نن په انځورونو کي

د شام مجاهدینو په تونل ایستلو کې د طالبانو ریکارډ مات کړ- ویډیو

نن ټکی آسیا: د سوریې څخه تازه خپاره شوي خبرونه او ویډيو ښيي چې په دغه هیواد کې ازادي غوښتونکي جنګیالي توانیدلي چې  د سوریا د پخواني واکمن بشار الاسد د ځواکونو یو فوځي  مرکز په بمونو والوزوي.

 ویل کیږي چې د چاودنو پر مهال په دغه فوځي مرکز کې تر ۱۰۰ زیات فوځیان موجود وه  او هم د فوځي وسایلو او ټانګونو څخه ډک وو، که څه هم چاودنه ډیر درنه  وه، خو بیا هم د کره مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو  په لومړي ځل ددغه تکتیک څخه کار اخیستی وو، او د کندهار د محبس څخه یې قریب خپل پنځه نیم سوه ملګري ازاد کړي وه او دا په هغه وخت کې د زندان څخه د تونل له لارې د بندیانو د ویستلو یو نړیوال ریکارډ نومول شوی وو.

که څه هم کیدای شي ددې تونل الهام د کندهار د محبس د تونل څخه اخیستل شوی وي، خو توپير یې په هدف کې و، چې لومړی تونل  د خپلو ملګرو د ازادۍ په خاطر ایستل شوی و  او دوهم د خپل مخالف دښمن د مرګ په خاطر.

د شام پيښه د ادلب په نامه ښار ګوټي کې د بشار الاسد د نظامي فوځیانو په مرکز  تر سره شوې، چې په کې تر سل زیات  په وسلو سمبال پوځیان اوسیدل. ویل کیږي چې په دغه نظامي مرکز کې خورا زیاتې درنې او سپکې وسلې موجودې وې.

په دغه چاودنه کې ۶۰ ټنه چاودیدونکي توکي کارول شوي  او تونل ۸۵۰ متره اوږد ایستل شوی، د تونل ایستونکي  وايي چې پوره اوه میاشتې پرلپسې يې پر دغه تونل کار کړی.

دا لومړی ځل نه دی چي د شام د ازادۍ جنګیالي د بشار الاسد د پوځیانو مرکز په داسې لوی انفجار له منځه وړي،  بلکې تر دې مخکې يې هم په وادي الضیف کې یو بل مرکز په ورته توګه له منځه وړی و.

{mp4remote}http://vid.alarabiya.net/2014/05/14/bomb_1405/bomb.mp4{/mp4remote}

{youtube}cme1qJfRzWA{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x