fbpx

په سحر کې تسبیح ویل

دکتور کفایت الله وردګ

مونږ ټول کوښښ کوو چې داسې عمل وکوو چې ډېر ثواب مو په برخه شي یو له هغه عملونو څخه چې په کولو یې الله جل جلاله ډېر ثواب ورکوي هغه یو سنت عمل دی چې د سحر په وخت کې یو ډول تسبیح دي سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، عَدَدَ خَلْقِهِ وَرِضَا نَفْسِهِ وَزِنَةَ عَرْشِهِ وَمِدَادَ كَلِمَاتِهِ په سحر کې ددې تسبیح ویل سنت دي له حضرت ام المؤمنین جویرة رضی الله عنها څخه روایت دی هغه فرمايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم له ما څخه په سحر کې ووتلو داسې وخت چې د سحر مونځ مو کړی وو او دا په هغه ځای کې ناسته وه چېرته یې چې مونځ کړی وو او بېرته رسول الله صلی الله علیه وسلم پداسې وخت کې ورته راغلو چې د څاښت وخت وو او دا مبارکه په هماغه ځای ناسته وه رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : مَا زِلْتِ عَلَى الْحَالِ الَّتِي فَارَقْتُكِ عَلَيْهَا؟ (ته تراوسه په هماغه ځای ناسته یې چې په کوم ځای کې هغه وخت ناسته وې چې زه درڅخه تلم؟) دې مبارکې ورته وویل : هو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : لَقَدْ قُلْتُ بَعْدَكِ أَرْبَعَ كَلِمَاتٍ، ثَلاثَ مَرَّاتٍ، لَوْ وُزِنَتْ بِمَا قُلْتِ مُنْذُ الْيَوْمِ لَوَزَنَتْهُنَّ: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، عَدَدَ خَلْقِهِ وَرِضَا نَفْسِهِ وَزِنَةَ عَرْشِهِ وَمِدَادَ كَلِمَاتِهِ . صحیح مسلم

ترجمه : ما لتا څخه وروسته څلور کلمې وویلې دری ځله که چېرته له هغه څه سره وتلل شي کوم چې تا نن ویلي دي (په دومره اوږده وخت کې چې ته د سحر د مانځه نه تر اوسه پورې د مانځه په ځای ناسته یې) نو دا کلمې به ستا د ټولو ویلو اذکارو سره په وزن کې برابرې شي:

سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، عَدَدَ خَلْقِهِ وَرِضَا نَفْسِهِ وَزِنَةَ عَرْشِهِ وَمِدَادَ كَلِمَاتِهِ.

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د