fbpx

د اسلامي نړۍ ځلانده ستوري 

لیکوال : مفتي محمد الياس فاتح

الإمام شهاب الدين بن أرسلان رحمه الله   

هغه په لس کلنۍ کې دقران کريم حافظ او په ځوانۍ کې د فلسطيني ټاټوبي تر ټولو ستر عالم وپېژندل شو

که څه هم د فلسطين مسلمان ملت د اسرائيلي صهيونستي زبېښاک د لاسه د نا امنۍ  پر سکروټو رغړي، او د غاصبو يهوديانو د بوږنونکو وحشتونو له وجهې يې د انساني تمدن د نورو سکتورونو په څېر د ديني علومو ادارې هم له زيانونو سره لاس او ګريوان دي، خو د دې ستر ناورين  با وجود  دغو مؤمنو  پرګنو بيا هم د شرعي علومو د مختګ مخه  ډب کيدو ته نه ده پرې  ايښې او په هر ډول ناسمو شرايطو کې يې وار په  وار د اسلامي نړۍ په کچه نوميالي علمي سټې وړاندې کړي دي، چې له هغوی څخه يو هم مشهور امام، ستر محدث ،  فقيه، اديب او روحاني شخصيت علامه ابن ارسلان رحمه الله دی.

نوم او نسب يې: خپل نوم يې شهاب الدين کنيت يې ابو العباس او لقب یې ابن ارسلان دی او د نسب لړۍ يې په دا ډول ده : شهاب الدين احمد بن حسين بن حسن بن علي بن يوسف بن علي بن أرسلان، الرملي ثم القدسي. د هغه لقبي نوم اصلا د ليکدود له مخې په همزه سره «ابن أرسلان » دی، مګر ډېری خلکو يې په تلفظ کې همزه حذف کړی «ابن رسلان» يې ويلی.

زوکړه او زده کړه  يې: علامه ابن أرسلان  په (۷۷۳ او يا ۷۷۵ )سپوږميز کال، د فلسطين په « الرمله» لرغوني ښار کې نړۍ ته راغی او همدلته (الرمله) کې را لوی شو.  د هغه پلار سوداګر (تجار) مفکر،او د قران کريم ښه قاري و، او مور يې هم  ډېره دينداره او بزرګه  ميرمن وه ، ماما يې هم لوی عابد او د اورادو خورا زيات پابند و.

ابن ارسلان له لومړي سره په يوه دينداره کورنۍ کې او په ځانګړې توګه  د خپل مور پلار او ماما تر ښې پالنې لاندې وده کوله  ، او کله يې چې د عمر پر لسم  پسرلي قدم کېښود نو د قران کريم حفظ يې کړی و.

ويل کېږي، چې پلار يې په دوکان کې کيناوه او د دکاندارۍ (پلورلو او پېرودلو) مسؤليت يې ور وسپاره، نو هغه چې د تجارت پرځای خپل زړه په علم پسې  تړلی و، نو هر وخت به يې مطالعه کوله او (الخاصکيه)مدرسې ته به تله ، هلته به په سبقونو بوخت و،  دتجارت چارې  يې ټکنۍ شوې، چې په نتيجه کې يې دوکان تاوان وکړ او دی پکې  ملامت  راغی، نو ځکه يې خپل پلار ته وويل:  « زه يوازې د مطالعې صلاحيت لرم او بس»  . هماغه وه چې  د دکاندارۍ مسؤليت يې بيرته پلار ته وسپاره  او په علم پسې يې ملا وتړله،  د علم پېل يې له نحوې،لغت او نظم  څخه وکړ.

 استاذان او شاګردان يې: نوموړي په دې لار کې زيات سفرونه وکړل، زحمتونه يې وګالل او له نامتو استاذانو يې زده کړې وکړې، چې  د ځينو نومونه يې  په لاندې ډول دي:

الشيخ العلامه  شمس الدين القلقشندي .

الحافظ ابن حجر العسقلاني.

الامام العلامه شيخ الاسلام سراج الدين البلقيني.

الشيخ العلامه  ابن الهائم.

الإمام العلامة قاضي القضاة جلال الدين   البلقيني.

العلامة  ابن الناصح.

الشيخ الولي شمس الدين   التركستاني.

الشيخ العلامة شهاب الدين العلائي.

الإمام العلامة شمس الدين   الغزي.

الشيخ المحدث شهاب الدين  التركماني الأصل الدمشقي .

الشيخ جمال الدين   المخزومي المكي.

الشيخ المحدث أبو العباس  المارديني.

الشيخ المحدث عفيف الدين   النشاوري.

قاضي القضاة أحمد بن ناصر المقدسي .

الشيخ شهاب الدين   الحنبلي.

دعلامه ارسلان له مشهورو شاګردانو څخه  ځينې  داد ي:

۱ـ ابن أبي عذيبه.

۲ـ الکمال بن ابی شريف  .

۳ـ ابوالأسباط العامري.

تصنيفات يې:

۱ـ صفوة الزبد؛ دا د علم فقه ګټوره منظومه ده ، چې په مقدمه کې يې د اصول الدين له جمع الجوامع څخه او په خاتمه کې يې د تصوف نظم راخيستی دی.

