نظــر

عبد الله پنجشيريان د نورو قومونو په ضد جنك ته هڅوي؟!!

د عبدالله له لوري پنجشيريانو ته يو ليك استول شوى، پنجشيريان ئې د نورو قونو په ضد جنك ته هڅولي، د پنجشير والي د حج او اوقافو رياست او امنيه قومندان ته امر كړى چي دا ليك د جوماتونو امامانو او خطيبانو ته وركړى شي چي خلكو ته ئې واوروي او په پراخه پيمانه په پنجشير كي خور شي، دا ليك چي څو ورځي وړاندي پنجشيريانو ته لېږل شوى او نسخه ئې رسنيو ته په لاس ورغلې، د دې منفوري او پرديپالي ډلي شديد قومي او ژبني تعصب او بدمعاشي په گوته كوي، راشئ دا كرغېړن او نفرت پارونكى ليك له نظره تېر كړئ:

دا ليك په حقيقت كي د پښتنو او نورو قومونو په ضد د جنگ اعلان دئ، كوم آيت چي د ليك د عنوان په توگه غوره شوى او د ليك په سر كي ئې راوړى د جنگ مطالبه كوي، ترجمه ئې دا ده: او د الله په لار كي له هغو سره وجنگېږئ چي له تاسو سره جنگېږي او تېرى او زياتى مه كوئ، يقيناً چي الله تېرى كوونكي نه خوښوي.

پوښتنه دا ده چي د عبدالله ډله له چا سره جنگېږي؟ كوم جنگ ته پنجشيريان وربلي؟ د انتخاباتو اړوند اعلاميه كي د جنگ يادونه او د جنگ پر آيت استناد څه معنى لري او د دوى موخه څه ده؟ دا نږدې پنځه ويشت كاله چي دوى كله د روسانو او كمونستانو په څنگ كي او كله د امريكايانو تر قومندې لاندي له پښتنو او نورو قومونو سره جنگېدلي دي آيا دا كفايت نه كوي او لا ئې زړه نه دئ يخ شوى؟!!

راشئ د دې كرغېړن او له نفرت او كينې ډك ليك لاندي تورو كرښو ته لږ ځير شئ:

ما به رهبري و قيادت سپه سالار شهيد برای پنجشير ارمغان افريديم. پنجشير از ولسوالی به ولايت ارتقا کرد، در حدود اضافه تر از ۳۵ در صد کارمندان بلند پايه حکومتی از پنجشير اند، پنجشير امروز از سطح يک ولايت هم بلند رفته است و مانند قندهار در تصميم گيری قدرت شريک است. ديروز تصور بر اين بود که اگر مردم قندهار با شخصی نباشند او نميتواند  حکومت کند. امروز اين طرز تصور در مورد پنجشير هم وجود دارد. پنجشير در سطح رهبری يک قوم بزرگ افغانستان قرار گرفته  است. شما ميبينيد که امروز تاجيکان افغانستان هويت شان را بدون پنجشير در هيچ ميبينند.

پنجشير امروز به يک داعيه تبديل شده است. اين داعيه، بزرگی و رهبری يک قوم شريف افغانستان است. تمام مجاهدين افغانستان و نيروهای مقاومت بزرگی و رهبری پنجشير را پذيرفته اند. اما در چنين يک وضعيت، برخی با سوی استفاده از نام رهبر بزرگ و بی همتای جهاد و مقاومت افغانستان، عليه مردم پنجشير اقدام ميکنند.

کسانی که به گفته احمد ضيا و جنرال صاحب جرأت  به زلمی رسول رأی دادند، چه فايده جز ايجاد بی اتفاقی در بين سنگرداران سپه سالار شهيد، حاصل شان شد. اين ها هنوز هم در نفرت و کدورت با ما زنده گی ميکنند و ميخواهند آرای شما را اينبار به دامن داکتر اشرف غنی احمدزی بريزند. آن ها داعيه بزرگ رهبر جهاد و مقاومت را به دل ندارند، صرف برای قدرت ميرزمند. پس، از شما ميخواهيم که با آن ها يکی نشويد، از آن ها نشنويد و پنجشير را که رهبری اضافه تر از نصف افغانستان را به عهده گرفته است توته و پارجه نکنيد.

