د علامه عبدالغني رحمة الله عليه لنډه ژوند پيژندنه

shaikh_abdul_ghaniشهيدارواښاد علامه عبدالغني (رح) په ۱۹۴۰ کي د چمن او بولدک تر منځ سيمه کي د يوه نامتو ستانه او ديني پوه ارواښاد مير عالم (۱) (رح) په کور کي وزيږيدی.

لومړنۍ زده کړي يي د مولوي محمد حنيفيا(۲) (رح) څخه تر لاسه کړې.په ديارلس کلنۍ کي يې د مولانا محمد نور(۳) (رح) په مدرسه جامعه المعارف چمن کي ځانګړي زده کړي پيل کړې او دوه کاله يې دلته زده کړي وکړې.

په پنځلس کلنۍ کي کندهار ته ولا ړی او هلته يې د تکړه د يني پوه مولوي محمد صديق کند هاري و مخ ته د شاګردۍ زنګون کت کړ.

او په همدې کندهار کي يې د ذهانت دډېري ستري کارنامې په ښکاره کولو سره استا ذان ځان ته متوجه کړل.

په کندهار کي يې قطبي ، شرح جا مي ، بديع المېزان او داسي نور کتابونه ولوستل. په شپاړس کلنيۍ کي د کندهار څخه کوټي ته ولاړی او د مولانا عبد۱لعزيز (رح) څخه يې هدايه (اولين)، شرح العقائد ،ملا حسن ، سلم العلوم او داسي نور اړين نصا بي کتابونه  ولوستل .

په اوولس کلنۍ کي د کوټي څخه خپل پلرنيې ټا ټوبي (چمن) ته راستون سو او د خپل استا ذ مولا نا محمد نور (رح)  په مدرسه جامعه المعارف چمن کي يې مير زاهد ، ملا جلال ، مختصر المعاني ، حسامي او داسي نور کتابونه ولوستل.

د حج سفر :ـ

په اتلس کلنۍ (تقريبا ۱۹۵۹ په شروع ) کي حرمين شرفين ته ده حج لپاره ولاړی.

او هلته يې دوي نيمي مياشتي تيري کړې. (۴)

۱: دده پلار ارواښاد امير عالم (رح)  يو متقي او زاهد انسان وو.

۲: ارواښاد مولوي محمد حنيفيا ملېز ی (رح)  هغه مهال د خپلي سيمي (چمن) يو مشهور قاضي او عا لم وو.

۳: ارواښاد مولانا محمد نور (رح) د چمن د ډېرو مشهورو ديني پوهانو څخه وو او د دارالعلوم دېوبند څخه فارغ وو. ۴: حج ته تللو پر مهال محترم استاد تلقين ورته کړی وو چي د زم زم د چښلو پر مهال رب زدني علما ډېر وايه.د حضرت شيخ قوت حافظه د همدې خبري ښکاره لاسوند دی.

په ډير کم عمري کي د حج کولو له کبله د چمن په اوسيدونکو کي د حاجي صاحب په نامه سره ونو مول سو. او تر ننه پوري يې خلګ  په همدې نامه يادوي او دا ټکی (حاجي صاحب) دده د نامه يوه نه

بيلېدونکې برخه جوړه سوه.

د حج څخه تر راتلو وروسته په دا بل کال (تقريبا ۱۹۶۰) کي په شل کلنۍ کي د استاذانو په مشوره په ځانګړې توګه د مولوي محمد نور(رح)  او قاري غلام نبي (رح)  (د کوټي د تجويد القران مدرسې بنسټ اېښوونکي) په ځانګړي تلقين سره دارالعلوم حقا نيه اکوړه خټک پیښور ته روان سو.

په حقا نيه کي يې څلور کاله پر له پسې د پوهي (علم ) تنده ماته کړه.په دې دوران کي يې د کورنۍ د غړو سره هيڅ اړيکي نه وې. يوازي هغه مهال چي دده د مړيني آوازه خپره سوه نو حضرت شيخ (رح)  په يوه لنډ ليک سره دغه آوازه رد کړه.

شاعر وا يې:.

آن کس که ترا شنا خت جهان راچه کند

فرزند وعيال و خانمان را چه کند

تقريباپه ۱۹۶۵ کي ېې دوره حديث شروع کړه او د شيخ العرب والعجم مولانا حسين احمد مدني (رح) د شاګرد رشيد شيخ الحديث مولانا عبد الحق حقاني (رح)  څخه يې د حديثو کتا بونه ولوستل. دسبقه په دوران کي يې ډېر لوړ علمي کتانونه شرح جامي ، خيالي ، قاضي، حمدالله او داسي نور طالبانو ته ويل.

ذالک فضل الله يو تيه من يشا

ورسته چار سدې ته ولاړی اوهغه کتابونه چي پاته سوي وه هغه يې د شهيد شيخ حسن جان مدني (رح) د ارواښاد پلارمولانا محمد اکبر جان ؒدهغه د ورور مولا نا رحمان الدينؒ او د شهيد شيخ حسن جان مدنيؒ څخه ولوستل.