د دې کتاب په فضائلو کې ويل کېږي، چې  کله يې دا کتاب مکمل کړ،نو له ځان سره يې سمندر  ته يې يووړ، يو ډبره (کاڼی) يې ور پسې وتړله  او  د سمندر تل  ته يې ور وغورځاوه، ويې ويل:

« ای الله جل جلاله ! که  دا کتاب خالص ستا لپاره وي نو له اوبو يې  بیرته  سلامت را وباسې او که نه،نو پکې لاهو يې کړې (په اوبويې يوسې) نو دغه کتاب بيرته د درياب له تله را وخوت او د اوبو پر سر باندې لوړ ودريدی او  يو حرف يې هم اوبو نه و  وړی.

دغه منظومه وروسته  په (بولاق) ښار کې په ۱۲۸۵هـ کال چاپ شوه، داسې حال کې چې ګڼ شمېر حواش پرې کښل شوي وو. له دې کتاب څخه بېشماره خلکو ګټه پورته کړه او وخت په وخت  نامتو عالمانو پرې  حاشيې او شرحې وليکلې او په جامعه ازهر کې  هم دتدريس په توګه وټاکل شو.

پر يادې منظومې ځينې کښل شوې شرحې دا دي: (فتح الرحمن ؛ دوه جلده)،(عاية البيان فی شرح زبد ابن رسلان)،(فتح الصمد بشرح صفوة الزبد)،(فيض المنان بشرح ابن رسلان)،(افادة السعادة العمد بتقرير معانی نظم الزبد).

2-   كتب قطعًا متفرقة  في التفسير.

3- شرح البخاري ؛  تر آخر الحج  يې  درو جلدو ته ورسوله  خو نېمګړې پاتې شوه.

4-  شرح لسنن أبي داود ؛ يوولس جلده .

5- نظم في علم القراءات  .

6- شرح منهاج البيضاوي .

7- مختصر أدب القضاء للغزي.

8- فوائد مجموعة نفيسة تتعلق بالقضاء وبالشهود.

9- شرح تراجم ابن أبي جمرة .

10- شرح الشفا معتنيًا فيه بضبط ألفاظه.

11- شرح ألفية العراقي في السيرة.

12- تنقيح الأذكار.

13- شرح على التنقيح للزركشي.

14- استشكالات على شرح الكرماني ؛  يو جلد، نامکمله.

15- شرح جمع الجوامع  .

16- شرح الأربعين النووية.

17- شرح منهاج الطالبين للنووي.

18- شرح على مختصر ابن الحاجب.

19- شرح البهجة الوردية ؛ نيمګړې.

20- تصحيح الحاوي. پوره نشوه.

21- شرح ملحة الحريري .

22- نظم إسناده بصحيح البخاري مع حديث من ثلاثياته.

23- مختصر حياة الحيوان للدميري مع زيادات فيه لقطعة من النباتات.

24- طبقات الفقهاء الشافعية.

25- إعراب الألفية.

 رحلت او کرامت يې: علامه ابن ارسلان رحمه الله  علمي ډګرونو ته تر زياتو خدمتونو وروسته ، دبيت المقدس د مسجد اقصی د «الختنية) په  مدرسه کې د۸۴۴هـ کال  دشعبان ۲۴مه د چهار شنبې په ورځ   د اجل داعي ته لبيک ووايه، او له دې نړيدونکې نړۍ سره يې د تل لپاره  خدای پاماني وکړه.
د ده مبارک جسد په  «تربة ماملا» کې د ابو عبدالله القرشي ترڅنګ خاورو ته  وسپارل شو.

د علامه ابن ارسلان په مرګ د بيت المقدس او نورو ښارونو د فراق اوښکې تويې شوې ،  په جامع ازهر ،جامع الأموي  او نورو ځايونو کې يې غائبانه جنازې هم وشوې.

وايي: کله چې قبر کيندونکي ورته لحد جوړاوه نو دا غږ يې واوريد: « رَبِّ أَنْزِلْنِى مُنْزَلاً مُبارَكاً وَ أَنْتَ خَيْرُ الْمُنْزِلِينَ» . د ده له مرګ وروسته له صالحينو څخه يو تن حسين الکردي په خوب وليد،ورته ويې ويل:  الله تعالی څه معامله درسره وکړه ؟ هغه وويل: زه يې خپلې مخې ته ودرولم  او راته ويې ويل: ای أحمده ! ما تاته علم درکړی و، تاڅه عمل پرې وکړ؟ ما ورته وويل: ما علم وکړ او پر هغه مې عمل هم وکړ. ويې ويل: احمده ! تا رښتيا وويل،له ما څخه څه غواړې؟ ما ورته وويل: ته هغوی ټولو ته بښنه وکړه چې زما جنازه يې کړې .

نو ويې ويل: بېشکه ما هغوی ته مغفرت وکړ چاچې ستا جنازه کړې، او چا چې ستا په جنازه کې ګډون کړی .

له دې خوب  وروسته (حسين الکردي) هم  ډېر ژر  له  نړۍ  سترګې  پټې کړې.

نفعنا الله من برکاته  والحقنا به فی عباده الصالحين ورفع  درجته فی عليين

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د