دیني، سیرت او تاریخ

فکری جګړه/ پنځمه برخه

د چا په خلاف چې دوي جګړه بنده کړي ده نوهغوي د دوي دوستان دي او څوک چې له دوي سره دوستي کوي دوي هم د هغوي یعنی د یهودو اونصاراؤو له جملي څخه دي

لکه څرنګه چې الله  ﷻ  فرمايي:

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ- المائدة 51

د یهودو دوستي د هغوي سره مرسته او کمک او د هغوي نه مرسته او د دوي سره داسي  زنده ګي  کول لکه چې د مسلمان سره کیږي دا د هغوي دوستي ده.

 او هر هغه څوک چې د هغوي سره مرسته او د هغوي نه مرسته غواړي دا دیهودو او نصاراؤو د جملي څخه دی ولوکه ځانته رهبر د جهاد ،شیخ القرآن او شیخ الحدیث وايي، او  دي د سره به الله  ﷻ  په ورځ د قیا مت هغه معامله کوي چې کومه الله  ﷻ  د یهودو او نصاراؤو سره یي کوي اګرکه په دنیا کي ځان وساتي او خپل تور زړه په سپينو جامو پټ کړي مګر په آخرت کې به يي الله  ﷻ  رسوا کړي او د خیانت او غدر بیرغ او دهغي دوکي چې په اسلامي جامه کې د اسلام او مسلمانانو سره او الله له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره يي کړي د ولو په منځ کې به يي د الله په  قدرت نصب وي  او پکې لیکلي وي چې  (هذا غدرة فلان ) بیا به هلته پټيدلي نشي او د محشر ټول انسانان به د هغه په غدر ،خیانت او دوکي الله جل جلاله خبر کړي او وینې به يي.

دریمه خبره چې مخکې آیة شریف واضحه کړي چې اوله د جګړي د دویمه د جګړي د دریدو او بندیدو ممثله وه دا دواړه واضحه شوي دریمه دا چې باالفرض که مونږ العیاذ با الله د دوي سره او د دوي فکر قبول کړو او د هغوي یعنی د یهودو او نصاراؤو تګلاره ومنو،فرهنګ او نظریه یي قبوله کړو، عقیده يي ومنو او د هغوي ټولو فکري ارزښتونو ته درناوی ولرو  بیا به د الله تله کې په کومه تلې تلله کیږي او په دنیا کې به څه یو او آخرت کې به څه يو.

الله  ﷻ  فرمايي:

 ” قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى  الآيه “

ای مسلمان په دنیا کې به تا دوي ډیرو شیانو ته دعوت کوي او وايي به یعني کفار چي حقوق بشر،آزادۍ،لیبرالیزم،ډیموکراسي او کمونیزم دی چې د انسان  احترام دی په دي کې زغم دی مطبوعات په هم وايي  او راډیوګاني ،تلویزونونه یا نور اطلاعاتي او خبري وسائل وايي به چې اسلام کي خشونت ،دهشت او ترهه ده او اسلام په زور خپور شوي دي او وايي چې اسلام د بشر اوسني تقاضاوي نشي تامین کولي او اسلام د حاکمیت صلاحیت نه لري،دا ټول خرافات دوي واي.

خو الله ﷻ  خپل پیغمبر  ﷺ  ته وايي چي ورته ووایه چي ” قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى الآيه” دا د الله نازل کړي هدایة همدغه هدایة دی او بس او د دي نه بغیرهدایة دسره نشته.

علماء فرمايي چې په دي آیة کې حصر دی یعنی هدایت همدغه هدایت دی چې الله نازل  کړي اوبس.

هغه هدایت کوم چي دوي یعني یهودو او نصاراؤو د هغوي په خلاف راپورته شوي او د مسلمانانو د ذهن دغه خلاف  يي وباسي او هغه هدایت چې مسلمانان ورباندي عقیده لري بي باوره کړي  او الله  ﷻ  فرمايي چي بس ما چې کوم هدایت نازل کړي ګورئ چې د دي نه بی لاري نشي او که چیرته بي لاري شي ؟  نوبیا

” وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ “

 او که ته  چیرته تابعداري وکړي د دوي د خواهشاتو ” مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ” نه به وي تا له د الله له نه دوستي او نه مرسته.

