منلی. په دې برخه کې لومړنۍ تجربه د اروپایانو لخوا په اسلامي هیوادونو د صلیبي جګړو مرحله ده. د پنځمې هجري پيړۍ  په وروستیو کلونو کې اروپایي مسیحیانو کټ مټ د اوسنۍ ناټو د اتحاد په شان په اسلامي هیوادونویرغل پیل کړ،دا یرغل چې له قسطنطنیې بیا تر تونس پورې  د مدیترانې بحیرې له اړخه په اسلامي سواحلو پرلپسې روان و، مسلمانان سره له دې چې د نن ورځې په شان کمزوري وو خو له ټولې کمزورۍ سره سره یې حتی د یوې ورځې لپاره هم د صلیبیانو برلاسي ونه منله او نه یې هم هغوی ارام ته پریښودل.

مسلمانانو ۱۸۰ کاله جګړې، نارامۍ،قتل او قتال او دربدرۍ قبولې کړې خو د صلیبي تاړاکګرو په وړاندې یې سر ټيټ نکړ، هغه مهال هم د نه شلیدونکو جګړو په مهال له ډیرو سره همدا سوال و، چې بالاخره به دا جګړې او دربدرۍ څه وخت پای مومي؟؟ د دې پوښتنې ځواب تاریخ دا ثابت کړ چې کله بهرني لاسونه له اسلامي خاورې ورټول شول، صلیبیان بیرته د اروپا پخوا ستانه شول نو ورسره د جګړو لمبې هم په مړو ایرو بدلې شوې.

همداسې دوه نورې تجربې د چنګیزي یرغل او بیا په وروستیو کلونو کې د استعماري جګړو تجربې دي. په دې دواړو مرحلو کې سره له دې چې مسلمانان په ډیر ځپل شوي او  محکوم وضعیت کې و، خو بیا یې هم تسلیمي او ارامي قبوله نکړه، بلکې د توان په اندازه یې همیشه کوښښ کاوه چې په اشغالګرو حملې وکړي، هغوی ته زیان ورسوي او د هغوی تر پښو لاندې اسلامي خاوره تبۍ وګرځوي.

په اوس وخت کې چې په اسلامي نړۍ یو ځل بیا ستر آزمون راغلی، کفري هیوادونو اسلامي نړۍ په خپل پوځي، سیاسي او کلتوري اشغال کې ښکېل کړې ده او په وړاندې یې مسلمانانو د جهاد بیرغ پورته کړی. په یرغلګرو کفارو او د هغوی په پلویانو د مجاهدینو حملې جریان لري، څرنګه چې اوس د جګړې وسائلو انکشاف کړی او د تخریب ګراف یې زیات شوی دی، په دې جګړو کې کله دردوونکي واقعې هم رامنځته کیږي. کله کله خو د وچو سره یو ځای لامده هم د جګړې په اور کې وسوځي او کله بیا اشغالګر اړخ چې د رسنیو کنټرول او تبلیغاتي جنګ کې برلاس موقف لري که څه هم ورباندې دقیق ګوزار شوی وي  خو دوی  په عموم کې جګړه داسې تعبیروي چې په دې کې ډیر زیان خپله بې ګناه مسلمانانو ته اوړي او په دې اساس بیا دا پوښتنه زور نیسي چې تر څو به دا جګړه وي؟

د تاریخي شواهدو له مخې خو د دې پوښتنې ځواب دا دی چې تر څو په افغانستان کې بهرني اشغالګر ځواکونه موجود وي، جګړه به هم روانه وي. ځکه اشغال او په وړاندې یې مقاومت علت او معلول دي تر څو چې علت وي د معلول شتون حتمي دی.

هغوی چې واقعا د ملت درد ورسره دی باید د جګړې په ځای د اشغال په اړه پوښتنه راپورته کړي او ووایي چې تر څو به اشغال موجود وي او تر څو به  دلته  جګړې ته مشروعیت ورکوي؟؟

په دې خبره باید ټول ځان پوه کړو، که موږ واقعا دجګړې په زیانونو ځوریږو، نو که هر څوک یو، له هر ګوند او فکر سره تړاو لرو او که په هر جهت کې یو، باید دا ومنو چې د روانې غمیزې اساسي حل د اشغال په خاتمه کې دی. که اشغال پای ته ونه رسیږي، نو مسلمانان لکه د صلیبی جنګ په وخت چې ۱۸۰ کاله له اروپایي اشغالګرو سره وجنګیدل دا ځل هم احتمال لري چې تر لسیزو او پیړیو د اشغال خلاف جنګ ته دوام ورکړي.

لکه وړاندې چې وویل شول، په دې جنګ کې علت (اشغال) او معلول (مقاومت) دی. د مقاومت په خلاف که څومره تبلیغات وشي او د ځپلو هڅه یې وشي، اغیز به یې ځکه نه وي چې د اصلي علت په شتون کې معلول له منځه وړل ناممکن دي. نو بناء د روانې جګړې او ورسره تړلیو غمیزو اساسي حل دا دی چې د پخوا په څیر راغلي اروپایي اشغالګر یو ځل بیا خپل بار او بستر وتړي او خپلو هیوادونو ته ستانه شي، ایله به افغانستان داسې په امن شي لکه د انګریزانو له وتلو وروسته چې په امن و او بیا یې د نورو اشغالګرو شورویانو راتګ امن ګډوډ کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

علی خیل صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ښکلی او زما د زړه خبری دی پکی لیکلی د ډیرو افواهاتو او صلیبی تبلغاتو مخه دی پکی نیولی یعنی د هغوی ټولی او نوری ډیری چه لا تراوسه ویل شوی هم نه دی تاسی ورته ډیر ښکلی او حقیقی ځواپونه مخکی له مخکی لیکلی زه به هم ورسره زیات کړم : ستاسی عنوان په اړه چه [ تر څو به دا جنګ او جګړه وی ؟ ] تاسی یی شکلی مګر لنډ مهاله ځواب لیکلی یعنی تر هغه چه غلت ( اشغال ) وی معلول ( مقاومت ) به دوام… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x