تر فراغت ورسته خپلي پلرنۍ سيمي ته د خدمت لپاره را ستون سو.

لومړی يې امامت او خطابت د پیرعلیزو د ملکا نوپه مسجد کي پيل کړ. د درس او خطابت دا لړۍ تر څلورو کلونو پوري روانه وه.

بيا د کوټي د شالدرې په (مظهرالعلوم) مدرسه کي يې يو کال طالبانو ته سبقان وويل.خو وروسته خپل پلرني ښار چمن ته راستون سو.او د خپل کلي په مسجد کي يې له اول څخه دوره حديث (لويه دوره) شروع کړه. د نبوي حديثو دالړۍ د ۱۹۷۴ څخه شروع سوه او تر څو ځله درېدو وروسته بيا روانه سوه. او د ۱۹۹۷ څخه په پرلپسې توګه په جامعه اسلاميه چمن کي روانه وه.او هر کال به پنځه سوه علما دده د فيو ضاتو څخه برخمن اوپه خپلو، خپلو سيمو کي يې د پو هي ډيوې بلولې.

همدا ډول د افغانستان او پاکستان په ليري او نيژدې سيمو کي دده په زرګونو شا ګردان په ديني او اسلامي خدمتو نوبوخت دي.

د علمي خد متو نو سره، سره د نو موړي سياسي خدمتونه هم له هيچا پټ نه دي. دوه ځله د جمعيت علما اسلام پاکستان ګوند له اړخه ولسي جرګې ( قومي اسمبلي ) ته وټاکل سو.د جمعيت علما اسلام د مرکزي پاکستان ، ګوند دده د سياسي ژوند شاهد دی.  جمعيت علما اسلام آل پاکستان فقهي مجلس جوړ کړ نو دی يې ددې شوری مشر وټاکی.

او حضرت مولانا فضل الرحمن د ته وويل :- (تاسي د جمعيت علما اسلام لپاره دديني کتابونو ديوې ټو لګي او الماري حيثيت لری). او اصلاحي خدمتونو يې ده بلوچستان د هر مسجد هر منبر او محراب شاهد دی. او هيڅ داسي سيمه او کلی به نه وي چي هلته د حضرت شيخ صاحب اصلاحي ناستي او غونډي نه وي جوړي سوي.

د يوې قبائلي سيمي له امله د بلو چستان ډېری قومونه په خپلو منځو کي سره لاس و ګريوان دي. خو د حضرت شيخ (رح) په هڅو سره دا فتنې تر ډيره حده پوري کمي سيوې.

نوموړی د جهاد په دواړو پړاوونوکي د يوه سپين ږيري لار ښود او مشرسره، سره د يوه ډېر مخلص ملګري په بڼه کي هم څر ګند سو.

او په ټولو ديني خد متونو کي يې اختلافات د بیخه ايستل او غورځول يې . اوخپلو ټولو ملګرو ته يې تل د يو والي او ورورولي درس ورکا وه. د نبوي علومو ځلان او روښان ستوری د اسلامي امت د يو والي څیره حضرت شهيد شيخ الحديث علامه عبدالغي نورالله مرقده ،

ددوه زره ؤيو ولسم کال د اکتوبر پر شپږويشتمه چي ده ۱۴۳۲ د ۱۰ مياشتي ۲۴ نيټې سره سمون خوري د همیشني عادت له مخي سهار پر ۹ بجې د کوره روان سو په داسي حال کي چي صحاح سته يې په غيږ کي پراته وه، د کوټي او چمن پر لويه لاره(کا لج روډ) باندي د يوې ترافيکي پیښي په ترڅ کي په شهادت ورسيدی.

انا لله و انا اليه راجعون

حضرت شيخ الحديث (رح)  د شهادت خبر په افغانستان او پاکستان کي د اور په ډول خپور سو. او يوازي د شپږو يا اوو ساعتو کي په لنډه موده کي په لکونو افراد او معتقدين راټول سول. د ما ځيګر پر څلور نيمي بجې دده د جنازې  د لمانځه سعادت د احقر( حا فظ محمد يو سف) په برخه سو.  لله الحمد علي ذالک

دده په رحلت سره، دده جوړه سوې جامعه اسلاميه چمن نن بې اسرې ده ،  دارالحديث نبوي (ﷺ) د وينو اوښکي تو يوي، مسند حديث په چيغو چيغو ژاړي ، شا ګردان يې په آه ، آه باندي اخته دي.

د بخاري او ترمذي تږويې د قبر وسر ته د شاګردۍ زنګنونه کت کړي دي. او د رب جليل څخه د غيبي مرستي غوښتونکي دي.

د قال الله او قال الرسول ﷺ اورېدونکي پتنګان يې نن يوا زي او يوازي پر يادونو باندي بسنه کوي. او دالله تعالي څخه اميد لري چه د حضرت پرنقش قدم د تللو توفيق راکړي.

ليکوال : حافظ محمد يو سف (د حضرت شيخ(رح)  زوی)



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.