افغانستان

د فراه او پروان لپاره نوي والیان ټاکل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د فراه او پروان ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکلي دي.

د یادې ادارې ویانده منیره یوسفزاده وايي، جنرال فضل الدین عیار یې د پروان د نوي والي په توګه او جنرال عبدالبصیر سالنګي د فراه د نوي والي په توګه ټاکلي دي.

د دې په خبره، یادو ولایتونو ته نوي والیان د دې ادارې په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ ټاکل شوي دي.

د فراه والي محمد عارف شاه جهان درې ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د ناامنیو او د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ د شوي اخ ډب له امله استعفا ورکړه.

د سیمه ییزو اورګانونو ادارې د فراه او پروان لپاره نوي والیان دواړه پوځي کسان ټاکلي، چې دواړه یې د لېسانس ترکچې هم زده کړې نه لري او دواړو ته د جنرالۍ رتبې په خپلمنځي جګړو کې ورکړل شوې دي.

جنرال عبدالبصیر سالنګي د ننګرهار، میدان وردګو او د کابل امنیه قومندان په توګه دندې ترسره کړي او څو کاله وړاندې د پروان والي و.

د پروان او فراه لپاره نوي والیان داسې مهال ټاکل شوي، چې د ملي یووالي حکومت تراوسه د بلخ والي له واکه نه دی غورځولی او پرځای پاتې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x