گورئ چي عبدالله خپله بريا د پنجشيريانو بريا يعني د يوه توكم بريا گڼي!! وايي د نيمايي افغانستان مشري د پنجشيريانو لاس ته ورغلې!! وايي ټولو مجاهدينو د پنجشيريانو زعامت او مشري قبوله كړې ده!! وايي موږ پنجشير له ولسوالۍ ولايت ته لوړ كړ، او اوس پنجشير داسي لوړ مقام ترلاسه كړى چي د حكومتي لوړ پوړو چارواكو پنځه دېرش سلنه (35%) پنجشيريان دي!! وايي نن ټول افغانان په دې باور دي چي له چا سره پنجشير نه وي هغه پر افغانستان حكومت نشي كولى!! وايي د افغانستان تاجكان خپل هويت په پنجشيريانو پوري تړلى گڼي، له پنجشير پرته خپل شته والى په نشت حسابوي!! له پنجشير نن يوه داعيه جوړه شوې؛ د يوه شريف قوم د لويي او مشرۍ داعيه!! عبدالله ځان د مسعود د آرمانونو مدافع بولى او د مسعود ورور احمد ضياء له دې كبله د مسعود آرمانونو ته خائن گڼي چي د عبد الله په څېر يوه كم اصله پنجشيري ته د رأى وركولو پر ځاى اشرف غني ته رأيه وركوي!! هغه د ليك په پاى كي يو ځل بيا وايي: پنجشير د افغانستان تر نيمايي زيات زعامت او مشري ترلاسه كړې ده، پنجشيريان بايد پرې نږدي چي څوك پنجشير ووېشي!! د پنجشير والي د حج او اوقاف رياست ته امر كوي چي دا ليك ټولو امامانو او د جوماتونو خطيبانو ته ولېږي چي خلكو ته ئې واوروي، د پنجشير امنيه قومندان ته امر كوي چي دا ليك په پراخه پيمانه په خلكو كي خور كړي.

دا ليك له شك پرته د افغانستان ټول قومونه د تاجكانو او پښتنو په شمول د پنجشير او د پنجشيريانو د واكمنۍ په ضد پاڅون ته هڅوي، د افغانستان هيڅ توكم دې ته چمتو نه دئ او دا پيغور نه مني چي يو وړوكى توكم پر هغوى باداري وكړي!! هغه هم د پرديو د مټو په زور او د بدمعاشيو له لاري. افغانان له دې كركه لري چي څوك وروڼه قومونه سره وجنگوي، يو قوم تر نورو زيات شريف وگڼي او نورو ته د ذليل او سپك په سترگه وگوري، د يوه قوم د مشرۍ او واكمنۍ خبره وكړي او د شيطاني موخو لپاره د قومونو د يووالي او وحدت پر ځاى د قومونو د وېشلو او يو تر بل د غوره ثابتولو هڅه وكړي.

چا ته چي دا ليك په لاس ورشي او په ويلو سره ئې د دې ډلي له خبيثو موخو خبر شي هغه به يقيناً شديد عكس العمل ښيي، آيا هيڅ شريف او مؤمن افغان به دې ته چمتو شي چي د داسي منحطو شعارونو ملاتړ وكړي؟!!

متأسفانه د شورى نظار او جمعيت مشري اوس د داسي كچه او سپكو انسانانو لاس ته ورغلې، ديني او ملي آرمانونو ته ئې شا كړې، د اقتدار لپاره له هيڅ رذالت ډډه نه كوي، په دې هم نه شرمېږي چي له امريكا سره به امنيتي تړون له شرط او ځنډ پرته لاسليك كوي، د بهرينو ځواكونو شتون او هغوى ته نظامي اډې وركول د افغانانو په گټه گڼې، غواړي امريكايان په افغانستان كي زندانونه ولري، د افغانانو د نيولو، وژلو او د دوى پر كليو او كورونو د بريد حق ولري!! دوى د انتخاباتو په لومړي دور كي د بدمعاشيو له لاري او په حكومت كي د خپل نفوذ په مټ دومره تقلب وكړ چي د اصلي رأيو په پرتله د دوى د تقلبي رأيو شمير زيات وو، خپل صندوقونه ئې له جعلي او تقلبي رأيو ډك كړل او د نورو رأى پاڼي ئې له صندوقونو وايستلې او په لارو كوڅو كي ئې وشيندلې!! گواښونه ئې كول چي كه د دوى بريا اعلان نشي نو ويني به توى شي او نيمايي افغانان به غرونو ته وخېژي!! او هر څوك پوهېږي چي دوى اوس نه غرونو ته د ختلو همت لري او نه له خپل اشرافي ژوند و افسانوي قصرونو لاس اخيستو ته چمتو دي، غرونو ته ختل هغه ايمان او همت غواړي چي دوى پنځه ويشت كاله وړاندي تر پښو لاندي كړ او په ډالرو ئې وپلورو.

مولوي فائز كندهارى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x