ولي د کابل خونړی برید؟

احمد مختار

کابل نن بیا د یوې خونړۍ پیښې شاهد و ، داسې خونړۍ پیښه چې ټول قربانیان یې افغانان دي.

ګډ حکومت چې لا یې هم د انټرکانټیننټل هوټل د برید په اړه د افغان ولس او نړیوالو پوښتنې نه دي ځواب کړې ، نن یې د امنیتي او دفاعي چارو ویندویان د بلې حادثې په اړه مصروف او غواړي نور د دې پیښې په رامنځته کیدو سره د انټرکانټيننټل د پیښې دوسیه د تل لپاره همداسې ناویلې وتړي.

د کابل ننی برید چې خواوشا۲۵۰ کسانو ته ورکې مرګ ژوبله اوښتې په تیره یوه اونۍ کې دوهمه بوږنوونکې حادثه ده چې یواځې په کابل کې را منځته کیږي .

پرون توماس ګریسبک، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د چټک ماموریت د عامه اړیکو رئیس اعلان وکړ چې په تیر ۲۰۱۷ کال کې یې په افغانستان کې د طالبانو خلاف ۴۲۰۰ بمونو کارولي او په زرګونو بریدونه کړي ، د ګډ حکومت د هوايي ځواکونو د تقویې لپاره یې هغوي ته څلور پرونده نورې بلک هوک څرخکي ورکړي او پر هغو علاوه جیټ بم غورځوونکو الوتکې هم ورکوي.

ګډ حکومت پرته له دې چې د امریکايي ځواکونو د دغو دواړو وحشیانه کړنو د منفي اغیزو او خونړیو غبرګونو له حساسیتونو ځان خبر کړي هغه یې تائید او په مقابل کې یې له امریکایانو څخه مننه وکړه.

د کابل ننی خونړی برید په حقیقت کې د ۴۲۰۰ پرونیو امریکايي بمونو او ګد حکومت د غیر مسؤلانه هرکلي خونړی غبرګون دی چې نن یې ټول کابل په ویر ناست دی.

هیڅوک نسته چې له امریکایانو وپوښتي چې تاسو دا ۴۲۰۰ بمونه پرچا او ولي وغورځول؟

که چیري هغه واقعا پر کلیو او سیمو باندې د جګړې د له منځه وړلو او امنیت راوستلو په غرض غورځول شوي وي نو په کابل کې په یوه اونۍ کې دوه بریدونه ولي او د چا لخوا تر سره کیږي؟

نن په کابل کې د ګډ حکومت دولتي ویاندویان د دې په ځای چې د ولس پوښتونو ته د خپلې نا اهلي او بي کفایتي په اړه ځواب ووايي ټول پر دې شخوند وهي چې د نني برید ټول قربانیان ولسي وګړي دي.

هغوی لکه اصلا چې د ولس او ولسي وګړو د مصؤنیت په اړه هیڅ احساس د مسؤلیت نه لري.

د هیښتیا وړ خبره داده چې له دومره لويي غمیزه سره سره هغوی پر دې خبره خوشاله ښکاري چې د غمیزه پړه طالبانو پر غاړه اخیستي.

هغوي له دې ناخبره دي چې ستاسي فاسده واکمنۍ هغه فتنه زیږوونکې مور ده چې هره لحظه او شیبه افغانانو ته ویرونه او ماتمونه زیږوي.

هغوی لکه پرون چې د غزني په قره باغي او مونګور سیمه کې د یوې مکملې کورنۍ د شهادت ویرجنه پیښه هیڅ نه وي اوریدلې؟

هغوي لکه ابله ورځ چې د کندوز په چاردره ولسوالۍ کې د څوارلسو کلیو په ولسي خلګو ګلان شیندلي وو چې ټول یې له خپلو کلیو او کورونو څخه اواره کړي ول؟

د هغو پیښو پړه خو طالبانو پر غاړه نه ده اخیستې هغه د چا لخوا رامنځته شوې؟

حقیقت دا دی چې د کابل ننی خونړی برید په مجموع کې د امریکايي ظالمانه اشغال او په افغانستان کې د لسګونو زره امریکايي بمونو د غورځولو عکسي غبرګون دی چې د ډیر میندې ورکې بوري شوې.

په دې کې شک نشته چې هم د امریکايي بمونو او هم د کابل د نني برید ټول قربانیان افغانان دي.

خو ټرمپ او د هغه د وحشیانه کړنو مؤیدین اصلا غواړي د افغانستان د اشغال په دوام سره دلته نیابتي جګړه جاري او د افغانانو وینې ورکې همدغسې بهاندې پاتې شي …

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د مور شیدې دی سه دا علمی!!!! تحلیل.
اصلاً نه امریکائی بد دی نه طالب او تروریسټ بلکه بې ګناه خلګ بد او ګرم او ملامت دی چه د سولی او آرامی آرزو لری!!!!

محمد خالد
میلمه
محمد خالد

زیری زیری زیری تولو طلبای کرام ته ورکول کیزی پس له دی له مشر مولوی صاحب نه نیولی تر اخرین طالب پوری دجنت زیری ورکول کیزی حه چی طالبان که په حق رسیدلی یا ژوندی دی ددوی په مخ جنت دروازی خلاصی دیو حکه چی دا غوندی استشهادی عملیات د 5 پولیسو دوژلو لپاره 250 عام خلک چی په کی وژل کیژی ددوی گناه نه دی ددوی تقدیر په دغه لوبو کی له ازل نه ثبت شوی ووه. او هغه فتوا چی مشرمولوی صاحب اونور مولوی صاحبان چی پخوا وروکری حای پرحای دی لکه ددوی په فکر دغه ایت من… نور لوستل »

سرتور
میلمه
سرتور

غ حضرت او غ خالده مونږ تاسی ته مبارکی وایو چه کمیشن کاری مو وشوه ډالری مو به دی ګډو وډو ډيری جوړی کړی کورنی به مو له خواشالی خولی اسمان ته غورځوی ، څه ښه دلایل چه هغه ایت منسوخ دی ( ژباړه : څوک جه مومن مړ کړی د هغه ځآی دوزخ دی تل به پکی وی ) مګر له دی خبر نه یی چه کوم اسلامی هیواد څه چه ستا په کوجنی کور حتی مسلمانان تیری وکړی اشغال یی کړی د هغه کور به لوی وړو د هغه اشغالګرو په ضد جهاد فرض دی که هغه اشغالګر… نور لوستل »