نړۍ

د امريکايي پوځ جګپوړی پوځي افسر افغانستان کې له ټپي کيدو وروسته ومړ

نن ټکی اسيا: اسوسيټد پريس د امریکا د دفاع وزارت چارواکيو له قوله ليکلي، چې د امريکايي پوځ يو جګپوړی پوځي افسر افغانستان کې له ټپي کيدو وروسته د خپلو ټپونو له لاسه په امريکا کې ومړ.

پرون پنجشنبه د پينټاګان لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سرجنټ تورن “مارټن ار باريرارز” د تېرې چهار شنبې په ورځ د سن اڼټينيو پوځي روغتون کې د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه.

چارواکي وايي، چې نوموړی تېره مياشت هرات ولايت کې د طالبانو په يو وسلوال بريد کې سخت ټپي شوی و.

 

وژل شول تورن مارټن د ټيکساس ايالت اوسيدونکی او د امريکايي پوځ يو تکړه او لوړ پوړی افسر و، چې ۱۹۸۸ کال را په دېخوا يې د امريکا پوځ کې دنده درلوده.

نوموړي عراق او افغانستان کې د امريکايي عسکرو د قومندان په توګه د ګڼو پوځي عملياتو مشري پرغاړه درلوده.

د «مارټن» نور پوځي همکاران وايي، چې د ده وژنې ټول امريکايي پوځ د وير په ټغر کينولی او مرګ يې د ټولې امريکا لپاره يو ستره ضایعه ده.
مارټن بيرارز د ۴۹ کالو په عمر مړ شو او تر شا يې ښځه، دوه زامن او يو لمسی پاتې شول.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x