 پیغمبر  ﷺ  هیڅ کله هم د یهودو متابعت نه کوي نه يي کړي ده پدي آیت کې تعریض دی امت ته چي اي امت محمدي  ﷺ  هدایت یواځي او یواځي په ما انزل الله کي دي او که تاسو پس د الله د هدایت نه او د حق د لاري د وضاحت نه  نه د هغوي د خوا هشاتو پیروي وکړي نو له تاسو به د الله دوستي او مرسته سلب وي بیا به الله له تاسو سره دوستي نکوي او نه هم کمک له تاسو سره وکړي، د هواء یعنی خواهشاتو معني کټه مټه معني ډیموکراسي ده «د خلکو حکومت ، په خلکو باندي ،او د خلکو لپاره » یعني د غڅ اکثریت حکومت دی نه د الله حکومت ،چې اکثریت  څه غواړي هماغه به کیږي نه داچې الله څه غواړي او نه دا چې رسول الله څه غواړي اکثریت چې هر څه وغواړي او اکثریت چې هر چا ته رايه ورکړه او اکثریت چې په هر څه فیصله وکړه هغه په ډیموکراسۍ کي حق دي که د دین، عقیدي  او د انساني فطرت په خلاف وي بس اکثریت چې فیصله وکړه هغه د ډيموکراسۍ په دین کي حق وي  د بحث په دوام کې د اکثریت یادونه وشوه او دي ته باید متوجه شو چې دا یوه ډیره خطرناکه مسئله ده ځکه چې که اکثریت دا ووايي چې خداي مکړه مونږ اسلام نه منو نو هغه به فیصله کیږي او بله داچي په ډیموکراسۍ کي  د قضایاؤو د حل معیار هغه اکثریت دی یعنی د ډیموکراسۍ په دین کي خداي او حاکم اکثریت دی او د اکثریت فیصله او متابعت به کیږي او د ډیموکراسۍ په دین کې العیاذ باالله  د ډيموکراسۍ پیروان الله بی واکه کوي ځکه چې دوي خداي حاکم نه بولي او وایی د الله ﷻ  حاکمیت،پادشاهي فیصلي  خاص د آسمانونو پوري ده او مونږ سره هیڅ کار نه لري خداي مونږ پیداکړي یو خو زمونږ سره يي هیڅ کار نشته ، نه په سیاست کې،نه په نظام کي او نه په اقتصاد کي بلکي دوي وايی چې الله هیڅ قانون نه دي نازل کړي  او الله  ﷻ  نه وايی چي زه په مځکه هست شویم دلته په زمونږ قانون چلیږي او ته دي خپل قانون په آسمانونو کي چلوه دي ته وايي ډيموکراسي ،لیبرالیزم او آزادۍ یعنی د چانه آزادۍ؟ د فطري اخلاقو نه ،اسلام نه ،د روا نه او نا روا نه آزادۍ دی ته وایي اهواء او خواهشات او الله  ﷻ  فرمايی:

” وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ۝ “

[سورة البقرة:120]

اي مسلمانه که چیرته د دوي د خواهشاتو پیروي وکړي نو هم به په دنیا کې او هم به په آخرت کې….نه ګوري د اوسنۍ ډیموکراسۍ لیونیانو ته  چې ډیموکراسۍ ته ښه اټنونه کوي یو ورځ به وي چي د لاس پاک په شان به دغه نړیوال صهیونیزم خپل لاسونه پدغه لاس پاک پاک کړي او هغه خوا به يي وغورزوي او دوي په دا فکر کوي چې دوي د ځان سره بوځي او واشنګټن کي به فامیلي ورته جوړوي؟ نه خیر دوي به  اوس د اسلام په خلاف وي اوبیا به همدوي بیرته د مسلمانانو په لاس ورځي او د مجرمینو په حیث به په ټولنه کې رسوا کیږي او بیا به يي نه امریکا،نه انګلیس،نه فرانسه  او نه د ډیموکراسۍ ټیکه دران ملاټړ کوي او نه به يي الله  ﷻ  کمک کوي دا چي نن د ډیموکراسۍ پسي تللي او

د نړیوال صهیونیزم او صلیب بیرغ پورته کړي دوي به یو ورځ ذلیله او رسوا کیږي،راځو اصلي مسئلي او خپل مطلب ته چي لري نشو چي عبارت د پرپسي جګړي د دریدلو دي   الله ﷻ په خپل کتاب کي فرمايي:

 ” وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ الآيه “

ژباړه:او هرهغه څوک چې واوړي له تاسو نه  اي مؤمنانو له خپله دینه او مرتد شي او پداسي حال مړشي چي کافر وي پس د دغو خلکو اعمال یعني برباد شوي.

د اسلامي امت  د یوالي  په هیله!

لیکوال: مولوی محمد ادریس

ددې لیکني مخکنۍ برخه:

http://nunn.asia/index.php/leekani/deen/11454

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x