د لمانځه شروط ، ارکان ، واجبات او سنتونه

احمدجنید مبارز

ډېر دوستان د لمانځه په ارکانو، فرضونو، سنتونو، واجباتو نه وي خبر؛ په دې لیکنه کي مي ان شاءالله ټول درته چمتو کړي دي، معلومات اضافي کړئ، او دا معلومات د ثواب او اصلاح په نیت نشر کړئ.

د لمانځه شرطونه اته (۸) دانې دي:

۱ :- په پاکو اوبو اودس کول دي، که اوبه نه وي نو بیا تیمم وهل دي په پاکه خاوره سره.
۲ :- د جامې پاک والی دی د سپکي او درنې مردارۍ څخه.
۳ :- د هغه ځای پاکوالی دی چي لمونځ پر کیږي.
۴ :- د بدن پاکوالی دی د بولو او ګندګیو څخه او هغه مرداري چي ددې په مثال وي.
۵ :- د عورت پټول دي، د نارینه عورت لاندي له نو څخه تر ځنګنو پوري دی او ښځه ټوله عورت ده خو مخ، لاسونه، او پښې یې نه دي عورت؛ لاسونه تربندو، پښې تر بیجلکو پوري.
۶ :- مخ قبلې ته ګرځول دي.
۷ :- نیت کول دي.
۸ :- د لمانځه وختونه پیژندل دي.

هر هغه څوک چي ددغه اتو( ۸)شرطونو څخه یو شرط پریږدي، که په هیره یا په قصد سره وي، لمونځ یې نه صحیح کیږي.

د لمانځه ارکان یا فرضونه شپږ (۶) دانې دي .

۱ :- د لمانځه د شروع الله اکبر یا تکبیر تحریمه دی.
۲ :- ولاړه ده.
۳ :- قرائت دی.
۴ :- رکوع ده.
۵ :- سجده ده.
۶ :- اخیري ناسته ده.

هر هغه څوک چي ددغه شپږو (۶) ارکانو څخه یو رکن پریږدي، لمونځ یې فاسدیږي او بیا به لمونځ د سره را ګرځوي.

د لمانځه واجبات اوو (۷) دي:

۱ :- الحمد الله ویل دي.
۲ :- اوله ناسته ده.
۳ :- په اخیره ناسته کي التحیات ویل دي.
۴ :- د قرائت په زوره ویل دي، د امام په هغه لمونځ کي چي په زوره ویل کیږي. لکه سهار، ماښام، ماخستن.
۵ :ـ- د قرائت کرار ویل دي، په هغه ځای کي چي قرائت کرار ویل کیږي. لکه ماپښین، ماځیګر.
۶ :- په وترو کي دعاءقنوت ویل دي.
۷ :- د رکنونو اراموالی (کرار والی) دی.

هر څوک چي له دغه اوو (۷) واجباتو څخه یو واجب په قصده سره پرېږدي، څه نه پر لازمیږي خو لمونځ یې له زیانه سره دی.

البته لمونځ راګرځول واجب دي، که يې را ونه ګرځوي، ګناه کاره کیږي خو که يې په سهوه سره پرېږدي لمونځ يې ناقص دی، سجده سهوه به کوي. (فقه المیسر)

یادونه: د لمانځه نور واجبات هم سته چي د فقهي په نورو کتابونو کي ذکر سوي دي هلته دي وکتل سي.

د لمانځه سنتونه څوارلس (۱۴) دي:

۱ :- په اول الله اکبر سره د لاسو ګوتي پورته کول او بټه ګوته د غوږو نرمیو ته ور وړل.
۲ :- راسته لاس پر چپه لاس ایښودل دي تر نو یا نامه لاندي.
۳ :- سبحان الله ویل دي.
۴ :- اعوذ باالله ویل دي.
۵ :- بسم الله ویل دي .
۶ :- آمین ویل دي.
۷ :- سمیع الله لمن حمده ویل دي.
۸ :- ربنا لک الحمد ویل دي.
۹ :- تسبیحات په رکوع کي ویل دي.
۱۰ :- تسبیحات په سجده کي ویل دي.
۱۱ :- په اوله ناسته کي د التحیات ویل دي.
۱۲ :- په اخیرو رکعتونو کی د الحمد الله ویل دي.
۱۳ :- الله اکبرونه یا تکبیرونه دي، ماسیوه د تکبیر تحریمه څخه.
۱۴ :- سلام ګرځول دي.

هر څوک چي ددغه څوارلسو (۱۴) سنتونو څخه یو سنت په قصده یا په هېره سره پریږدي، څه نه پر لازمیږي . البته ددغو سنتو مراعتول پکار دي ترڅو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په قول عمل وسي او لمونځ ښه کامل سي.

د شروط الصلوة پښتو ژباړه .

تبصرې (1)

  • محترم عالمانو پوهانو صاحبانو اسلام عليکم ورحمت الله
    زه غواړم تاسو څخه مننه وکړم چې ښه مالومات شريکوئ، خو که زحمت نه وي د همدې پاڼې له لارې د دغسې علمي کتابونو د خرڅلاؤ لارې پر مخ واچوئ چې دباندې له افغانستان څخه پښتانه يې هم ترلاسه کړي. بله خبره داده چې محترمو د اسلامي فلسفې په بهير کې د نن ورځې د ناوړه حالاتو په باب چې د اسلامي امت ستونزې له شماره وتلي او د فتوا لپاره شرايط برابر ندي چې هاغه د خلکو له وسې وتلي حالاتو کې بايد د يو مفتي خپل له اړخه حکم ومنل شي څنګه يې مخنيوى کولى شئ او څنګه د فرقو څخه يوې تګلارې ته مدللله مالومات وړاندې کړئ او کتابونو د اسلام په سپېڅلي دين چې منځلارى دين دى نه سخت دريځى لري نه له حده وتلې نرمدريځي لري وليکئ. تاسو باندې مسوليت اوړي سبا که په اسلامي امت کې ډلې جوړېږي نو ستاسو مخامخ مسوليت پروت دى او تاسو بايد له ټينګار علمي پوهنيزه لار ټولنې ته وباسئ او لار وروښيئ. د تعصف ځاى دى چې علما پر لپسې په وړو انفرادي فرقونو باندې مصروف دي او هماغو فرقونو باندې د خلکو ترمنځ د جنتي او غير جنتي تفريق يې راوستلى. پکارده چې محترم علما د ټولنې وګړو ته ځان په سل فيصده مسول وګڼي او کوښښ د دې بايد وشي چې ژوره پوهه ولس ته ورکړل شي او همدې سره د الله تعالى د حکم چې خپل استازي حضرت محمد ص ته کړى و چې ستا يوازې پيغام رسولو وظيفه ده د هدايت کار د الله ج د وسې دى نو علما هم بايد همداسې وګڼي او د امت د پوهې لپاره مټې راونغاړي نه چې خپلو عاداتو د پلي کوولو لپاره ولس اړباسي چې بدل شي. هيله ده چې زما دغه نظريات په خواخوږۍ او رغاونيزه توګه وګڼئ.